قندي کوچې وايي، پښتانه دا شرم گڼي چې،لوڼی او خونیدې یی سندرې ووایي. قندي کوچې دا خبره د اشنا راډیو سره په مرکه کې کړیدي.
د سیمه ایزو او نړیوالو بحرانونو د حل د موندلو دپاره د ملګرو ملتونو ستر سلاکار ډاکتر وحید وحیدالله وایي که دغه خړه پړه وضع په اوکراین کي ادامه ومومي پر سیمې تاثیر اچولای شي.
د کنړ والي شجاع الملک جلاله وایي چې یو شمیر قومي مشران هڅه کوي چې د ملي اردو هغه پنځه عسکر خوشي کړي چې طالبانو اسیر کړي دي.
د پاکستاني حکومت او طالبانو لخوا د ټاکل شوو استازو ترمنځ په پاکستان کې خبرې شوي دي.
ولسمشر کرزی وایی غواړی اطمینان او ډاډ ولري چې د امنیتی تړون د لاسلیک کولو نه وروسته په افغانستان کې ملوک الطوایفی نه پیښیږی.
حامد کرزی وايي دا د غرب تبلیغات دي چې د بګرام بندیان د خوشي کیدو وروسته د طالبانو سره یو ځای شویدي.هغه وايي چې دوي د بګرام په زندان کې د کړاوونو له امله د حکومت مخالف شویدي.
په واشنگتن او یمن کې مظاهره چیانو په جمهورریس اوباما غږ کړیدی چې د گوانتنامو زندان وتړي او بندیان خوشی کړي. د گوانتانامو پخوانی بندي حاجي روح الله وایی په گوانتانامو کی ١٩ تنه افغان بندیان شته.
د سولې د عالي شورا وايي د هغو رپوټونو په اړه خبر نه دي چې وايي افغان حکومت د طالبانو سره په اماراتو کې د سولې خبرې کړیدي.
جیمز ډابنز ویلي که د افغانستان د بحران په ابتدا کې غلطۍ نه وای شوای، د خلکو ژوند به ژغورل شوی وای. خو ډاکټر علم پایند وایي امریکا نورې غلطۍ هم کړیدي.
سمیع یوسفزی وايي چې هغه نقش چې د افغانستان حکومت فکر کوي چې ملابرادر به یې د سولې په خبرو کې ولوبوي حقیقي نه بریښي.
رحیم الله یوسفزی وايي چې د افغانستان حکومت د ملا برادر نقش ته ډیر خوشبین دی. خو هغه زیاتوي چې ملابرادر په یوازې سر څه نه شي کولای.
جهادي مشر قاضي امین وقاد وایي چې د فقې او سیاسي مسایل یو ځای کیدل کولای شي چې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیسي.
جهادي مشر او دیني عالم قاضي امین وقاد وايي سیاست او فقه چې یو شي، بیا ځان مرگي حملې مرگې بندیدی شي.
افغانستان د پاکستان نه غواړي چې ملا برادر ته دې بشپړه آزادي ورکړي چې په افغانستان کی د سولې د راوستلو د هڅو سره پوره مرسته وکړي.
سږکال ډیر افغانان حج ته تللي وو. په هغو افغانانو کې چې حج ته تللي دي یو شمیر یې حج ته د سفر او اوسیدو په بندوبست خوشحاله او ځنی نور ناراضه وو.
ښاغلی گیلانی وايي چې که د امنیتي تړون د مصونیت په برخې کې دې دا شامل کړی شي چې د بهرنیو عسکرو د محاکمې په جریان کې دې دوه افغان قاضیان موجود وي
امریکا غواړي چې امنیتي تړون د اکتوبر تر اخره پوري امضا شي، خو ویل کېږي چې دواړوې خواووې اوس هم د تړون په هکله ځیني اختلافات لري.
علي جان کوچی، چې څه موده مخکې له زندان نه خوشي شو، وايي چې په زندان کې ورسره ظلم نه دی شوی. خو هغه زیاتوي چې په ناحقه زندان ته اچول شوی و.
د پاکستاني شخصي تلویزون سره د طالبانو د وخت د قندهار د والي ملاحسن رحماني مرکه هم د طالب مشرانو د بیا څرگندیدو د هڅې یوه کړۍ ده
وحید مژده وايي د طالبانو سره د خبرو په اړه د نړیوالو او افغانانو ترمنځ د یو ګډ دریځ د نه موجودیت په صورت کې به طالبان خبرو ته زړه ښه نه کړي.
نور پورته کول