پداسې حال کې چې د موبایل تیلیفونونو په پءمختګ سره تر ډیره ځوانان په مختلفو لوبو او سرګرمیو بوخت دي، د بلوچستان په موسیٰ خېل سیمه کې یو شمیر ځایي مشران د ساعت تېري لپاره لاهم د قطار په نامه دودیزه لوبه کوي. دوی وایي چې د قطار په کولو سره په رواني توګه تازه وي.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه موسیٰ خېل کې د یو رستوران مزدورانو د پښتو لیک لوست زده کړې پيل کړي. دوی د خپل ځوان ښوونکي منندویه دي چې په وړیا توګه د سیمې خلکو ته د پښتو ژبې د لیک لوست زده کړې کوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې رپوټ لري.
په ژوب کې یو شمېر ځوانان د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اختر د قرباني شویو پوټکي ټولوي. دوی دغه پوټکي او څرمنې پلوري او پیسې یې په ژوب کې «پښتونخوا د وینې بانک» ته ورکوي چې ناروغانو ته د وړیا وینو د ورکولو بندوبست کوي. نور حال د سالمین خپلواک په راپور کې؛
د کویټې په “بوسه منډۍ” سیمه کې د لوی اختر لپاره د مالونو لویې منډۍ لګېدلې چې پکې د پلورونکو او پېرودونکو لوی شمېر افغان کډوال دي. پدې منډۍ کې یو شمېر افغان کډوال وایي چې په پاکستان کې د انفلاسون له کبله یې د اختر چمتوالی اغېزمن شوی.
موسی خېل سیمه د بلوچستان هغه پښتون میشته سیمه ده چې د اټکل له مخې یې د ۹۰ سلنه خلکو اقتصاد په مستقیم او غیر مسقیم ډول له مالدارۍ سره تړلی دی. سالمین خپلواک ددغې سیمې له یو بزګر، لوستي ځوان او د حیواناتو د پاملرنې د چارو مسولینو سره د مالدارۍ په ستونزو غږیدلی.
د کویټې اوسېدونکی ذبیح الله وایي هغه د انټرنېټ له لارې د موټرو د ترمیم هنر زده کړی. هغه زیاتوي که ځوانان وغواړي له انټرنېټ څخه هنرونه زده کولای شي او له همدې لارې ځانته د معاش ګټلو زمینه برابرولای شي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان حکومت د نړیوال بانک په مالي مرستې ددې ایالت په یو شمېر سیمو کې د “Balochistan Livelihood Entrepreneurship Project” په نامه یوه داسې پروژه پېل کړې چې ځوانان د هنرونو د زده کړو ترڅنګ د آزاد کاروبار خاوندان کیږي. د سیمې یو شمېر ځوانان خوشاله دي چې ددغو پروژو په مرسته د کاروبار خاوندان شوي.
د کويټې د یو شخصي روغتون مالک ډاکټر سهېل خان، چې په امریکا کې یې په قلبي ناروغیو کې لوړې زده کړې، کړي اعلان کړی چې، د نورې نړۍ په پرتله د افغان او ځایي ماشومانو د زړه د رنځونو لوړې کچې ته په کتو غواړي د زړه په رنځ اخته بې وزله ماشومانو وړیا درملنه وکړي.
له تېرو دریو ورځو راهیسې په چمن کې د پرلتوالو او پاکستاني ځواکونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځته شوی چې په پایله کې یې دواړه لوري ادعا کوي چې کسان یې ژوبل شوي. په همدې لړ کې د چمن پرلت په ملاتړ کې یو شمېر پښتون ملتپاله ګوندونو په کويټه کې احتجاجونه هم کړي. نور حال د سالمین خپلواک په راپور کې:
د بلوچستان د موسی خیل کلي اوسېدونکی ۱۳ کلن شوکت خان په غبرګو پښو معیوب دی. هغه پدې وروستیو کې په لومړي ځل وروسته له هغې ښوونځي کې داخله واخیسته چې د تګ راتګ لپاره یې کورنۍ ورته یو خر واخیست. سالمين خپلواک ورسره غږیدلی او د هغه له محرومیته ډک ژوند کیسه یې راسپړلې.
د کویټې اوسېدونکی سکندر اکرم وایي که څه هم چې اردو ژبې دی، خو غواړي د کوزې پښتونخوا طبعي او کلتوري ښکلا پر ټولنیزو رسنیو د "موټو ویلاګنګ" له لارې نړۍ ته ور وپېژني. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د کویټې په یو دولتي ښوونځي کې "د نابینایانو لپاره د غږ ټولنې" مشر حمیدالله سیال کاکړ د حکومت په مرستې سره ځایي ځوانانو او افغان کډوالو نابینا ځوانانو ته په وړیا توګه د موسیقۍ زده کړې پېل کړي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د لورلایي اوسېدونکی محمد عمران وایي چې له یوټیوب څخه یې د ویډیو ګېمونو جوړولو زده کړې ترلاسه کړي او دا مهال یې لدې لارې ځانته د معاش ګټلو زمینه برابره کړې. سالمین خپلواک پر انلاین بڼه د کار کولو پر ارزښت ورسره خبرې کړي.
د کوزې پښتونخوا د ژوب د برنج کلي اوسېدونکې بلقیس "ادکه" وایي چې اوس هم کله نا کله د مېچنې څخه کار اخلي. د نوموړې په خبره، د پلرونو له وخته یې په کور کې مېچن خوندي ساتلې. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک، برنج کلي ته تللی او دغه رپوټ یې برابر کړی دی.
د پښین د یارو سیمې یو اوسېدونکي په خپل کور کې د غواګانو له فضله موادو بایوګاز او برېښنا جوړه کړې. په خبره یې، د بایوګاز د تولید په اړه د امریکاغږ د یو راپور کتلو وروسته دغې پروژې ته هڅېدلی. سالمین خپلواک پرې راپور لري.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه "قلعه سیف الله " کې د موسیقۍ زده کړې ورځ تر بله وده مومي. د موسیقۍ په زده کړو کې بوخت ددې سیمې ځوانان وایي چې د خنډونو برسېره د موسیقۍ بهیر مخ پر وړاندې وړي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه لورلایي کې اکثر افغان کډوال وایي چې خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته په ستنېدو ځکه ندي خوښ چې په خبره یې، ځایي خلک یې په غم او خوشالۍ کې ورسره شریک دي. د ځایي اوسېدونکو او افغان کډوالو تر منځ د وروولۍ نور حال پدې راپور کې کتلای شئ.
د بلوچستان د لورلایي پوهنتون ځینې محصلین او استادان د پوهنتون د سمسورتیا او لا ښکلا په خاطر د رخصتۍ په ورځو کې په رضاکاره توګه په خپل پوهنتون کې وړیا کارونه کوي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک د ټولنې په پرمختګ کې د رضاکاره کارونو پر ارزښت د یاد پوهنتون له استادانو او محصلینو سره غږېدلی.
ډاکټر سهېل خان هغه پښتون ځوان دی چې په امریکا کې یې د ارام ژوند پر ځای په کویټه کې د خپل ولس د خدمت کولو هوډ کړی دی. هغه په کویټّ کې یو داسې روغتون جوړ کړی چې ښایي د پاکستان یو له پرمختللیو روغتونونو څخه وي چې د روغتیا په نړیوالو معیارونو برابر دی. په اړه یې دا رپوټ وګورئ:
په دې بوخت وخت کې لا هم داسې کسان شته چې خپل وخت او هنر دواړه یې خلکو ته د خدمت لپاره وقف کړي دي. د بلوچستان د پښتون میشته سیمې 'خانوځي' اوسېدونکی بلال احمد یو له دغو کسانو څخه دی چې په یاده سیمه کې د خیاطۍ له لارې د بیوزلو کسانو لپاره په وړیا توګه نوې او ښکلې جامې ګنډي
نور پورته کول