د بلوچستان د لورلايي سیمه د اقليم بدلون له بد اغیز له کبله له سختې وچکالۍ سره مخ ده. د حکومت نه پاملرنې له کبله د لورلایي د مېختر سيمې دوه ځوانان د چاپېريال خوندي ساتلو په موخه له مزدورۍ وروسته بوټي لګوي، تخمونه پاشي، ونې ژغوري او د ښکار خلاف فعاليت کوي. سالمين خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د کوټې په سيمه کې د لوبو لپاره ځانګړو ميدانونو د نشتوالي له کبله ماشومان او ځوانان د چمن پرته ميدانونو کې لوبې کوي چې دغه کار د لوبغاړو په روغتيا ډېر لوی منفي اغېز لري. ډاکټران وایي په خاورو او دوړو کې لوبې کول لوبغاړي د سينې په انتاناتو او نورو بیماریو اخته کوي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
جميله عباسي شاوخوا ۲۵ کاله پخوا چې له کابل څخه کوټې ته کډه شوه، د افغان کډوالو ماشومانو لپاره یې د ښوونځي جوړولو خپل خوب ریښتیا کړ. اغلې عباسي له يوې خونې څخه پیل وکړ او په دغه ۲۵ کلن سفر کې یې تر اوسه له اتلس زرو ډیر محصلين وروزل. سالمين خپلواک - امريکاغږ
رود جوګېزی د بلوچستان يو داسې کلی دی چې له پېړيو راهيسې د مواصلاتي نظام نشتوالي له کبله له ټول بلوچستان ايالت پرې وو. روغتيا، تعليم، برېښنا او موصلات څخه بې برخې وو. څه موده کېږي چې ځوانان يې راغونډ شو او د مدني فعاليت له لوري يې سړک، برېښنا، تعليم او د صحت ادارې کلي ته برابرې کړې.
دروېش کاکړ د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی دی چې شاوخوا دېرش کاله يې د سندرو د زمزمې تر څنګ د کیسټونو پلورنځی هم درلود. نوموړی له «دروېش میوزک سنټر» څخه د «دروېش سولر سنټر» جوړولو ته کومو لاملونو مجبور کړ؟ پخپله له هغه څخه اوریدلی شئ. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان مېختر سيمه د ځلوبیو «جلېبي» لپاره ډیره مشهوره ده. د غرونو په منځ کې پرته دغه سيمه که څه هم له اقتصادي پلو وروسته پاتې ده خو د شاوخوا سیمو کې یې ځلوبۍ ځانګړی شهرت لري او ګڼو خلکو ته یې د کاروبار زمینه برابره کړې ده. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پرې ويډيو چمتو کړې.
ښادي خان بلوڅ د پښتو نامتو چغاکباڼي «لالې استاد» زوی دی. د خپل پلار په څېر په سيمه کې نوم او مينوال لري. پلار او زوی شاوخوا ۸۵ کاله د چغاکې غږولو له لارې د پښتو کلتور او ثقافت د ترویج په برخه کې خدمت کړی. که څه هم نوموړی په خټه بلوڅ دی خو وايي د پښتنو دغه ثقافت يې خپل کړی او خدمت ورته کوي.
د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د ټرېورټين ډبرې پرې کولو او د پاکستان نورو سیمو ته یې د لیږلو چارې په بیلابیلو فابریکو کې تر سره کیږي. سالمین خپلواک د دغې تیږې یوې فابریکې له کارکوونکو سره د دغې تیږې خصوصياتو او د کاریدنې په بیلابیلو اړخونو خبرې کړي دي.
د پښين "ګلاب هوټل" سل کلن زوړ رستورانت دی چې په سيمه کې د ښه روش لپاره خورا مشهور دی. د رستورانت مالک وایي چې پخوا به له افغانستان څخه هم ګڼ شمیر کسان دغه رستورانت ته راتلل خو اوس په پولې د محدودیتونو له کبله یې د افغان مشتریانو شمیر کم شوی دی. سالمين خپلواک - امريکا غږ
د بلوچستان په لورلايي سيمه کې د سپتمبر په ۲۳ (تلې لومړۍ نیټه) د «پښتون کلتور ورځ» په کلتوري رنګونو ونمانځل شوه. ددې ورځې په ویاړ ځوانانو او پيغلو په اتڼونو او کليوالو په بانډارونو خوشالۍ وکړې. سالمین خپلواک - امریکاغږ
افغانستان کې د نظام له بدلیدو سره ګڼ شمیر ځوانان پاکستان ته کډه شول چې په بیلابیلو برخو کې په درنو او شاقه کارونو بوخت دي. یو له هغو محمد داوود دی چې کوټه کې په نانوایۍ کې ډوډۍ پخوي. وایي اختر وي که جمعه، يو ورځ يې رخصتۍ نه وي او لکه د ګڼو نورو ځوانانو ښایي د همدغه تنور پر غاړه به یې ګیره سپينه شي
آب جوش د مميزو يو ډول دی چې د افغانستان په څېر په کوټه کې هم تياريږي چې ددغې پروسې پر وخت افغان کډوالو ته د کور په څنګ کې د کار زمينه هم برابره شي. آب جوش هند ته صادر کېږي چې هلته بيا ترینه بيلابېل مشروبات جوړېږي. سالمين خپلواک - امريکا غږ
په بلوچستان کې ډېری افغان ماشومان په شاقه کارونو ليدل کېږي. د انفلاسيون له کبله د ماشومانو د مزدورۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي چې په ښوونځيو کې د ماشومانو په حاضرۍ يې هم بده اغېزه کړې ده. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د کوټې په يو ښوونځي کې د پنځم ټولګي افغان ماشوم زده کوونکي په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو ستونزو په اړه ګڼې مقالې لیکلي او په دغه برخه کې ښه تقریر هم کولی شي. هغه غواړي چې د تقریر په بلابیلو سیالیو کې برخه اخیستو سره دغې د کډوالو ځینو ستونزو ته د خلکو پام واړوي. سالمين خپلواک- امریکاغږ
پښين کې د افغان کډوالو په یو کمپ کې نجونو لپاره د مسلک او کارموندنې په هکله سيمينار ته تیاری نيول شوی. د کډوالو د حقونو مدني فعال سعدالدين سعد وايي چې تر څو نجونې لوړې زده کړې و نه کړي، جمهوريت، سوله او سوکالي نشي راتلای. سالمين خپلواک - امريکا غږ
په کویټه کې د افغان کډوالو د کمپونو په ښوونځيو کې اوس د پاکستان درسي نصاب پرمخ بیول کېږي چې ښوونکي او زده کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي. د امريکا غږ خبريال، سالمين خپلواک په سرانان کمپ کې له یو ښوونکي سره په همدې اړه خبرې کړي.
په کوټه کې د پېغلو او ځوانانو لخوا د انځورګرۍ د یو درې ورځني نندارتون لپاره تیاری نيول شوی. دا لومړنی نندارتون دی چې د اشر له لارې تنظيم کیږي. د نندارتون منتظم، کامل خان کليوال وایي چې هغوی به په راتلونکي کې د موسيقۍ پروګرامونه هم په اشر کوي او له دغه لارې غواړي هنر او پښتو ادبیاتو ته وده ورکړي.
د پښين په سرانان کډوال کمپ کې افغان کډوال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبې کتلو ته راټول شوي. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک يې لیدو ته ورغلی دی.
کویټه کې ښځینه فوټبال لوبغاړې له حکومت څخه ګیله کوي چې هغوی ته یې اسانتياوې نه دي برابرې کړي، افغان کډوالې نجونې بیا په افغانستان کې د نويو واکمنانو لخوا د شپږم ټولګي پورته نجونو په درس بنديز او ښځو ته د لوبو په ډګر کې د ورپېښو مشکلاتو باندې خفګان څرګندوي. سالمين خپلواک - امریکاغږ
په کوټه کې ګڼ شمیر افغان ماشومان د خښتو په بټيو کې کار کوي. که څه هم د ماشومانو په مزدوري په نړيواله کچه بنديز دی خو يو پلو ته بې وزله ورځ او بل پلو ته د کډوالو دپاره د وړیا زده کړې نشتوالي له کبله دغه ماشومان مجبور دي چې تر خپل توان دروند کار ته لاس واچوي. سالمين خپلواک پرې راپور جوړ کړی
نور پورته کول