په جنوب کې امنیتي مقامات وايي چې په زابل کې يې د ځانمرګو برید کونکو پر یو ستر مرکز هوايي برید کړی او ۱۸ ځانمرګي یې وژلي دي.
د ارزګان امنیتي مقامات وايې چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې پدې ولایت کې د پيل شویو نظامي عملیاتو په ترځ کې ۷۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د سیمې یو اوسیدونکي حاجي محمد صادق امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا چاودنه په سیمه کې د افغان ځواکونو له خوا د عملیاتو وروسته شوې، چې یو کور هم په کې نړیدلی دی.
هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وایي، تیره شپه بیا د ملي اردو او کورنیو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په نوزاد ولسوالۍ کې د نشهيي توکو د کاروباریانو پر خلاف عملیات ترسره کړي او د هیروئینو د تولید دوه سترې فابریکې یې له منځه وړي دي.
په کندهار کې افغان پوځ چارواکي وايي تیره شپه د دغه ولایت د خاکریز په ولسوالۍ کې دافغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ملي اردو اته سرتیري او ۲۲ سله طالبان وژل شوي دي.
په هلمند ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په شمال کې د نوزاد په ولسوالۍ کې نشه یي توکو د کاروباریانو پر خلاف عملیات ترسره کړي دي.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د سنګین د ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ځواکونو یو دیره کنډک د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره شاته د امان الله غونډۍ ته لیږدول شوی دی.
په ننګرهار او کندهار کې چارواکي وايي، پاکستاني سرحدي چارواکو نن شاوخوا اوه نیمې بجې له ۳۳ ورځو بندیدلو وروسته افغانستان سره په تورخم او چمن – سپین بولدک کې خپلې دروزاې پرانیستلې.
د افغانستان په جنوب کې په هلمند کې په افغان پوځیانو ځانمرګی برید شوی دی.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، چې تیره شپه د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار سره نږدې د یوې جګړې په پایله کې د افغان پوځ یوه قرار ګاه د دولت وسلهوالو مخالفینو لاس ته ورغلې، خو د بیرته نیولو لپاره یې ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم او چمن – سپین بولدک د سرحدي دروازو د بیرته پرانیستلو امر کړی دی.
هلمند کې چارواکي وايي یو افغان سرتيرې پر بهرنیو ځواکونو برید کړی او دوه تنه یې ژوبل کړي دي.
د کندهار والي همایون عزیزي چې نږدې دوه میاشتې وړاندې په یوه تروږریستي برید کې سخت ټپي شوی وو، په فرانسه کې له درملنې وروسته نن د شنبې په ورځ بیرته خپل کار ته ستون شو.
چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو په هلمند کې تیره شپه د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۳۲ تنه یې له زندانیان څخه ازاد کړي دي.
په زابل کې اته پوليس د خپلو دوو همکارو پولیسو له خوا وژل شوي او بريد کونکي له برید وروسته له سیمې څخه تښتیدلي دي.
افغان چارواکي وايي، د تورخم او سپینبولدک – چمن دروازې له نن سهار راهیسې د افغان او پاکستانیو مسافرینو پر مخ پرانیستل شوې دي.
د کندهار په نيش ولسوالی کې له تيرو دوو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جگړه لاهم دوام لري.
د کندهار د میرویس روغتون ډاکټران وایي چې معلم میرولي روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د فراه په ولایت کې د جګړې پر مهال نهه ملکيان وژل شوي او ۲۲ تنه نور دي. پېښه د بالابلوک ولسوالۍ په تودنک سیمه کې د جمعې په ماپښين شوې ده.
چارواکي وایي د زابل په ولایت کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې تيره شپه ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي.
نور پورته کول