په کویټه کې پښتون ملتپاله ګوندونو او د زده کړو بیلابیلو سازمانونو لخوا احتجاج ترسره شو چې پکې له زده کړو څخه د افغان کډوالو زده کوونکوبې د برخې کېدو پر ضد ویناوې وشوې.
۱۲ کلنه نتاشه د بلوچستان پښتون ميشته سيمې قلعه سيف الله اوسېدونکې ده. هغه په فارسي کې په روانه ژبه خبرې کوي. نوموړی وايي، فارسي ژبه یې د تلويزيون د روزنیزو پروګرامونو په مرسته زده کړي دي. سالمین خپلواک- امریکاغږ
رازق زيارمل د لورلايي ځايي اوسېدونکی دی. هغه يو شمېر هغو هنرونو ته د ځوانانو پام اړول غواړي چې لا تر اوسه، د هغه په خبره ځوانان يې په زده کولو شرمېږي.
د بلوچستان ايالت په پښتون ميشته سيمو کې د ښځو لپاره د ځانګړيو کتابتونونو نه شتون يو شمېر نجونې له خپلو کورونو ليرې په کويټه ښار کې د مساپرۍ ژوند ته اړ کړي. سالمین خپلواک پرې راپور چمتو کړی.
په کويټه کې د ګلونو پلورونکی وايي چې د ګلونو کرکیله، پالنه او خرڅلاو ډېر ګتور کار دی خو د ځايي خلکو پام لا تر اوسه دغه کار ته هغسې ندی اووښتی لکه څومره یې چې اړتیا لیدل کیږي. سالمین خپلواک د کویټې د یو ګل پلورونکي له دوکانه لنډه ویډیو چمتو کړې.
سپین بولدک ته څېرمه په چمن ښار کې د سیاسي ګوندونو او «لغړي اتحاد» لخوا ترتیب شوی پرلت لا هم دوام لري او دوي غوښتنه کوي چې د اسلام آباد دغه پرېکړه دوي ته د منلو وړ نده چې له مخې به یې د پولې دواړو غاړو ته آباد ولسونو تګ راتګ پر پاسپورټ کوي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
په کویټه کې یو شمېر د افغان کډوالو مشران وایي چې ډېر راجستر شوي افغان کډوال لا تر اوسه هم له مهاجرت کارټونو څخه بې برخې دي چې له کبله یې هغوی د پولیسو لخوا ځورول کېږي. د امریکا غږ خبریال سالمین خپلواک په پښین کې د افغان کډوالو له یو مشر سره خبرې کړي.
د کویټې په سپین کارېز سیمه کې د څو شپو لپاره تم شوي دغه کوچیان وایي چې دوی نه افغانستان ته پرېښودل کېږي او نه یې په پاکستان کې څوک ژوند کولو ته پرېږدي. سالمین خپلواک ورسره ددوي د کړاو ډک ژوند په اړه خبرې کړي.
د بلوچستان د پښین سیمې انګور د آبجوش لپاره ښه ګڼل کېږي. دا چې له انګورو څخه آبجوش څنګه تیارېږي، سالمین خپلواک یې په اړه د آبجوشو د جوړوونکو له یوې ډلې څخه لنډه ویډیو چمتو کړې ده.
د کوزې پښتونخوا په لیري پرتو سیمو کې ډېری ښوونځي غیر فعاله دي چې له کبله یې ډېری ماشومان او ځوانان له زده کړو بې برخې پاتې دي. د دغو اغیزمنو څخه د ژوب یو تنکی ځوان عطا الله دی چې وایي د ښوونځي بند پاتې کیدو له کبله شپونتوب ته مجبوره شوی. سالمین خپلواک - امریکاغږ
د چمن پر لويه لاره افغانستان ته ګڼ کوچېدونکي کډوال وايي چې د قانوني اسنادو درلودلو سربېره دوی په پاکستان کې د پوليسو ٰلخوا ځورول کېدل او له همدې کبله بیرته یې د ستنېدو پریکړه کړي. دوی زياتوي چې که څه هم دا ګران کار دی خو د خپل عزت خوندي ساتلو لپاره د خاپوړو دغه وطن پرېږدي. سالمین خپلواک - امریکاغږ
نن د کويټې په بيلابېلو رسټورانټونو کې ځايي خلکو او افغان کډوالو په شريکه د افغانستان او انګلنډ د کرکټ لوبه په شريکه کتله او د "افغانستان زنده باد" نارې يې وهلې. د امريکا غږ خبريال، سالمين خپلواک د ددغه لوبې د پای شیبې پدې ويډويو کې ثبت کړې.
د ژوب اوسېدونکی حسېن عالم د جامې ګنډولو ماشینونه جوړوي او د مزدورۍ په پیسو پښتو ژبې ته هم کار کوي. همداشان هغه د خپلې ټولنې د اقتصاد د ښه کولو په موخه د ماشینونو جوړولو دغه هنر د سیمې خلکو ته هم ورښیي. سالمین خپلواک یې پر کار او زیار راپور چمتو کړی.
نن پنجشنبه د اکتوبر ۱۲مه د بلوچستان په چمن ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هغه ډله چې مشري یې خوشال خان کاکړ کوي او ملي جمهوري غورځنګ په ګډه د افغان کډوالو ځورولو پر ضد احتجاجي غونډه ترسره کړه. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د بلوچستان یو شمېر پښتون ملتپاله ګوندونو د پاکستاني چارواکو لخوا د افغان کډوالو ځورولو پر ضد په لورلایي کې احتجاجي غونډه ترسره کړه. ویناوالو د کډوالو ځورول وغندل او له حکومت نه یې وغوښتل چې دغه لړې دې ژر تر ژر ودروي. سالمین خپلواک - امریکا غږ
د پاکستان د سند له پوليسو څخه تنګ شوي د بلوچستان د پښين په 'سرانان افغان کډوال کمپ' کې يو شمېر افغان کډوال وايي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ افغان کډوال له کراچي څخه سرانان کمپ ته راغلي. دوی ادعا کوي، چې د سند پوليسو د دوی کارټونه څيري کول او له دوی څخه يې پيسې غوښتې. سالمين خپلواک - د امريکا غږ
موسی خان باور د بلوچستان له ژوبه شاوخوا ۸۰ کلو ميتره لیري په یو کلي کې ښوونکی دی. د پيټرولو بیې لوړېدو سره هغه مجبور شوی چې ګڼې شپې له کوره لیري د کلي په ښوونځي کې تیري کړي. وايي چې ډیره سخته ده ورته خو هوډ یې کړی چې خپل زده کوونکي به یواځې نه پریږدي. سالمین خپلواک- امریکاغږ
د بلوچستان ایالت په پښتون میشته سیمه، لورلایي کې، چاپېریال ساتونکی او کروندګر، رفیق کاکړ او کورنۍ یې په سیمه کې د ملتپاله سیاسي مبارزې برسیره، د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې له امله مشهور دی.
د 'پښتو ادبي ملګري لورلایي ټولنه' له تېرو دریو کلونو راهیسې د خپلې ټولنې د لا پرمختګ په موخه په اوونۍ کې یوه ورځ یو له بله څخه د زده کړې په موخه سره راغونډېږي. پدې غونډه کې د پوهنتونونو استادان دوی ته د بیلابېلو موضوګانو په اړه وړیا زده کړې ورکوي. .
اسد الله او مور یې درې کاله وړاندې په خپله کلا کې د زیتون بڼ جوړ کړی دی. هغه وایي، چې د زیتون بڼ جوړولو دغه طرحه یې له افغانستان څخه راوړې او د ژوب په 'وله اکرم کلي' کې یې عملي کړې. نوموړی خوشاله دی چې له دغه بڼ څخه ښه اقتصادي ګټه ترلاسه کوي.
نور پورته کول