په کویټه کې یو شمېر افغان نانوایان وایي چې دوي د پاکستان د سختو پالیسیو له کبله اړ شوي چې ویزه په پیسو واخلي او پاکستان کې مزدوری لپاره هم په پاسپورټ تګ راتګ وکړي. دوي د ویزو له لوړو بیو شکایت لري او له چارواکو په دغه برخه کې د ځینو بدلونونو غوښتنه کوي.
نن د مۍ ۲۰مه د کوزې پښتونخوا افغان ملتپاله مشر عبدالرحیم مندوخېل اووم تلین دی. مندوخیل له مرګ وروسته د هغه سیاسي فعالیتونو له کبله په «افغان بابا» نومول شوی و. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په اړه دا راپور چمتوکړی.
د بلوچستان د خانوځي سیمې اوسېدونکی عبدالحق جان د سپرلۍ لپاره اس خوښوي. هغه زیاتوي چې لرې پرتو سیمو ته هم پر اس تګ راتګ کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
موڅې(سنګرک) یوه دودیزه لوبه ده چې په کاڼو ترسره کېږي. د کوزې پښتونخوا په ډېری کلیو کې کلیوال ځوانان او مشران مازیګر مهال پدې لوبه کې بوخت ښکاري. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک د ژوب له "وله اکرم" کلي څخه پر"موڅې" دغه ویډیو رالېږلې.
فدا محمد دومړ د کویټې د کچلاک سيمې اوسېدونکی دی چې د کراټې د رزمي ورزش په ګڼو نړيوالو سياليو کې د پاکستان استازيتوب کړی او مډالونه یې ګټلي دي خو اوس ګیلمن دی چې حکومت یې هڅه او زیار ستایلی ندی او د خپل سپورتي کلب په فعال ساتلو کې یې ورسره هیڅ ډول مرسته نده کړې.
کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د اوبو له کمښت سره د مخ شوې بلوچستان پښتون میشته سیمه د زیتون اونو کرلو ته مناسبه ده. په همدې اړه په لورلایي پوهنتون کې د محصلینو او ښوونکو لخوا د زیتون د کرکیلې او پاملرنې پر ارزښت سیمینار تر سره شو چې سالمین خپلواک پرې لنډه ویډیو چمتو کړې.
د بلوچستان د پښتون میشته سیمې خانوځي اوسېدونکي عجب خان وایي په خپل کور کې یې د ویلډنګ داسې آله جوړه کړې چې د کور په برېښنا هم کار کوي. سالمین خپلواک پرې لنډ راپور لري.
د ژوب "تکۍ" کلي اوسېدونکی شاه فیصل وایي په ماشومتوب کې ګوزڼ وهلی دی. سره ددې چې ګوزڼ هغه په دواړو پښو معیوب کړی دی، خوهغه خپل همت نه دی بایللی. نوموړی د خیاطۍ ترڅنګ کروندګر هم دی او لدې لارې یې ځانته د ګټې او نفقې پیدا کولو زمینه مساعده کړې ده.
د بلوچستان لورلایي په غزګۍ کمپ کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د «اختریز ټورنمنټ» په نامه د کمپ ځوانان د کرکټ لوبو لړۍ پیل کوي چې د هغو په وینا موخه یې د ځایي اوسېدونکو او افغان کډوالو تر منځ مینه او وروولي رامنځته کول دي.
د بلوچستان د لورلایي په کټوۍ کمپ کې میشت ډیری افغان کډوال وايي چې دوي نور په پاکستان کې ژوند نه شي کولای. دوی د پاکستان د حکومت څخه غواړي چې دومره مهلت دې ورته ورکړي چې په کې دوي خپل کاروبارونه راونغاړي او په جبري توګه دې د دغې چارې بشپړیدو پورې نه ستنوي.
د پښين په سرخاب کمپ کې ميشت افغان کډوال وايي چې د کورنیو ځینې غړي یې د کډوالۍ افغان کارتونه لري او ځینې نور یې بيا د ملګرو ملتونو لخوا ورکړل شوي "PoR" کارټونه لري چې اوس د پاکستان حکومت د دواړو کارتونو لرونکو په وړاندې جلا پالیسۍ اعلان کړي. سالمین خپلواک د دغو پالیسو په اغیز ځینو کډوالو سره غږیدلی.
د کويټې پریس کلب مخې ته د بلوچستان د سوداګرو اتحادیې تر نظارت لاندې، نن یوه احتجاجي غونډه وشوه چې پکې د چمن پرلت د ملاتړ ترڅنګ، افغانستان ته پر پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه وشوه. تفصیل یې د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په رپوټ کې کتلای شئ.
د کویټې په 'سرکي روډ' کې افغان کډوالو د سبزۍ یوه پخوانی منډيي د وچې میوې د پلورلو په یو داسې بازار بدله کړې چې د کویټې ګڼ شمېر ځايي اوسیدونکو ته یې د کاروبار زمینه برابره کړې ده. خو د پاکستان د حکومت لخوا هېواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنولو دریځ، ځايي اوسیدنکي انديښمن کړي دي.
د بلوچستان د پښتون ملتپاله ګوندونو سره تړلي ځوان فعالان او سوداګر د افغان کډوالو په جبري توګه افغانستان ته ستنول غندي. د کویټې سوداګر بیا وایي چې د کډوالو د ستنولو له کبله یې کاروبار ټکنی شوی دی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له بلوچستان څخه د ځوانانو نظرونه راسره شریکوي.
د کويټې د کچلاک سیمې اوسېدونکی نصیب خان وایي، ټول ژوند یې د انځورګرۍ له لارې د افغاني کلتور خوندیتوب لپاره کار کړی او تل یې هڅه کړې چې د کلتور د ښکلا او مثبتو اړخونو ترڅنګ د دغې ټولنې هغه ناویلې د انځور په ژبه رسم کړي، چې دغه ټولنه ورڅخه کړیږي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د بلوچستان ایالت د ژوب اړوند د شیخانو په سیمه کې شېرینه د خپل خاوند په ملاتړ د یو سینګارتون په جوړولو سره نه یوازې ځانته کاري فرصت برابر کړې، بلکې له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې ګټلو زمینه هم هواره کړې ده.
په جنوبي پښتونخوا مشهوره د بلوچستان په پښتون میشته سیمه کې ښوونکي او د ماشومانو پلرونه غوښتنه کوي چې د هغوی ماشومانو ته دې زده کړې په مورنۍ ژبه کې ورکول کېږي چې د ماشونو یې له زده کړو سره مینه پیدا شي او ورسره یې تخلیقي وړتیاوې رابرسېره شي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
محمد ظاهر د پښين په سرخاب کمپ کې ميشت افغان کډوال دی. په خبره يې ډیر پخوا یې افغانستان لپاره د امریکاغږ له رادیویي خپرونو څخه د افغان سندغاړو سندرې اورېدلې او هم له دې لارې يې نه يواځې له سندرو سره مينه پيدا شوه بلکې اوس په بنډارونو کې د بيلابېلو سندرغاړو په غږ کې سندرې هم زمزمه کوي.
د کوزې پښتونخوا ځوانان وایي چې په ژوب او ګڼو نورو سیمو کې د موسیقۍ د هر ډول کنسرت او بنډار په سندرو کې د افغانستان له یادونې پرته نیمګړی دی. سالمین خپلواک د ژوب په ګړدې بابړ سیمې کې له یو کنسرت څخه لنډه ویډیو چمتو کړې چې پکې د افغانستان سندرې زمزمه کیږي.
د ژوب اوسېدونکی نجیب الله مندوخیل په خپل کور کې غوړي د وزې له پوستکي جوړې کڅوړې کې ساتي چې وزنه یا مشکوله یې هم بولي. هغه وایي چې نن سبا خلکو له پلاستیک جوړو قوطیو او ډبو ته مخه کړې خو دی لا هم په طبیعي لارو چارو باور لري. سالمین خپلواک - امریکا غږ
نور پورته کول