د بخښنې نړیوال سازمان:په زرګونه ملکي افغانان د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي، خو ناټو او امریکا د عدالت په برابرولو کې ناکام شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري کابل ته تللی چې د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو او ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.
د ولسمشرۍ د نوماندانو ټاکنیز دفترونه وايي، چې نن عبدالله او اشرف غني په خپلو کې سره کتلي او د ټاکنو د شفافیت په تړاوو یې خبرې کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون او یوناما وایي چې د عبدالله عبدالله په غوښتنه یې د رائیو تفتیش ۲۴ ساعته نور هم وځنډوه، خو سبا ته به بیرته پیل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د رائیو پلټنه د شنبې په ورځ پيل کیږي او په راتلوونکو دوو ورځو کې به ددې بهیر په باب روزنه ورکړل شي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د ولسمشرۍ له دوو کاندیدانو سره تلیفوني خبرې کړي او هغوی یې یو بل سره همکارۍ ته هڅولي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو د رائیو پلټنه چې تېره ورځ د اختلاف له امله درېدلې وه بیرته پیل کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ټاکنو د رائیو د پلټنې بهیر نن د اختلاف له امله ودرید، خو سبا به د رائیو پلټنه په جدي او چټکه توگه پیل شي.
جیمز ډابنر وايي، د افغاسنتان د ولسنشرۍ دواړو کاندیدانو له ده او جان کېري سره منلې چې له څېړنې وروسته به د ټاکنو پایلې مني.
پولیس وايي، نن سهار د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو یو پوځي کمپ ته نږدې په ځانمرګی برید څلور بهرنيان وژل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، هفه تخنیکي ستونزه هواره شوه چې له امله یې د تیرې ورځې راهیسې د رائیو د بیا پلټنې کار ځنډیدلی و.
ولسي جرګې نن شنبه د اساسي قانون پر تطبیق د څار د کمیسیون رئیس او دوو غړو ته د باور رایه ور نه کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د دوهم پړاو ټاکنو د رائیو د بیا تفتیش د بهیر له پیل راوروسته یې تر اوسه نږدې ۲۵۰ صندوقونه تفتیش کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، نن غرمه یې د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو د رائیو بیا تفتیش د کابل ولایت د رائیو په تفتیش رسماً پيل کړ.
د کابل په هوايي ډګر بریدونه چې نن سهار په څلور نیمو بجو پیل شوي وو، اوس د کورنیو چارو وزارت وایي چې دا بریدونه د پنځو بریدکوونکو په وژلو پای ته رسیدلي دي.
افغان حکومت د غزې په تړانګه د اسرائیل بریدونه غندلي او د غزې له جنګ ځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کوي.
د ټاکنو د کمیسیون وايي، د رائیو د تفتیش عملیاتي پلان یې بشپړ کړی او سبا به د رایو ارزونه ددغه کمیسیون په مرکزي دفتر کې پيل شي.
ولسمشرکرزي د جان کېري په منځګړیتوب د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو له موافقې ملاتړ وکړ او د نوي ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.
جان کېري چې د ټاکنو د لانجې د حل په خاطر کابل ته تللی، نن یې له ولسمشر حامد کرزي، او د جمهوري ریاست د نوماندانو سره وکتل.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې رپوټ وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ملکي مرګ ژوبله ۲۴ په سلو کې لوړه شوی ده.
نور پورته کول