په ټولنیزو رسنیو کې د سونو نیگم پر څرگندونو تود بحث شوی، یو شمیر د هغه ستاینه کړې او یو شمیر نورو هغه غندلی دی.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې میشت د ناټو او امریکایي قواو قوماندان دې هیواد ته د زیاتو سرتیرو د استولو غوښتنه کړې، کابل زیات تجهیزات غوښتي. ټرمپ به کومه غوښتنه ومني.
پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو ډله ترهګره بولي خو د مولانا فضل الرحمن ګوند يې سیاسي پیوستون ته رابولي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپل ټویټر کې د رحمن بابا د مقبرې د ورانیدو په خبر سخته اندیښه ښودلې او دا کار یې سخت غندلی دی.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیایي هیوادونو د جام د سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه د ویتنام سره ١ – ١ مساوي کړه.
په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت یو ویاند وایي چې په افغانستان کې د ناټو د ترهگرۍ ضد ماموریت یواځې د القاعده شبکه او د اسلامي دولت د ډلې یا داعش جنگیالي په نښه کوي، خو طالبان نه.
د افغانستان د معاصر سیاسي بهیر د څلویښتمې لسیزې راهیسې فعال پاته شوی سیاستوال ظاهر افق له دنیا سترگې پټې کړې.
د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارتر په ننګرهار کې خبریالانو ته وویل چې هیڅ تروریستي ډله نه شي کولی په افغانستان کې خوندي ځای ولري.
د آسیا د جنوب هیوادونو اتحادیې یا سارک په ٢٠١٥ کال کې بامیان د دې اتحادیې د لومړني فرهنگي پایتخت په توگه وټاکه.