بارک اوباما د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره تېره شپه بیا د ټلیفون له لارې خبرې کړي دي.
حامد کرزی وایې اوسني حالات د کاندیدانو تر توافق بدتر دي او باید ژر شریک حکومت جوړ کړي یو دې ولسمشر او بل دې مجری الامور شي.
د احمدزي ټاکنیز ټیم خپل سیال ټیم ته د اجرائي رئیس د واک د څرنګوالي په باب هیڅ نوې طرحه نده لېږلې او دا ټیم په خپل دریځ ولاړ دی.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم په خپل سیال ټیم غږ کړی چې ددغه ټیم سره د سیاسي خبرو د پریکون په اړه دې په خپله پریکړه بیا غور وکړي.
ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ملي دفاع وزیر ګمارلی چې د ناټو په جوړېدونکې سرمشریزه غونډه کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
په افغانستان کې په لومړي ځل د ډیجیټل سیستم فعالیت پیل شو چې ورسره به ټولې تلویزیوني شبکې له انالوګ نه ډیجیټل سیستم ته واړوي.
امریکا له هغو پنځلسو ولایتونو سره چې په ۲۰۱۳ کال کې د کوکنارو کرکیله پکې صفر شوې وه، څه باندې شپاړس ملیونه ډالره مرسته وکړه.
د افغانستان ملي امنیت وايي، د پاکستان پوځ د شاه سلیم کوتل له ١٣ کلن ځنډ وروسته د افغانستان د شمالي ولایتونو د بې ثباتۍ لپاره پرانستی دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د فوټبال د غوره لیګ په سیالیو کې اته لوبډلې په دوو ګروپونو کې برخه اخلي چې شپږ اونۍ به دوام وکړي.
د ایساف او د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ نوي امریکايي جنرال جان ایف کمپبل ته د ځواکونو قومانداني وسپارله.
فضل احمد معنوي وايي، که تر سبا سهاره پورې یې ټولې غوښتنې و نه منل شي، نو د ټاکنو د تفتیش له بهیر سره به بیا پرېکوڼ وکړي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو د تفتیش شویو رائیو د باطلولو یا د پاکو او ناپاکو رائیو د جلا کولو لړۍ نن د ټاکنیزو ټیمونو د مخالفت سره سره پیل شوه.
حامد کرزي د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره د ارګ په ماڼۍ کې د نوي ولسمشر د لوړې د مراسمو په نېټې خبرې کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، څه باندې شپږ شپېته فیصده رايې تفتیش شوي دي او یوازې د رائیو د ۷۶۸۳ صندوقونو تفتیش پاتې دی.
افغان چارواکي وايي، په ویلز کې د ناټو له سرمشریزې به د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره له ۲۰۱۴ وروسته هر کال ٦ ملیارده ډالر وغواړي.
د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه نن په کابل کې د ولسمشر کرزي له خوا د آزادۍ په څلي د ګلونو د ګېډۍ په اېښودلو ونمانځل شوه.
د ملي یووالي د حکومت د جوړولو ګډ کمیسیون وايي، په پنځو ورځو کې یې ډېر توافقات کړي خو درې مهمې او کلیدي مسئلې لا هم پاتې دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء عملیاتي مرستیال احمد جاوید حبیبي ددغه کمیسیون د دارالانشاء د سرپرست په توګه وټاکل شو.
د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو لوړ پوړو غړو د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو په څرنګوالي خپل یو اونیز بحثونه پيل کړل.
د امریکا سفیر وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو دنده ده چې په څو اونیو کې د ملي یووالي د حکومت چوکاټ رامنځته کړي.
نور پورته کول