د بلوچستان ایالت د پښین ولسوالۍ په سرخاب کمپ کې میشت افغان کډوالو د یوې پراخې غوندې په ترڅ کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د "اې سي سي" کارټ لرونکي کډوال دې په جبري توګه افغانستان ته په ستنېدو نه مجبوروي.
د «سجاول سویټس» په نامه د خوږو د یو پلورنځي مالک وایي چې له تیرو سلو کلونو راهیسې په سیمه کې د جلېبیو ترڅنګ نور خواږه توکي تیاروي چې په سیمه کې خورا مینوال لري.
د کوزې پښتونخوا د ژوب او شاوخوا سیمو ډاکټران د اختر رخصتۍ پرمهال چې کله خپلو کلیو ته ورشي نو د رخصتۍ دغه شېبې د خلکو په وړیا درملنه کې تېروي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک د دغو ډاکټرانو پر خدمتونو راپور چمتو کړی.
د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې د اختر په ورځو کې ځوانان او مشران له اتڼ سره غاړې کوي. په ژوب کې ځوانان وایي چې ددغه دود د ژوندي ساتلو په موخه غاړې زده کوي او په اختر کې یې زمزمه کوي. زموږ همکار سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
د بلوچستان د لورلایي په کټوۍ کمپ کې میشت افغان کډوال وایي چې د روژې ټوله میاشت یې په وېره کې تېره کړې او اختر ته یې هیڅ ډول چمتوالی ندی نیولی. دوي یې علت د ACC کارټ لرونکو کډوالو د ایستلو په اړه د اسلام آباد اعلان شوې تګ لاره بولي.
د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې ځوانان او کمکیان د اختر په ورځو کې په راز راز دودیزو او تفریحي پروګرامونو کې برخه اخلي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له ژوب څخه دغه ویډیو رالیږلې، چې په کې دغه دودیزې لوبې او پروګرامونه انځور شوي دي.
د ګرانۍ او توکو لوړو بیو سربیره نن سبا د تېرو کلونو په څېر د کویټې په بازارونو کې د ځوانانو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ځوانانو سره د اختر لپاره سودا اخیستو او چمتووالي په اړه غږیدلی.
د روژې میاشتې له راتګ سره سم د کویټې یو شمېر ځوانانو له ماښام څخه تر پیشلمي پورې رستورانونو کې ناستې پېل کړي چې په کې سنوکر، د لډو، کرمبورډ او نورې لوبې شاملې دي. دغه ځوانان خوشاله ښکاري او زیاتوي چې کرۍ میاشت له شپې وخت یې محفلونه تازه وي.
په کویټه او شاوخوا سیمو کې که له یو پلو ځوانان د لډو په لوبې او ټوکو ټکالو شپه تر پېشمني ویښه تیروي بل پلو ځینې دغه ځوانان تر پېشمني شپه په زده کړو تېروي. دوی پر پیلابېلو سیاسي او تاریخي موضوعاتو یو بل سره موندنې شریکوي او کرۍ شپه لیکچرونو ته غوږ نیسي.
د بلوچستان په ژوب او شاوخوا سیمو کې خیاطان وایي چې هغوی په روژې میاشت کې له دوو تر دریو ساعتونو پورې خوب کوي او نور ټول وخت کار کوي. دوی له حکومت څخه ګیلمن دي چې د برېښنا د کمښت ستونزه نه حل کوي چې د دوی پر کار وبار یې ناوړه اغیز کړی دی.
د بلوچستان په پښتون میشته سیمه ژوب کې ګڼ شمېر ځوانان په روژه کې د سیمې د سیاحت مشهور ځای ته ځي، ټوله ورځ هلته تېروي او د روژې په ټوله میاشت کې هلته تر روژه ماتي پورې مېلې کوي.
د ډاکټرانو په وینا د روژې میاشتې له راتګ سره سم په کویټه او شاوخوا سیمو کې د پښتورګو په بیماریو د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راځي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک له ډاکټرانو او دیني عالمانو سره د پښتورګو په بیمارویو اخته کسانو باندې د روژې نیولو پر اغېزو خبرې کړي.
په کویټه کې د روژې په میاشت کې د خوږو خوراکي توکیو استعمال ډېریږي چې ورسره سم، د ډاکټرانو په وینا، د شکرې په ناروغیو کې هم زیاتوالی راځي. دا چې روژه کې کوم خوراکونه باید وشي؟ سالمین خپلواک یې په اړه دغه راپور چمتو کړی.
د روژې په میاشت کې د کوټې ځوانان کرۍ شپه په ویښه او ورځ په خوب تېروي. د کارپوهانو په وینا دغه کار په کويتې او شاوخوا سیمو کې نن سبا په یو دود بدل شوی. د رواني ناروغیو متخصصین دغه دود یو رنځ بولي چې د سیمې ځوانان یې په رواني ناروغیو اخته کړي. سالمين خپلواک- امریکاغږ
د بلوچستان ايالت مرکزي ښار کويټه چې د کوزې او برې پښتونخوا د پرګنو سربیره د بلوچانو او ګڼو نورو توکمونو کوربه دی، د روژې په مياشت کې يې بازارونه هم په بيلابېلو خوراکونو رنګېن وي. سالمین خپلواک یې د ځینو مشهور خوراکونو لنډه ویډیو چمتو کړې.
په کويټه کې د افغاني دوديزو جامو پلورونکي وايي چې د افغاني دوديزو جامو اکثر پېرودونکي يې هغه پنجابي او سندي سیلانیان دي چې کويټې ته راځي. پدغه ویډیو کې چې د امریکاغږ خبریال، سالمین خپلواک رالیږلې، په کې د افغاني دوديزو جامو پېرودونکي انځور شوی دی.
د بلوچستان پوهنتون استادانو او کارکوونکو له تېرو پنځلسو ورځو راهیسې د پوهنتون مخې ته پرلت وهلی. دوی ادعا کوي چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې حکومت معاش ندی ورکړی. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک ورسره د هغوی پر ستونزو خبرې کړي.
۲۴ کلن محمد یوسف د بلوچستان په لورلایي کې میشت افغان کډوال دی. په خبره یې، له نورو سره د کار کولو محدودیتونه یې خوښ نه وو ځکه یې په انلاین بڼه د آزاد کار اراده وکړه. هغه خوشاله دی چې په لنډ وخت کې ډیجیټل پروډیوسر شو او له دې لارې پرته له کوم محدودیته ځان ته معاش ګټي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په کویټه کې یو شمېر ځایي اوسېدونکي د بې وزلو په خاصه توګه کارګرو لپاره د سړک پر غاړه د روژې ماتې بندوبست کوي. دوی وايي چې پاکستان کې ګراني دومره ډیره شوې چې په روژه کې بې وزله کارګر نشي کولای ځانته روژه ماتی برابر کړي.
د بلوچستان د لورلايي د کټوۍ کمپ کې ميشت افغان کډوال، وهاب غيرت کلونه وړاندې په يوه ترافيکي پېښه کې معلول شو. نوموړی وايي، معلول شوې دی، خو خپل همت يې له لاسه ندی ورکړی. له همدې امله یې بل چا ته د لاس نيولو پر ځای، کار ته خپله ماتې ملا تړلې.
نور پورته کول