نن د سهار له پيل راهیسې وسله والو طالبانو د زابل مرکز کلات ته نږدې د ترنک په سیمه کې د کابل – کندهار لویه لار د شپږ ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه .
د هلمند امنیتي مقاماتو تائید کړه چي د خانشین له ولسوالۍ څخه وتلي دي.
دولتي چارواکي وايی چې د ولایت مهمې برخې د دولت په لاس کې دي او نظامي کومک هم په لاره دی.
کندهار کې د دوهمې ورځې لپاره لاریون کوونکو د کابل- کندهار او کندهار – هرات لاره پخواني جمهورئیس حامد کرزي ته د سپکاوي په اعتراض کې د یو څه وخت لپاره بنده کړې وه.
د افغان پوځ یو چارواکی وایي، په تیرو شپږ میاشتو کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو د سیمې د استخباراتو په ملتیا د هلمند او ارزګان د ولایتونو د نیولو هڅې یې شنډې کړي دي.
ارزګان کې چارواکي وایي، ددغه ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال ختیځ کې د تیرې شپې په پیل شوو جګړو کې ۴۸ وسله وال مخالفان او ۲۲ افغان پولیس وژل شوي دي.
د ارزګان ځایي اوسیدونکي وایي، افغان ځواکونه د دې ولایت د ګیزاب ولسوالۍ له مرکز څخه په دغه ولسوالۍ کې یو پوځي مرکز ته په شا شوي دي.
د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، تیر مازیګر د کندهار ارزګان په لویه لار نړیوالو ځواکونو د افغان پولیسو په یوه پوسته هوایي برید کړی، چې له امله یې اته پولس وژل شوي دي.
د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د سیمه ييزو پوليسو قومندان له خپلو دوو ساتونکو سره نن د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی.
د اروزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي چې وسله وال طالبان یې د مرکز ترینکوټ څخه په شاه تنبولي او پر وړاندې یې ځمکني او هوايي عملیات دوام لري.
تیره شپه د کندهار د شاولي کوټ او د ارزګان د ترینکوټ ترمنځ سیمه کې د افغان ځواکونو څو پوستې طالبانو ته پریښي، چې له امله یې د کندهار –ترینکوټ په لاره تګ راتګ هم بند شوی.
کندهار کې چارواکي وایي ددغه ولایت په مرکزي روغتون باندې د دوو بریدګرو برید له هغوی سره د نږدې دوو ساعتونو جګړې وروسته د بریدګرو او د ملي امنیت د یو مامور په وژلو پای ته رسیدلی.
چارواکي وایي، د طالبانو له خوا د ارزګان د مرکز ترینکوټ د نیولو هڅه یې په بشپړه توګه شنډه کړې، خو د تیرو څلور ورځو راهیسې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه درولي دي.
اروزګان کې چارواکي وايي، تیره شپه د ترینکوټ ښار په مرکزي برخو کې د وسله والو طالبانو سره د سختو جګړو وروسته اوس جګړه د دغه ښار په څنډو کې روانه ده.
د افغانستان په دوه جنوبي ولایتونو کندهار او هلمند کې نوي تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شوو چي لاهم په دې ولایتونو کې د زرګونو زده کونکو پر مخ د ښونځینو دروازې تړلي دي
چارواکي وایي، نن سهار ۶ نيمې بجې د کندهار – کابل په لویه لار د زابل ولایت په مربوطاتو کې په یوه خونړۍ ترافيکي پېښه کې ۳۳ تنه وژل ښوي دي.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د کندهار – لښکرګاه د لارې د خلاصون په عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان په یوه هوایي برید کې وژل شوي دي.
پاکستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک سرحدي لار د دیارلسو ورځو بندولو وروسته نن سهاربیرته په رسمي ډول د واریداتو او صادراتو پر مخ پرانیستله.
د هلمند ولایتي چارواکي او طالبان د چاه انجیر په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د تیرې شپې په حمله کې د نږدې ۳۰ کسانو د وژل کیدو په اړه بیلا بیلې ادعاوي کوي.
افغان چارواکي وايي پاکستاني ملیشو د چمن-بولدګ لاره تړلې او په تازو میو بار سلګونه ګاډی ایساي پاتې دي.
نور پورته کول