اجرائيه رئیس وايي، د ډیورینډ د کرښې په هاغې غاړه کې د پاکستان وروستي فعالیتونه او تحرکات له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته نه شي کولی او اندېښنې راپورته کوي.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازي ویلي، چې عدلي او قضائي سکټور د افغانستان په عامه اداره کې تر ټولو فاسده برخه ده او باید په قضائي سیستم کې په لوړه کچه ژور بدلونونه راشي.
نن په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې د ماشومانو د ملاتړ ادارې په دغه هیواد کې له ښوونځیو د سلګونو زرونو ماشومانو پر بهر پاتي کیدو ژوره اندیښنه ښودلې ده.
ښاپیرۍ نغمه وایي نوی خاوند یې د پخواني جهادي مشر مولوي محمد نبي زوی دی او ددې له هنر کلک ملاتړ کوي، نغمې پدې مرکه کې دا هم په ډاګه کړې چې څنګه له منګل جدا شوې ده.
کابل کې د امریکا سفارت وايي، چې د مارچ له لومړۍ نېټې د ایس ای وي، یا د امریکا د مهاجرت د ځانګړو ویزو لپاره د ویزو غوښتونکو سره مرکې درول شوي دي.
د اراضي خپلواکه اداره وايي، د دوی څېړنو ښودلې چې د افغانستان په دېرشو ولایتونو کې ۱۵۸۳۱ وړو او لویو غاصبینو یو اشاریه درې ملیونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وايي، افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان له لوري د لارو د بندولو او د توغندیزو بریدونو په تړاوشکایت کړی او که نتجه ورنه کړي، نو افغانان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه ښه کولی شي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي، چې افغانستان د ښځینه خبریالانو لپاره یو خطرناک هیواد دی او پدغه هیواد کې لا هم د ښځینه ژورنالستانو لپاره حالت مخ په خرابېدو دی.
افغان ولسمشر غني د قطر د بهرنیو چارو له وزیره سره په کتنه کې ویلي، که طالبان تر پسرلي پورې سوله ونه کړي، نو په دوحه کې دې ددې ډلې دفتر وتړل شي.
په افغانستان کې د پارلمان غړي او سیاسي څېړونکي د پاکستان دا اقدامات د ټولو اصولو په خلاف ګڼي او په وړاندې یې د افغان حکومت د بالمثله عمل غوښتنه کوي.
د بشري حقونو د څار د نړیواله اداره وایي چې په پاکستان په تیر اوړي کې په زرګونو افغان ګډوال د هغوی د خوښي پر خلاف په زور له هیواد څخه افغانستان ته شړلي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم ځان وژونکې برید شوی او تر اوسه روغتون ته ۷ مړي او ۲۰ ټپیا ن وړل شويدي.
د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د تیرې شپې د رپوټونو له مخې وایي، د سختو واورو د اورېدو او ښویدو له امله ۱۰۷ تنه وژل شوي او یو زیات شمېر ټپيان شويدي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ګوښه وزیر چې دنده یې ځنډول شوې ده وايي، نه ترې چا پوښتنې ګرویږنې کړي او نه هم پدې پوهیږي چې له وزارت یې دنده ځنډول شوې ده او کنه.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نوم د دې شورا د بندیزونو له لست څخه تېره ورځ د فبرورۍ په درېیمه لرې کړ.
د افغانستان اجرائیه ریاست او د جمعیت اسلامي ګوند ځيني غړي وايي چې عطا محمد نور د دوی په استازیتوب مذاکره نه کوي.
په کابل کې د بست رستورانت ځانگړتیا دا ده چې دغه رسټورانټ له مالکې را نېولې تر کارکوونکو ټول د ښځو له خوا چلیږي او نارینه ته بې له کورنۍ اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، د هلمند او د فراه په ولایتونو کې د طالب وسله والو سره د ایران د مرستو او اړیکو په باب د دغو ولایتونو د والیانو له خوا د شوو ادعاوو پلټنه کوي.
له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضائي مرکز د درنو جرمونو ابتدائیه محکمې نن په یوه علني غونډه کې د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د رشوت اخېستلو په تور په څوارلس کاله تنفیذي زندان محکوم کړ.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوه اعلامیه وايي، چې کابل ته په تګ کې نه له کوم هیواد ویزه غواړي او نه هم د چا موافقې ته په انتظار دي.
نور پورته کول