د کندهار ښار په ښکارپور سیمه کې د پوليو محیطي ازموینو د ګوزڼ د ویروس موجودیت ثابت کړی، چې دغې چارې روغتیايي مسئولین اندېښمن کړي دي.
افغان او پاکستاني څېړنیزو ټيمونو د چمن او سپین بولدک ترمنځ د دوو کلیو د مالکیت د معلومېدو تخنیکي څېړنې تر سره کړې، خو د دغو څېړنو پايلي به د کابل او اسلام اباد له لورې اعلان شي.
د پاکستان د پوځ یو جنرال ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو ۵۰ افغان سرتیري وژلي دي، خو افغان چارواکي څلور سرتیري وژل شوي.
د چمن ـ سپین بولک د لانجې د هوارولو لپاره د افغان او پاکستاني چارواکو دوهمه غونډه هم تیره ورځ بې پایلې پای ته رسیدلې.
د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ د تیرې ورځې جګړو وروسته د چمن – سپین بولدک سرحد د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.
د کندهار ولایت امنیې قوماندان جنرال عبدالرازق وایي د پاکستان د سرحدي ځواکونو سره په جګړې کې یې کوښښ کاوه چې د درنو وسلو نه کار وانخلي.
د افغان او پاکستاني سرحدي قواو ترمنځ د چمن - سپین بولدک په جگړه کې څلور افغان سرتیري او د پاکستاني مقاماتو په وینا نهه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.
د هلمند والي وايي راپورونه لري چې روسان د طالب جنګیالیو په لیکو کې فعالیت کوي او افغان حکومت پدې تړاو پلټنې پیل کړي.
د هلمند ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن د شنبې په ورځ دغه ولایت ته په سل ګونو تازه دمهامریکايي سمندري ځواکونه رسیدلي دي.
د زابل امنیتي مقامات وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې، افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال داعش د ډلې یو مهم قومندان نیولی دی.
د زابل سیمه ییز مقامات وايي چې د نړیوالو ځواکونو په یوه هوايي برید کې د القاعدې شبکې د یوه قومندان په ګډون لس وسله وال وژل شوي دي.
هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د امریکایي سرتیرو حضور د امنیت ښه کیدوسره مرسته کړې ده.
افغان امنیتي چارواکي وايي،تیره شپه د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د مخالفو وسله والو پر مرکزونو عملیات شوي چې په کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوی والي وژل شوی.
د کندهار د ولایت د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې د پولیسو د مهماتو په یو ډیپو کې تیره شپه چاودنه شوې، چې له امله یې د څلورو ډاکټرانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ کې د ملګي وګړو یو موټر د سرک د غاړې پر ماین ختلی چې له امله یې یوولس ملکي وګړي وژل شوي دي
په افغانستان کې په سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مینوال د هلمند سیند او کونړ سیند په نوم مشاعرې وکړې.
د کندهار ښار په شمال کې د لويې ویالې د ریګریشن په سیمه کې ځانمرګي برید کونکې غوښتل چې د ښار مرکزي برخو ته ځان ورسوي چي مخه يې ونیول شوه.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايې چې د نېش ولسوالۍ د دریو اونیو جګړو کې سل تنه د دولت وسله وال مخالفین او ۱۸ اتلس افغان نظاميان وژل شوي دي.
د کندهار د پوليسو مقامات وايي چې ځانګړو افغان ځواکونو پدې ولایت کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلي د جلب او جذب مسئول نیولی.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چي د کندهار د والي د ميلمستون د پېښي رابط کسان نیول شوي دي.
نور پورته کول