په کراچۍ کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د سیند پولیس هغه افغان کډوال هم په زندان کې بندوي څوک چې «مهاجر کارټ» (Proof of Registration Card) لري. خو د سیند پولیس بیا وایي دوی یوازې هغه «غیر ملکي» کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د ډاکټرانو په وينا له افغانستان څخه هر کال يوازې پهکویټه کې شاوخوا ۳۵۰۰ د سرطان ناروغان ددې ښار په روغتونونو کې درملنه کوي. د هغوی په وينا تر دې ډېر نور د پېښور او د پاکستان په نورو روغتونونو کې ثبت کېږي. په کويټه کې د سرطان متخصص ډاکټر مهرالله ترين پرې خبرې کړي.
تېر کال سیلابونو د کراچۍ په افغان کمپ د ځاني زیانونو تر څنګ په سلګونو کورونه او جوماتونه هم ویجاړ کړل. دغه کډوال اندېښمن دي چې د اوبو مخه که پر وخت و نه تړل شي نو کمپ ته به یو ځل بیا لوی زیانونه ورسېږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
خاطره امین په کراچۍ کې میشته افغان کډواله ده چې د نجونو د زده کړو لپاره مدني فعالیت کوي. هغه چې د خپل فعالیت له کبله په جنیوا کې یو نړیوال کنفرانس کې ګډون لپاره انتخاب شوې خو اوس د کمپيوټري پاسپورټ نه درلودو له کبله بهر ته سفر نشي کولی. سالمین خپلواک - امریکاغږ
کراچۍ کې افغان سوداګر او په ځانګړې توګه افغان کېمپ کې د کباړ سوداګر ادعا کوي چې د سند ځایي سوداګرو له دوي څخه د کاروبار په لړ کې روپۍ تښتولي او ځایي چارواکو یې په بیرته ترلاسه کولو کې ورسره مرسته نده کړې. دوي وایي چې په کډوالۍ کې د بې وسۍ له دغه ژونده سخت کړیږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
په افغانستان کې تولید شوې غالۍ په پاکستان کې خورا مینوال او د پلور ښه مارکېټ لري. د غالیو له دې کاروبار سره د ډېری خلکو اقتصاد تړلی خو د طالبانو له لوري د وړیو او غالیو په صادراتو بندیز د دغو خلکو ورځنی عاید اغېزمن کړی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له کراچۍ څخه پرې راپور چمتو کړی.
د محبوب مندوخېل کورنۍ غوښتل چې هغه ډاکټر شي خو د نوموړي له پخلي سره شوق و. د دولسم ټولګي څخه د فراغت وروسته یې له کورنۍ په پټه اشپزي شروع کړه او اوس یې پکې د پوهنتون تر کچې زده کړې کړي دي. هغه د خپل ژوند په هکله د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک سره خبرې کړي.
د ارواپوهانو په وینا، د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کویټه کې د پارکونو د نشوالي له کبله یو شمېر ځوانان او ماشومان له رواني ناروغیو سره مخ دي. د پارکونو اهمیت ته په کتو، د کویټې یو ځایي اوسېدونکي د ماشومانو لپاره یو پارک جوړ کړی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې منیزه د مدافع وکیلې په توګه د سند په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو لپاره وړیا حقوقي خدمات وړاندې کوي. هغې تر اوسه د څه نا څه شپږ سوه افغان کډوالو قانوني دفاع کړې چې تر ۵۰۰پورې بندیانو سره یې د کراچۍ له زندانونو څخه په راخوشې کیدو کې مرسته کړي.
عصمت الله په کویټه کې میشت افغان کډوال دی. هغه په کباړ ټولولو سره ځانته د زده کړو زمینه او د کور ورځنی لګښت برابروي. عصمت د کډوالو د زده کړو پر ستونزو او په ټولنه کې د کډوالو پر وړاندې د چلند په اړه د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک سره خبرې کړي.
د کراچۍ په بیلابېلو سیمو کې افغان کډوال په سختو مزدوریو اخته لیدل کېږي چې ډېری پکې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه ياکستان ته تللي. دوی وایي چې پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله په ویره کې ژوند کوي او هیله لري چې افغانستان کې د کار زمینه ورته برابره شي او بیرته ستانه شي.
عبدالصمد امين او مېرمن سکينه امين په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان کراچۍ ښار ته له هيواده را کډه شول. هغوی د خپلو لوڼو د زده کرو لپاره سختې مزدوری وګاللې، ان تر دې چې هلمند کې یې ځمکه و پلورله او د لوڼو لپاره يې د ډاکټري او څلورو نورو لپاره يې د ماسټرۍ کولو زمينه برابره کړه.سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
په سند ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ په ۲۲م د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره وکړه او د اسناد لرونکو افغان کډوالو پر ضد یې د سند ایالت د حکومت عملیات وغندل. خو د سند پولیس وایي دوی یواځې هغه افغانان بنديان کړي چې قانوني اسناد نه لري.
د کراچۍ په کلفټن سیمه کې مشهور پښتون انځورګر جمال شاه د خپلو هنري اثارو نندارتون پرانیستي دی. هغه له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي چې د انځورګرۍ له لارې یې په پاکستان کې د پښتنو وضعیت نړۍ ته انځور کړی دی. نوموړی وایي هغه ادعا چې ویل کیږي په پښتنې ټولنه کې هنر ته په سپکه کتل د پردیو دسیسه ده.
په کويټه کې په خیمو کې پراته افغان کډوال ګیله من دي چې په سېلاب کې د هغوی کورونه وران شول خو دوي «هیڅ کومک نه دی لیدلی». دوی ګیله کوي چې پاکستان کې د قانوني اسنادو درلودلو سربیره نن په دغه سیمه کې ځورول کیږي او ورته ویل کیږي چې له دې ځایه ووځي. سالمین خپلواک امریکاغږ
افغان کډوالو پاکستان ته په کډه کیدو له ځان سره یو شمېر کسبونه او کارونه هم انتقال کړي چې له دې ډلې یې یو هم د کلچو پخول دي. ځایي خلک وایي چې د کلچو پخولو دغه کسب یې له افغانانو زده کړی او نن ورځ د ګڼو خلکو اقتصاد ورپورې تړلی دی. سالمین خپلواک - امریکاغږ
په کوټه کې افغان کډوال او سیاسي فعالان ادعا کوي چې د ګرانۍ په دې سختو حالاتو کې له افغان کډوالو سره د چارواکو لخوا بد چلند کېږي. محمد یوسف یو له دغو افغان کډوالو څخه دی چې د کور نفقه د خرګاډي چلولو له لارې پیدا کوي. سالمین خپلواک ورسره د افغان کډوالو په وضعیت خبرې کړي.
د بلوچستان قلعه سيف الله اوسېدونکی ۲۵ کلن اشرف خان په دې فکر چغاکه زده کړې چې د راتلونکو نسلونو لپاره د موسيقۍ دغه لرغونې آله ژوندۍ وساتي. اشرف او له هغه سره غاړچي ملګری محمد امين هڅه کوي چې د چغاکې له لارې د پښتني کلتور مثبت اړخونه ښکاره کړي. سالمين خپلواک - امریکاغږ
اختر محمد د افغانستان د سرپل ولایت څخه څلوېښت کاله وړاندې پاکستان ته را کډه شو. هغه د کډوالۍ په نوي ژوند کې د بې وزلۍ او نورو کاري فرصتونو نشتوالي له کبله دکباړ ټولولو کاروبار شروع کړ او په همدغه کاروبار کې ملیونر شو. سالیمن خپلواک پرې لنډه ویډیو جوړه کړې.
د طالبانو له لوري پاکستان ته د وړیو پر صادراتو لګیدلي بنديز په کويټه کې ميشتو یو شمیر افغان کډوالو میرمنو پر اقتصاد بد اغیز کړی. په کويټه کې د وړیو د پروسس د يوې فابريکې مالک ویره لري چې دغه بندیز ښایي د شاوخوا ۴۵ زره افغانانو نغري ساړه کړي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
نور پورته کول