عبدالله عبدالله نن خپلو پلویانو ته وویل، چې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر سره یې د افغانستان په ټاکنو تلیفوني خبرې کړې دي.
په بګرام کې نن سه شنبه سهار د ناټو په مشرۍ د ایساف د ځواکونو په چکي پوځونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې۱۶ تنه وژل شوي دي.
جان کېري ویلي، په افغانستان کې د لاریونو په باب د رپوټونو نه خبر دی او د موازي حکومت د جوړولو وړاندیزونه ورته د ژورې اندېښنې وړ دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د دوهم پړاو لومړنۍ پایلې نن د ساعتو ځنډ وروسته اعلان کړې چې په کې احمدزی له عبدالله مخکې دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون نن په یوه بله علني غونډه کې د ٩ ولایتونو انتخاباتي شکایتونه وڅېړل، خو د عبدالله عبدالله استاري حاضر نه وو.
سناتور کارل لیون پدې باور دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو دواړه کاندیدان به د ټاکنو د کمیسیون له لورې اعلان شوې پایلې ومني.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د څېړنې په ترڅ کې د یو کاندید نه شتون، ترک دعوه ګڼي او خپلې پرېکړې د ځانګړي کاندید لپاره نه ځنډوي.
ولسمشر حامد کرزي د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي قانون نن پنجشنبه توشیح کړ او پدې توګه دا قانون وروسته له ډېر ځنډ نافذ شو.
د کابل په هوايي ډګر نن پنجشنبه له غرمې مخکې دوه توغندي لګېدلي، چې یو توغندي په هوايي ډګر کې د ملي اردو یو هنګر ته زیان اړولی دی.
د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزی وايي، د ټاکنو کمیسیونونه دې د ټاکنو وروستۍ پایلې د مهالوېش سره سم په خپل وخت اعلان کړي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی او لومړنۍ پایلې به تر دوشنبې پورې اعلان شي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم وايي، نن د دوی د ټیم او د اشرف غني احمدزي د ټیم تخنیکي غړي سره د ټاکنو په روڼوالي بحث کوي.
د کابل ښار په کارته سخي کې نن سهار د ملي دفاع د وزارت د کارکوونکو په موټر ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې اووه تنه وژل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وایي ددې کمیسیون مشرتابه تېره شپه له ولسمشر کرزي سره د ټاکنو د بهر د پرمختگ په اړه لیدلي دي.
د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله انتخاباتي ټیم نن یکشنبه بیا وویل، چې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره پرېکوڼ اعلانوي او د دوی پرېکړې نه مني.
د یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو په څیر نن یکشنبه، په افغانسناتن کې هم د روژې د میاشتې لومړۍ ورځ ده جې په هیواد کې عامه رحصتي ده.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم خپاره کړي، غږونه چې دغه ټیم پکې د درغلیو اړونده ادعاء کړې څیړي.
جمیز ډابنز افغانستان ته د خپل سفر په پای کې د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د ټاکنو له کمیسیونونو سره همکارۍ ته هڅولي دي.
د افغان پوځ لوړپوړي مقامات وايي د هلمند په جگړو کې د آی اس آی د غړو په گډون بهرنيو جنگیاليو په عملي بڼه برخه درلوده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز، نن د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړې.
نور پورته کول