د کابل په نهمې حوزې کې د بهرنیو ځواکونو د موټر مخې ته ځانمرګی برید شوی او په زابل کې هم د امنیه قوماندانۍ مخکې ته چاودنه شوې ده.
کابل کې د امریکا سفارت وایي امریکا هغو افغانانو ته چې امریکايي عسکرو سره یې کار کړی د مهاجرت د ځانګړې ویزې د پروګرام مهلت اوږد کړ.
ولسمشر غني د امنیت د انتقال د بهیر د بشپړولو په غونډه کې وویل چې له دې وروسته یوازې افغان ځواکونه د مشروع قوې د استعمال حق لري.
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۵ کال د کرکټ د نړیوال کپ سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ۱۵ اصلي او څلور احتیاطي لوبغاړي وټاکل.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورسېد، او د قاطع ملاتړ نوی ماموریت یې پیل شو.
د کابل ښار د پل ارتل په سیمه کې د چاودنې له امله د مېدان وردګ ولایت د علماوو دشورا د مشر سربیره درې نور کسان ټپېان شول.
نن د جدي د میاشتې شپږمه ورځ په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له پنځه دېرشمې کلیزې سره برابره ده.
په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال وايي، د قاطع ملاتړ په نوم د ناټو په نوي ماموریت کې به ۱۲۵۰۰ سرتیري برخه ولري.
د کورنیو چارو وزارت په پولیسو باندې د خلکو د باور د پیاوړي کولو لپاره د ملي پولیسو د پېژندنې اونۍ پیل کړه.
په افغانستان کې د میډوټیک دفتر وایي د متخصصو او په کار پوه ځوانانو د یوې ملي شبکې د جوړولو هڅه کوي.
افغان فلم اخیستونکی زبیر حاتمی چې د دسامبر په ١١ د استقلال لیسې په ځانمرګي برید کې ټپي شوی و، تېره شپه یې په روغتون کې ساه ورکړه.
په افغانستان کې د ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما شمېرنې ښيي، چې ۲۰۱۴ کال په دغه هیواد کې تر ټولو خونړی کال وو .
د کابل ښار د استقلال د لیسې د فرانسې د کلتوري مرکز په تالار کې د ځانمرګو بریدونو د غندنې د تیاتر د نندارې په ترڅ کې ځانمرګی برید شوی.
د ملي دفاع وزارت وايي، د کابل د تره خېلو په سیمه کې په ننني ځانمرګي برید کې د ملي اردو ٦ کارکونکي وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یو تازه رپوټ کې ویلي، چې په افغانستان کې د څه دپاسه شپېتو فیصدو وګړو عمرونه له ۲۵ کلونو ښکته دي.
د افغانستان د څلور دېرشو ولایتونو د کوچیانو استازو له افغان حکومت وغوښتل چې هر څه ژر دې د کوچیانو یوه سراسري سرشمېرنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د کابل د امنیه قوماندان په توګه یې جنرال عبدالرحمن رحیمي ټاکلی او جنرال ظاهر په بلې دندې ګمارل شوی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا نن دوشنبه اروپا ته وخوځېد او هلته به د بروکسل او د لندن په ناستو کې برخه واخلي.
په کابل کې د طالبانو له څو ډله ییزو بریدونو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ترهګرۍ وپېژنﺉ په نوم یو نوی کمپاین پیل کړ.
زاخېلوال وايي، افغان حکومت د لندن راتلونکي کنفرانس ته پوره چمتوالی لري او له کنفرانس نه یوه ورځ دمخه به درې غونډې هم ترسره شي.
نور پورته کول