دیارلس کلن غوث الدین له دریو کلونو راپدیخوا له مور او پلار څخه لیرې په کوټه کې په سخته مزدورۍ بوخت دی. له هغه سره د نانوایي په کار کې یو بل ځوان، چې ماشوتوب یې په مسافرۍ کې تېر کړی، وایي چې په افغانستان کې د بېکارۍ او ناامنۍ له کبله اوږدمهاله مسافرۍ ته مجبور شوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په عمومي توګه په پښتنې ټولنې کې د نورو مسلکونو په پرتله ډیر ځوانان غواړي ډاکټر، انجنير یا لوبغاړی شي، خو په مسلکي توګه به ډیر کم کسان لیدل شوي وي چې د کرکټ د مبصر کیدو هڅه کوي. د کچلاغ عبدالرازق هغه ځوان دی چې د کرکټ کمنټري يې خپل مسلک ګرځولی او هیله لري چې د افغانستان استازیتوب به وکړي
د بلوچستان په قلعه سيف الله سيمه کې ميشت افغان کډوال سخي داد هارون که څه هم له لوړو زده کړو بې برخې شوی، خو له زده کړو سره بې کچې مينې د "افغان کتابتون" په نامه اپلکيشن جوړولو ته هڅولی. سالمین خپلواک ورسره غږیدلی.
د تورخم پولې ته څیرمه ځايي سوداګرو د اسانتیاوو د نشتوالي او د سختې سوداګریزې تګلارې پر ضد احتجاج کړی دی. سوداګر وايي، د یادو ستونزو له امله د سوداګرۍ حجم د تيرو کلونو په پرتله ۸۰ سلنه راکم شوی، چې نه یوازې کاروبار ته بلکې هېواد ته یې هم زیان اړولی دی. شاهین افریدي - امریکاغږ
سلیځی په ژوب کې د سېلګرۍ هغه ځای دی چې ورته راتلونکو کسانو په شمیر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راځي خو ځایي خلکو د سیلانیانو له دغه ورتګ څخه لا هم کومه د پام وړ ګټه نده اخیستې. د پوهانو په وینا، یوازې سلیځی نه بلکې د افغانستان او کوزې پښتونخوا ګڼو نورو سیمو څخه هغه ډول ګټه نه اخیستل کیږي چې امکان یې شته
د بلوچستان یو شمېر اوسیدونکي وایي چې نن سبا په پښتنو سیمو کې د کوچيانو کډې ورځ تر بله به کمېدو دي. يو شمېر کوچيان وايي چې ځايي خلک يې نه پرېږدي خو ځايي خلک بيا وايي چې د کوچيانو مالونه يې کرونده او شنو بوټو ته تاوان رسوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک له يو کوچي سره د هغوی پر وضعيت خبرې کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۰) په کویټه کې ددې ګوند د پخواني نومیالي غړي او ټولینز شخصیت عبدالرحیم مندوخېل شپږم تلین ولمانځه. عبدالرحیم مندوخیل له مرګ وروسته پښتنې ټولنې ته د خپلو خدماتو په خاطر په «افغان بابا" نومول شوی دی. سالمین خپلواک پرې رپوټ لري.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمې "خانوزی" کې یو ځوان له پوهنتون څخه د فراغت وروسته د معدني اوبو د پروسس فابریکه جوړه کړې. پداسې حال کې چې ټولنه له افلاسیون او بېکارۍ سر ټکوي، دغه فابریکه ښایي ډېرو ځوانانو ته د آزاد کاروبار پيلولو ژوندی مثال شي. نور حال د سالمین خپلواک په راپور کې:
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه قلعه سيف الله کې دوه افغان کډوال وروڼه ادعا کوي چې هغوی د اقليم بدلون ته په کتو پر ۱۶ جريبه ځمکه د بادرنګو ټنل فارم جوړ کړی چې ښایي د ټول بلوچستان تر ټولو ستر فارم وي. سالمين خپلواک ددغه فارم په اړه ورسره غږیدلی.
عبدالقادر مجرم په بلوچستان کې د پښتون میشتې سیمې قلعه سیف الله اوسېدونکی دی. مجرم وایي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې هله شاعرۍ او لیکوالۍ ته مخه کړه چې په یوه پيښه کې یې دواړه لاسونه پرې شول. سالمین خپلواک پرې راپور لري.
د بلوچستان پښتون مېشته سیمې ژوب اوسیدونکي وایي چې زیات شمیر ماشومان په کلیو کې ځکه په کروندو کې کار کوي چې د کلیو په ښوونځیو کې زده کړې نشته او اکثر ښوونځي فعال ندي. سالمین خپلواک د دغو ماشومانو راتلونکي په اړه د دوي د والدینو اندیښنې راسپړلي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې ژوب د فوټبال لوبغاړي د لوبو پر مهال له یو شمېر اسانتیاو څخه بې برخې دي. دوی د لوبو پر مهال تر خپله توانه ځانته اسانیاوې برابروي خو له حکومت څخه غواړي چې په ژوب کې دې د فټبال لوبغاړو ته اسانتیاوې برابرې کړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د رسنیو د آزادۍ نړیوالې ورځي په مناسبت په کویټه کې خبریالان د رسنیو پر وړاندې محدودیتونو څخه شکایت کوي او ګیله من دي چې کاري چاپیریال کې ورته بشپړ ازادي نشته. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په کویټه کې له ځینو خبریالانو او افغان کډوالو سره د رسنیو پر وضعیت خبرې کړي.
بلوچستان کې افغان نانوایان ګیله لري چې د ډالر په وړاندې د کلدارې د ارزښت ټیټیدو سره یې لګښتونه ډیر شوي او دغه کاروبار ورته نوره ډېره ګټه نه کوي. عبدالکبیر چې یو له دغه نانوایانو څخه دی وایي چې چارواکو ته یې په نرخونو کې د بدلون او نورو موضوعاتو په هکله په وار وار شکایت کړی خو هیڅوک یې غږ نه اوري.
د بلوچستان په قلعه سيف الله کې يو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د بسونو د ترانسپورټ کمپنۍ له دوی څخه اضافي پيسې اخلي او د سفر پر مهال د پولیسو په ځینو چیک پواینټونو کې د قانوني اسنادو درلودلو سربیره ترینه رشوت اخیستل کیږي او ځورول کیږي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
پاکستان کې افغان ماشومان زده کړو ته ٰلېوال دي، خو د بد اقتصادي وضعيت له کبله زیات شمیر یې ځکه له زده کړو بې برخې کیږي چې له کمپونو بهر ورته د وړيا زده کړو زمينه نشته. د بلوچستان په قلعه سيف الله سيمه کې ۱۴ کلن ظاهر که څه هم د کور د لګښت د پوره کولو لپاره سخته مزدوري کوي، خو په پور زده کړې هم کوي.
امیر محمد د کویټې اوسیدونکی او په کسب ډولچي دی. هغه وایي چې له یوې خوا د روژې په میاشت کې ورته د کار زمینه نه کمه وي او له بلې خوا پیشمني ته د خلکو د راپاڅولو لپاره د ترسره کړي فعالیت په بدل کې هم ورته اجرت نه ورکول کیږي. د امریکا غږ خبریال، سالمین خپلواک د ډولچیانو پر وضعیت دغه راپور چمتو کړی.
د پاکستان په لاهور ښار کې میشت ډیری افغان کډوال اطمنان څرګندوي چې د پاکستان د نورو برخو په پرتله په پنجاب ایالت کې د افغان کډوالو وضعيت بهتر دی. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک په لاهور کې د ځینو کډوالو سره خبرې کړي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په کويټه کې خورا زیات مينوال لري. دوی وایي چې په اوسني سیاسي وضعیت کې دغه ډول لوبې او د ملي لوبډلې بریا ورته ډیره هیله بخښونکې ده او دوی ورته خوشحال دي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک د افغانستان کرکټ ملي ټیم د مینه والو یوې غونډې ته ورغلی او راپور یې پرې چمتو کړی.
د بلوچستان په پښتنې ټولنې کې ډېر خلک لیدل کېږي چې د هنر زده کولو پر ځای په دولتي نوکرۍ پسې ډېر زیار باسي، خو د خلکو په باور پایله یې دومره کټوره نه وي لکه څنګه چې د کويټې د دې ځوان کیسه ده.
نور پورته کول