شاه فېصل د کویټې یو له مشهور چپلي کباب پلورونکو څخه پېژندل کېږي. هغه ادعا کوي چې ۵۳ کاله پخوا د هغوی نیکه لومړی ځل د کويټې اوسیدونکي له چپلي کباب سره آشنا کړل.
د بلوچستان د کويټې ښار په بېنظر پارک کې د یوګا زیات ګډونوال ادعا کوي چې په ډېر لږ وخت کې يې په دې ورزش سره د زړه، د وينې فشار او شکر په شان يو شمېر نورې ناروغۍ ښه شوي دي. نور حال د امريکا غږ خبريال سالمين په راپور کې کتلای شئ.
مومن خان یوسفزی د کوټې په کوڅو کې ګرځي ترڅو د چړو تېزولو مزدوري پیدا کړي او د خیبر پښتونخوا په بټکرام سیمه کې میشتې خپلې کورنۍ ته ورځنی لګښت برابر کړي. د هغه په وینا، د ګرانۍ په دې وخت کې د میاشتې تر پنځلس زره روپو په ډیرې خوارۍ پیدا کوي او هره ورځ د بیلابیلو خلکو له بد چلند سره مخ وي.
په کوټه کې د «پښتونخوا زده کوونکي سازمان» په کوربتوب کې ځوانانو نوروز د ډولونو او اتڼونو په بدرګې ونمانځلو. د یاد سازمان غړي وایي که په افغانستان کې پر ملي ورځو هر څومره بندیزونه ولګېږي دوی به «خپلې ملي ورځې» په کوزه پښتونخوا کې په بیا بیا نمانځلو سره هېرېدو ته پرې نه ږدي. سالمین خپلواک راپور لري
د بلوچستان د کویټې اوسیدونکی، ۳۸ کلن ثناالله کاکړ وایي چې سږي یې دومره کمزوري وو چې پرته د دوا خوړلو یې سمه ساه نشوه اخیستلای، خو په تېرو پنځو کلونو کې په غره ګرځیدنې سره یې دا ستونزه حل شوه. سالمین خپلواک امریکاغږ
د بلوچستان په کويټه ښار کې The Red Tag هنري ټولنې لخوا د ښکلو هنرونو لومړنی نندارتون تنظيم شوی چې پکې د بلوچستان د بيلابېلو سيمو څخه هنرمندانو ګډون کړی. په ياد نندارتون کې هڅه شوې چې د هنر له لارې ددې ايالت سياسي وضعيت انځور شي. سالمين خپلواک پرې راپور رالېږلی.
د بلوچستان په کوټې کې میشت افغان کډوال قدرت الله وايي چې د بد اقتصادي وضعيت برسېره یې خپل ورزش نه دی پریښی او د اوږدي کاري ورځې وروسته د بدن سازۍ او بدني ښکال کلب ته ځي او هلته ورزش کوي.سالمین خپلواک ورسره د هغه د راتلونکو پلانونو او ارمانونو په اړه خبرې کړي دي.
کلیم الله په بلوچستان کې د کچلاک سیمې اوسېدونکی دی. هغه د روانې مارچ میاشتې په څلورمه نېټه، کراچۍ کې د جاپان له قونسلګرۍ څخه د کراټې په ورزش کې توره پټۍ ترلاسه کړې. د هغه ښوونکی فدا دومړ ادعا کوي چې له کلیم الله څخه مخکې هیڅ یو پښتون ځوان د ۱۳ کلونو په عمر کې دغه پټۍ نه ده ترلاسه کړې.
۲۳ کلن حفیظ الله د ژوب په مېنه بازار کلي کې ماشومان راټول کړي او هغوی ته د پښتو ژبې لیک لوست ترڅنګ د پښتو ادب بیلابېلې برخې ورښيي. هغه د پښتنې ټولنې پرمختګ د پښتو ژبې له پرمختګ سره تړلی بولي او مني چې د ژوندیو قومونو نښه د هغوي ژوندۍ ژبه وي. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د بلوچستان په کويټه ښار کې میشتو لږکیو هندوانو د هولي جشن ونمانځه. پدې مراسمو کې د بلوچستان ايالت له نورو سيمو څخه راغلوهندوانو هم ګډون کړی و. د هولي پدې جشن کې د کويټې ښار یو شمیر اوسیدونکو د خپلې سيمې له هندوانو سره د دوستۍ په پار پدې مراسمو کې برخه اخیستې وه.
په کويټه کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ادارې UNHCR لخوا اعلان شوې نغدې مرستې دوي ته په بشپړه توګه نه رسېږي، خو د مرستو د تنظیم مسول هټۍ وال بیا وایي چې دوي ته دغه کډوال ځینې پیسې د شیریني په توګه په خپله خوښه ورکوي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې د «عوامي نېشنل ګوند» تر نظارت لاندې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه. په غونډه کې سم نیمايی ویناوالو په افغانستان کې د طالبانو لخوا له ښځو سره روان بد وضعیت وغندلو او د اصلاحاتو غوښتنه یې وکړه. نور حال د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په راپور کې کتلای شئ.
د پاکستان په لاهور ښار کې په مال سړک ايښودل شوی دغه توپ زمزمه نومیږي چې په ۱۷۵۷ کې د احمد شاه دراني په امر جوړ شوی و چې په خپل وخت کې د هند د لویې وچې تر ټولو لوی توپ و. احمدشاه دراني افغانستان ته ددې توپ د لیږد د بندوبست نه لرلو له کبله "زمزمه" توپ په لاهور کې پرېښود چې لا تر اوسه په لاهور کې دی.
د بېکارۍ او د ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت د راکمیدو له کبله په کویټه کې یو شمېر ځایي ځوانان اړ شوي چې د انلاین کاروبار د پراخولو په مقصد یوه اکاډیمي پرانځي. دوی وایي غواړي چې د تکنالوژۍ د پرمختیا د انقلاب ګټې نه یوازې دوی ته بلکې خلکو ته هم ورسیږي.
نولس کلن طاهر خان وایي د ژوب په شادېزي کلي کې ماشومانو ته د زده کړو هیڅ ډول اسانیتا نه وه، ځکه یې هوډ کړی چې د کلي ماشومانو ته به پښتو او انګلیسي ژبه په وړیا توګه ورزده کوي. سالمین خپلواک ورسره خبرې کړي او د هغه پر هڅو یې راپور جوړ کړی.
د بلوچستان لورلایي سیمې اوسیدونکي سید خان په خپل کور کې د پخلي د سونګ موادو لپاره د غواګانو له فضله موادو بایو ګاز جوړوي. هغه وایي د سیمې د ځنګلونو ژغورلو په خاطر یې دغه کار ته ملا تړلې او غواړي له نورو خلکو سره هم پدې برخه کې مرسته وکړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان د پښتون ميشته سيمې لورلايي په کلتوري تالار کې د ولور پر ضد د مدني فعالانو غونډه وشوه چې پکې د يو شمېر نارینه وو تر څنګ ښځو هم ګډون درلود. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې دوی به د ولور خلاف د سيمې يوه لويه جرګه را بولي او د جرګې له لارې به ولور اسانه کوي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
د بلوچستان د لورلایي اوسېدونکې لېمه ناصر وایي د هنري فیشني توکیو د جوړولو سره یې له ماشومتوب څخه مینه درلودله او اوس د کورنۍ د غړو په هڅونه خپل هنري توکي د انټرنیټ له لارې آنلاین پلوري او خپل ژوند پرې چلوي.
د بلوچستان د ژوب په سیمه کې ځایي خلکو د نجونو او هلکانو لپاره د زده کړو مرکزونه خلاص کړي چې پکې ځوان کهول ته د ساینس، کمپیوټر او انګلیسي ژبې تر څنګ یو شمېر هنرونه ښودل کیږي. د مرکزونو بنسټګر وایي، زموږ د نفوس لویه برخه ښځې دي چې په هنرونو د دوي سمبالول به د قام بد اقتصادي وضعیت ښه کړي.
کراچۍ کې د افغان کډوالو کمپ کې یو شمېر دیني عالمان او د کمپ مشران وایي چې کمپ کې د ښوونځیو د نشتوالي له کبله د ماشومانو راتلونکي ته اندیښمن دي. دوی په چارواکو غږ کوي چې د دوی د ماشومانو، پېغلو او ځوانانو لپاره دې د زده کړو لا ډیرې زمینې برابشرې او د دوي راتلونکی دې وژغوري. سالمین خپلواک - امریکا غږ
نور پورته کول