بلي خواته خپله په نشه روږدي کسان وايې چې له خپل ژوند څخه ستړي شوي.
روغتیايي چارواکې وايې چې په کندهار کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د نویو قابله ګانو د کار په پيل سره د پام وړ بدلون راغلی.
د کندهار د کرهڼي او مالدارۍ ریاست وايې چې په دې ولایت کې د الویرا د توریج لپاره هڅي پيل شوي او په راتلونکې کې د کرونده ګرو لپاره یوه ښه عایداتي منبع کیدای شي.
د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د طالبانو د تېرې شپې برید کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ۸ سیمه ییز کارکوونکي وژل شوي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په تخته پُل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله پر شا تمبولې ده.
د ارزګان روغتیايي چارواکي د د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پولیو د یوې بلې پېښې د ثبتېدو خبر ورکوي.
نن سې شنبه د «غبرګولې پر ۲۸مه» د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې ده.
د کندهار ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې د تریاکو کروندګرې کورنۍ وايي، چې د فقر له امله له زده کړو پاتې دا ماشومان یې ځکه د تاریاکو په پټیو کې کار کوي.
د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
سږکال په کندهار کې د تریاکو کرونده ګر تر ډيره هغه کسان دي چې د جنوب د ځينو نورو نا امنه ولایتونو څخه دې ولایت ته ګډوال شوي.
د کندهار په عینو مینه کې د مهماتو په یو ډیپو کې اور لگیدلې چې وروسته چاودنه هم شویده.
افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له زندان څخه ۳۳ زندانیان خوشي کړي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، افغان ځانګړو ځواکونو نن سهار ( غبرګولي ۹ مه) په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو يو زندان مات کړی او اته ويشت زندانيان يې ازاد کړي دي.
دغه ځوانان چې له تعلیم څخه لري پاته شوي وایي په سیمه کې يې د تریاکو د کښت او کروندې پرته بل هیڅ مصروفیت نشته.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په دې اړه اشنا راډیو ته وويل چې الوتکه تر بېړنۍ ناستې وروسته افغان ځواکونو خپله له منځه وړې ده.
د کندهار ښار د یوولسمي امنیتي حوزې اړوند لومړۍ عینو مېنه کې موټر بم چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي.
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د کندهار ښار په اومه امنیتي حوزه کې يې د ایران ساخت پرمختللي توغندۍ نیولي دي.
د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلي د عامل د معلومېدو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی.
د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې په یوه اشتباهي هوايي برید کې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل په ولایت کې امنیتي سرچینې وايي، نن سهار د دغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اړوند د سیوري سیمه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې او په جګړه کې د پوليسو یو منصبدار هم وژل شوی دی.
نور پورته کول