افغان حکومت وایي یو شمیر رسنۍ پرته لدې چې د کوم آدرس یا سرچینې نوم واخلي د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون په اړه اعلانونه خپروي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو ادراه وایي هغو افغان کډوالو ته نوي کارتونه ورکوي چې د پاکستان د حکومت سره ثبت دي او د کارتونو موده یې پای ته رسیدلې.
سوداګر او پانګه وال ویره لري که د امریکا او افغانستان تر منځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک نشي او نړیوال عسکر واوځي د هغوي د کاروبار ټغر به هم ټول شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن نیپال ته هم ماتې ورکړه او پدې سره پخپل ګروپ کې لومړي مقام ته ورسید او د ۲۰۱۴ د شلو شلو اورنو نړیوال جام کې یې چانس نور هم زیات شو.
ولسمشر حامد کرزي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري ته ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو لخوا د خلکو په کورونو باندې د پوځي عملیاتو په اړه دې افغان ولس ته قناعت او ضمانت ورکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ننۍ لوبې کې پاپوني ګیني ته ماتې ورکړه او د روانو سیالیو دویمه لوبه یې هم وګټله.
د جنوبي افریقا د کرکټ لوبډله چې د پاکستان په بلنه عربي متحده اماراتو ته د لوبو لپاره تللې وه، د سیالې لوبډلې نه یې د یوه ورځنیو او شلو شلو اورونو لړۍ وګټلې.
دغو افغان مهاجرینو چې شمیر یې د شپږو سوو په شاوخوا کې وو خبرداری ورکړ که چیرته یې غوښتنې و نه منل شي، خپلو مظاهرو ته به ادامه ورکړي.
افغانستان د جنوبي آسیا د فوټبال فدارسیون د 2013 سیالیو په وروستۍ لوبه کې هند ته په دوه گوله ماتې ورکړه او د سیالیو اتل شو
د کورنیو چارو وزارت د پولیسو د تلفاتو د زیاتیدو عوامل افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیتونو سپارل او د انتخاباتو لپاره چمتوالی ښیي
د جعل کاریود څارنې یوکمیسیون وایي، د جعل اولاس وهنو په باره کی زرګونو شکایتونو تحقیق به د افغانستان د پارلماني انتخاباتو په نتیجو کی بنیادي بدلون راولي.
امریکا د پاکستان د پوځ نه غواړي چې په شمالي وزیرستان کې دې په هغو یاغیانو باندې حملې وکړي چې په افغانستان کې د امریکا او د ناټو په عسکرو باندې مرګاني بریدونه کوي.
د منځني ختیځ د کاتولیک مذهب پادریانو د ملګرو ملتو نه غوښتي دي چي د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ د شخړو او لانجو د له منځه وړلو دپاره دي ددوو هیوادونو د جوړولو د حل لاري سره مرسته وکړي.
د سعودي عربستان یوه مذهبي مشر وړاند وینه کړیده چې د هجري قمري کال پر اساس به د منځني خیتځ په زیاتو هیوادونو کې د چارشنبې ورځ د روژۍ لومړنۍ ورځ وي.
د ایران جمهوررئیس محمود احمدي نژاد د افغانستان او تاجکستان سره د قوي اړیکو غوښتنه کړې ده.
په سریلانکا کې د هند او کوربه هیواد د کرکټ د لوبډلو تر منځ د دې میاشتې یوه د ټسټ لوبه په دوه لحاظه د دغه هیواد د ولس لپاره زیاته په زړه پورې وه.