په هلمند کې یوولس پوليس د خپل يوه همکارپولیس له خوا وژل شوي او بريد کونکی د برید وروسته له سيمې څخه تښتېدلی او له وسله والو طالبانو سره يو ځای شوی دی.
دا لاریون چې نن سهار پیل شوی له امله یې د کابل – کندهار لویه لاره هم له سهار نهو بجو راهیسې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
پاکستاني مقاماتو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.
نن سهار د ارزګان – کندهار د لويې لارې تر ۸۰ زیاتو پوليسو دمعاشونو د نه ورکولو په غبرګون کې خپلې ۷ پوستې پرېښې او له خپلو وسلو سره د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته تللي دي.
په هلمند کې د واکسین د پروګرامونو مسئول ډاکتر عبدالاحد حازم وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پېښه د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ کې ثبت شوې.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې موټر بم ځان وژونکې برید شوی او تر اوسه روغتون ته ۷ مړي او ۲۰ ټپیا ن وړل شويدي.
نن په سلګونو لاریون کوونکو د زابل په شهر صفا کې د کابل – کندهار لاره د شپږو ساعتونو لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په شک د دغې ولسوالۍ د یو شمیر کسانو د نیولو په غبرګون کې تړلې وه
پېښه نن د جمعې په ورځ هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په ماته لکڼه سیمه کې رامنځ ته شوې.
د فراه ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د خاک سفید ولسوال عبدالخالق نورزی نن د سه شنبې په سهار د فراه په مرکز کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
پیښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، چې په تیرو دریو ورځو کې په افغانستان کې د سختې واورې وریدو له امله ۵۴ کسه وژل شوي.
په جنوبي ولایت زابل کې درنو واورو او اورښتنو د کابل – کندهار د لويې لارې مسافر او موټر چلونکي له ستونزو سره مخ کړي.
د هلمند ولایتي چارواکي وايي، چې افغان ځواکونو د دغه ولایت د ګرمسیر پر ولسوالۍ د وسله والو طالبانو یو ستر برید په شاتمبولی دی.
د کندهار د والي همایون عزیزي له ټپي کیدو درې اونۍ وروسته عبدالحنان منیب د کندهار ولایت د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی دی.
د هلمند ولایتي جارواکي وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر مرکز د لښکرګاه په ښار دوه توغندي ویشتلي چې له امله یې یوماشوم وژل شوی او دوه نورټپیان شوي دي.
په کندهار کې روغتیایي چارواکي وایي، چې د روان عیسوي کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پیښه د کندهارښار په لویه ویاله کې ثبت شوې ده.
د افغانستان اجرائیه رئیس د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.
وسله والو طالبانو د هلمند د سنګین ولسوالۍ پر مرکز ډله ییز برید کړی او په دغه سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه لاهم روانه ده.
د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د ماين په چاودنه کې ۲۱ تنه افغان او بهرني وسله وال وژل شوي.
نن د کندهار په ښار کې په سلګونو کسانو د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستاني سرحدي ځواکونو په ډزو کې د یو افغان پولیس د وژل کیدو او دوو نورو ټپي کیدو د پیښې د غندنې لپاره لاریون وکړ.
د سپين بولدک او چمن تر منځ پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرحدي عسکر وژل شوی او ۲ تنه نور ژوبل شوي دي.
نور پورته کول