اسد الله او مور یې درې کاله وړاندې په خپله کلا کې د زیتون بڼ جوړ کړی دی. هغه وایي، چې د زیتون بڼ جوړولو دغه طرحه یې له افغانستان څخه راوړې او د ژوب په 'وله اکرم کلي' کې یې عملي کړې. نوموړی خوشاله دی چې له دغه بڼ څخه ښه اقتصادي ګټه ترلاسه کوي.
د د بلوچستان ایالت له پښتون میشتې سیمې، موسی خېل څخه ژوب ته په معلوماتي سفر راغلي زده کوونکي وایي، چې ددې سفر موخه یې د ژوب او زیارت د تفریحي سیمو او بیا د لورلايي پوهنتون څخه لیدنه ده. په ورته وخت کې، دغه زده کوونکي ګیله کوي، چې حکومت د زده کوونکو سره د معلوماتي سفرونو په برخه کې هیڅ مرسته نه کوي
د بلوچستان ايالت په ژوب او شېراني سيمو کې د جلغوزیو زیات طبيعي ځنګلونه شته دي، چې ځايي خلک ورڅخه ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کوي. د جلغوزیو ځايي سوداګر سږکال خوشاله دي او وايي، سره له دې چې محصولات یې سږ کال لږ وو، خو له بلې خوا بیا بیې یې ډیرې ښه دي.
د بلوچستان حکومت د توریزم او کلتور ادارې له یو شمیر غیر دولتي ادارو سره په ګډه کویټه کې د توریزم او چاپېریال ساتنې د برخې ځینو فعالانو ته جایزې ورکړې. دغه ځوانان پدغو ستاینلیکونو خوښ دي او هوډ لري چې راتلونکي کې به خپل فعالیت لا ډیر کړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
تيونی د بلوچستان د پښتون ميشتې سيمې يو لرغونی خوراک دی چې ښارونو ته د لرو بانډو څخه د راغلیو پښتنو د خوښې خوراک بلل کیږي. تیونی د پسه او غوایي د بډوډو، ځیګر، کولمو او وازدو یو مکس خوراک دی چې په سیمه کې د پخوا څخه دود شوی دی. سالمېن خپلواک پرې له ژوب بازار څخه ويډيو رالېږلې.
د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه سیف الله سیمې په يو نادولتي ښوونځي کې د زده کوونکو لپاره د «پښتون کلتور نړیوالې ورځې» په مناسبت د دودیزو لوبو او لرغونو توکیو نندارتون جوړ شوی. دغه نندارتون کې د «قمره امۍ» په څیر دودیزې نڅاوې او د کلتور نورې برخې زده کوونکو ته وروپيژندل شوې. سالمین خپلواک- امریکاغږ
د لورلایي پوهنتون رئیس، ډاکټر احسان الله کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې په دغه پوهنتون کې هر هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ اسناد ولري(ثبت او راجسټر وي)، د لوړو زده کړو لپاره داخله ترلاسه کولای شي. هغه وايي: "غواړم زموږ افغانان وروڼه خوېندې له زده کړو بې برخې نشي پاتې."
د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون نن د سپتمبر په ۲۳مه نېټه، د کویټې ښاروالۍ په انګړ کې د پښتون کلتور نړیواله ورځ په اتڼونو، دودیزه لوبو او جامو ونمانځل شو. نور جزیات د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پدې راپور کې کتلای شئ.
په رنګیلا مشهور انور مسیح شاوخوا پنځه لسیزې د موسیقۍ په ډګر کې د ژوب د اوسیدونکو او په ځانګړې توګه د ځوانانو خدمت کړی. که څه هم د هغه مورنۍ ژبه پنجابي ده خو وایي په پښتو ژبه کې موسیقۍ غږوي او په پښتو ژبه کې شعر لیکي. سالمین خپلواک یې په ژوند راپور چمتو کړی.
د لورلایي ځوانان په اونۍ کې یوه شپه د بانډار دپاره راغونډېږي. په دې سیمه کې له تال او داریې سره سندرو ویلو ته بانډار ویل کېږي. سالمین خپلواک له همدغسې یوه بانډاره ویډیو چمتو کړې.
د کویټې په «هنه اوړک» سیمه کې د «IDSP» په نامه یو پوهنتون له کلونو راهیسې ځایي خلکو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په اړه زده کړې ورکوي. په یاد پوهنتون کې ځایي خلکو ته د هوا او لمر په مرسته برېښنا جوړولو او له څپیاکو څخه بایو ګاز تولیدولو ترڅنګ د کرکیلې اړوند یو شمېر زده کړې ورکول کېږي.
د بلوچستان په کچلاک سیمه کې نن سپتمبر ۱۵مه نېټه، د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څارنې لاندې د سند ایالت په ګډون د پاکستان په بیلابېلو سیمو کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو نیولو او د هغوي ځورولو پر ضد احتجاجي غونډه ترسره شوه. ویناوالو د پاکستاني پولیسو لخوا د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ځورول وغندل
په لورلايي پوهنتون کې په لومړي ځل د "سیاځکه" په نوم د یوې څېړنيزې مجلې بنسټ کېښودل شو. دا څېړنيزه مجله د لورلايي په لويديځ کې د يوه غره په نوم نومول شوې ده. د سيمې اديبان او څېړونکي خوشحاله دي چې دوی به اوس پخپله وکولای شي د سيمې په هکله مستندې څېړنې له دغې لارې خپرې کړي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
داسې ویل کېږي چې په پښتنې تولنې کې ماشوم د لوبو په ډګر کې مسلکي زده کړو ته نه پرېښودل کېږي خو د کوټې اوسیدونکي لقمان ته مور او پلار د مسلکي کرکټ د زده کړو زمینه برابره کړې. پلار یې هره ورځ د کاري مصروفیتونو سربیره د کرکټ اکاډمۍ ته بیایي او هڅوي یې. سالمین خپلواک ورسره خبرې کړي دي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه لورلایي کې یو شمېر ځایي اوسېدونکو چې دیني عالمان هم پکې شامل دي د بیلابیلو ناروغیو څخه د ځان ساتلو په موخه د یوګا تمرین پیل کړی. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک ورسره غږیدلی او د یوګا په اړه یې پوښتلي.
د واک غورځنګ تر نظارت لاندې په ژوب کې جوړې شوې یوې غونډه کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وشوې. دوی له واکمنو طالبانو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په مخکې دزده کړو دروازې پرانیزي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
زرمینه چې په کابل کې د طالبانو په واکمنېدو سره کویټې ته کډه شوه، دا مهال د خپلو اوو اولادونو سره د بېوسۍ خورا بدې ورځې تیروي. هغه خپه ده چې که له یوې خوا د ورځني لګښت په برابرولو کې له ستونزو سره مخ ده له بلې خوا یې ماشومان له زده کړو پاتې کیږي او راتلونکی یې ورته د اندیښنې وړ ښکاري
د کویټې غوث آباد بازار پدې وروستیو کې په رسنیو کې د «کوچني افغانستان» په توګه معرفي شوی. دلته شاوخوا درې زره دوکانونه دي چې پکې اکثریت پلورنکي افغانان دي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور رالېږلی.
شل کلن ازل خان اڅکزی د کویټې اوسېدونکی دی. هغه په ژوندۍ بڼه انځورګري کوي. وایي دغه هنر په ابتدایي توګه پخپله او وروسته په مسلکي توګه هم زده کړی. سالمین خپلواک - امریکا غږ
۲۱ کلن رحمت الله رحيمي په کويټه کې ميشت افغان کډوال دی چې د سبزۍ پلورلو ترځنګ د کويټې په يوې شخصي اکاډمۍ کې د انګليسي ژبې زده کړې هم ورکوي. هغه ګيلمن دی چې شاوخوا ۱۰۰۰ ځايي اوسېدونکي يې د انګليسي ژبې له زده کړو فارغ کړي خو پخپله دغه هیواد کې له لوړو زده کړه بې برخې دی. .
نور پورته کول