د مهاجرت د نړیوال سازمان وايي، له ۲۰۰۲ کال راهېسې له ۳۱ هېوادونو څخه نژدې ۱۵۰۰ افغان متخصصین بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.
د افغانستان ولسي جرګې د کابل-واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون او د ناټو او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو سندونه تاید کړل.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولسمشر د دفتر د ریاست له ادرسه لویې څارنوالۍ ته د ټاکنییزو شکایتونو د کمیسیون معرفي کول غیری قانوني ګڼلي.
له اداري فساد سره د مبارزې اداره وایي په افغانستان کې ۱.۲ میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې او ٥٠٪ وارد شوي درمل غیرقانوني دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورتره راشده منجو وايي په افغانستان کې د ښځو پرمختګونه یوازې په ښارونو کې وو .
د افغانستان ښوونکو د خپلو حقونو او دوی ته د ورکول شویو او ورکول کېدونکو امتیازاتو څخه د دفاع لپاره یوه سراسري شورا جوړوي .
یو ځانمرګي برید کوونکي نن یکشنبې د سهار په ۹ بجو د کابل په امنیې قوماندانۍ کې د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی وواژه.
جمهورریس اوباما وایي چې امریکائیان په دې ویاړي چې په افغانستان کې د ښځو د ژوند د ښه کیدلو په برخه کې په شوو پرمختګونو کې شریک دي.
په افغانستان کې د یو ایس ای ډي چارواکي وايي، ډیر ژر به د پرمختګ یا پروموټ په نوم د افغانو مېرمنو لپاره یو نوی پروګرام پیل کړي.
د ملي امنیت ریاست وايي، په امنیتي وضعیت کې نسبي ښه والی راغلی او ترهګریز فعالیتونه په څو ولایتونو کې محدود شوي دي.
د رسنیو ملاتړې ادارې وايي، دېرش په سلو کې د رسنیو کارکوونکې او یا هم خبریالانې ښځې دي، خو په وروستیو کلونو کې په رسنیو کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.
افغان سوداګر وايي،که څه هم د هند او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې زیاتوالی راغلی خو ټرانزیټي ستونزو سوداګري ټکنۍ کړې ده.
افغان ولسمشر وايي، د چین د ژمنو د عملي کولو لپاره د دواړو هیوادونو له لورې پلاوي ټاکل کیږي، چې د پلي کولو په اړه یې اقدامات وکړي.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، تر راتلوونکې چهارشنبې به د دریارلسو ولایتونو ولایتي شوراګانې د لوړې مراسم پر ځای کړي.
د کورنیو چارو وزارت وایي د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په امنیتي پوستو باندې د وسله والو مخالفینو له ېریدونو وروسته، ١٧ پولیس نادرکه شوي.
جمهور رئيس احمدزي او د سعودي ولیعهد د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ستراتیژيکو همکاریو د یو تړون په هکله خبرې کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان ولسمشر احمدزي او اجراییه رئیس عبدالله ته د نوي کال په لومړیو کې د امریکا د سفر بلنه ورکړې ده.
لویې څارنوالۍ د اختلاس او له دندې نه د ناسمې ګټې اخېستنې په تور د پنځو پخوانيو وزیرانو دوسیې، سترې محکمې ته ولېږلې.
ولسمشر احمدزي د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو قومي مشرانو ته ویلي، د سولې راوستو لپاره د خپل سر قربانۍ ته هم تیار دی.
د خصوصي سکټور مسؤلین وايي، د نوي حکومت له راتګ سره په افغانستان کې د پانګونې لپاره امیدونه ډېر شوي.
نور پورته کول