روغتیاپالان د کبانو خوراک د روغتیا لپاره ګټور بولي خو داسې بریښي چې په پښتني ټولنو کې د کبانو خوراک ډیر شهرت نه لري. دا چې پدې ټولنو کې د کبانو استعمال ولې کمرنګه دی؟ سالمین خپلواک پرې روغتیاپالانو او د کویټې ځینې اوسیدونکو سره غږیدلی.
په کویټې کې د یو رستوران څښتن وایي، کله چې په کویټه کې د یو رستوران فعالیت مخ په ځوړه شي او د مشتریانو په شمېر کې یې کموالی راشي، نو هغوی د خپل کاروبار د بیا غوړیدو لپاره له افغانستان څخه اشپزان راوغواړي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان په قلعه سیف الله کې میشت یو افغان کډوال چې دوې ماسټرۍ لري، خو په خبره یې، له هغه ځايه چې افغان کډوالو ته د پاکستان په حکومتي ادارو او موسسو کې د کار کولو اجازه نشته، نو ځکه اړ شوی چې د چرګانو فارم پرانیزي. سالمین خپلواک – د امریکاغږ
په کویټه کې میشت یو افغان کډوال یو داسې رستوران پرانیستی، چې ځانګړی جوړښت او افغاني خواړه یې د کويټې اوسیدونکې ځانته ور بولي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
په بلوچستان کې د لورلایي ملاخېل اباد اوسېدونکي، ددغه سیمې ماشومانو ته چې ډېرې يې نجونې دي، د کلي په جومات کې د وړیا زده کړې ورکولو لړۍ پیل کړې ده. دوی غواړي د کلي نجونه یې عصري زده کړې ترلاسه کړي او پدې لړ کې د حکومت له لوري د پاملرنې غوښتنه کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د کويټې پریس کلب په تالار کې د «پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند» تر نظارت لاندې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځ نمانځغونډه وشوه چې پکې د سیاسي فعالانو ترڅنګ د پښتو ژبې او ادبیاتو ښوونکو او محصلینو ګډون درلود. نور حال له کويټې څخه د سالمین خپلواک پدې راپور کې؛
د بلوچستان د قلعه سیف الله سیمې د دوو هنرمندانو تجربه اورئ چې لومړی یې پر ټولنیزو رسنیو د ټوکو ټکالو ویډیوګانو جوړولو له لارې شهرت وموند او ورپسې یې په انلاین بڼه کاروبار پېل کړ چې په خبره یې، اوس خورا اقتصادي ګټې ترلاسته کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د شمېرو له مخې پاکستان کې ترسره شوېو ټاکنو کې ګڼ شمیر ځوانانو ګډون کړی و. خو د ټاکنو وروسته د کويټې په بیلابیلو برخو کې ځوانان سړکونو ته راوتلي او تور پورې کوي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي چې د پاکستان د ټاکنو کمیسون یې ردوي. سالمین خپلواک پرې راپور لري.
په کویټه کې ځوانانو د خپلو غرونو د سمسورولو په موخه د نیالګیو کېنول پېل کړي. دوی دغه کار په اشر کوي چې د ایالت له بیلابېلو سیمو څخه ځوانان یې مرستې ته ورځي. نور جزیات د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک پدې راپور کې؛
د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې په توګه په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د کوزې پښتونخوا د لرې پرتو سیمو خلک وایي اوس هم د کره مالوماتو او خبرونو لپاره راډیو اوري. سالمین خپلواک د بلوچستان لورلایي په کټوۍ کمپ کې د راډیو له یو شمیر مینوالو سره لیدلي.
د بلوچستان د ژوب اوسېدونکی شکور اخونزاده له پلي تګ او غرختنې سره مینه لري. وایي یوازې په ۲۰۲۳ کال کې یې پنځه میليون ګامه پلی تګ کړی. هغه زياتوي چې پخوا په ژور خپګان اخته و خو له ورزش او غرختنې سره يې دا ناروغي ختمه شوې. خبريال سالمين خپلواک ورسره ليدلي او دغه لنډه ویډیو يې پرې چمتو کړې.
د بلوچستان د لورلايي په غزګۍ کمپ کې هټيوال او کسبګر وايي چې افغانستان ته د کډوالو له جبري ستنولو وروسته د هغوی کاروبار هم ډیر اغیزمن شوی دی. دوی د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کوي چې قانوني اسناد لرونکو افغان کډوالو ته دې پدغه هېواد کې د ويزې پرته د اوسیدو استانتياوې برابر کري.
پاکستان کې د روانې فبرورۍ میاشتې پر اتمه نېټه په کېدونکو ټاکنو کې په لومړي ځل رایې وروکونکي ځوانان او پېغلې د کومو لومړیتوبونو په اساس رایه ورکوي؟ ځوابونه یې د سالمین خپلواک پدې راپور کې کتلی او اوریدلای شئ.
د بلوچستان په پښتون ميشته سيمه لورلايي کې د ابراهيم ارمان لوڼي نمانځغونډې ترسره شوې چې پکې د سيمې بيلابېلو سياسي او ادبي فعالانو ګډون کړی وو. د امريکا غږ خبريال سالمين خپلواک پر دغو غونډو یو راپور لري چې دلته یې کتلی شئ:
په لورلایي کې میشت یو افغان کډوال چې په کسب موچي دی، وایي چې په پاکستان کې ورځ تر بلې د ګرانۍ په زیاتېدو حیران دی چې د کور ورځنی لګښت څنګه پوره کړي. هغه زیاتوي چې دی او ده ته ورته ګڼ شمیر کډوال دا مهال د ډاکټر د فیس برابرولو ته حیران وي.
په «سندل» مشهوره خواږه چې له شنو چایو سره خوړل کېږي دا مهال د لورلایي په کټووۍ کمپ کې تیارېږي. ځایي اوسیدونکي وایي چې ښایي په لورلایي کې دغه کسب لومړي ځل افغان کډوالو پیل کړی وي چې نن سبا خورا ډير مینوال لري.
د کویټې اوسېدونکی علي مدد وایي یواځینی موچي دی چې په سیمه کې ښځو ته د هغوی د خوښې پیزار ور جوړوي. که څه هم د موچیانو پر کاروبار برانډونو ناوړه اغېز کړی خو علي مدد خوشاله دی چې اوس هم ډېری ښځې د دوی د لاس جوړ شوي پیزار خوښوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
محمد حسن د لورلایي په کټوۍ کمپ کې اوسیږي او د تنورونو جوړولو کسب کوي. وايي په شاوخوا سیمو کې د میشتو افغان کډوالو لپاره تنورونه جوړوي. حسن زیاتوي چې پدغه سیمه کې د تنورونو جوړوونکي او کاروونکي ټول افغان کډوال دي. سالمین خپلواک – امریکا غږ
د بلوچستان په لورلايي کې ميشت دغه سپين ږیری افغان، رحیم ځدران نومیږي چې په خبره يې، د خپل عمر څلور لسيزې يې په کډوالۍ کې د خپل افغان هويت او افغاني دوديزو ګاڼو په خوندي کولو کې تېرې کړي او هیڅکله يې هم د پاکستاني تابعيت د اخيستلو هڅه نده کړې. سالمين خپلواک ورسره خبرې کړي.
د کویټې اوسېدونکی برکت علي هغه انځورګر دی چې په انلاین بڼه د نړیوالو شرکتونو سره په بیلابیلو پروژو کې کار کوي. نوموړی وايي، چې اوسمهال یې لسګونو ځوانانو ته د دغه هنر (ډیجیټل انځورګرۍ) او په انلاین بڼه د کاروبار د زده کړی زمینه برابره کړې ده. سالمین خپلواک - امریکا غږ
نور پورته کول