هلمند کې امنیتي چارواکي وایي، افغان ځواکونو تیرماسختن د ګرمسیر ولسوالۍ مرکز ته بیرته ورستانه شوي او دا ولسوالۍ یې په خپل کنټرول کې راوستې ده.
چارواکي وایي،افغان ځواکونه نن غرمه د ګرمسیر د ولسوالۍ د مرکز څخه درې کیلو متره شا ته شوي او د افغان پولیسو د عامه نظم په کنډک کې ځای پرځای شوي دي.
چارواکي وایي، د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ ته پر وخت د تازه افغان ځواکونو د رسیدلو وروسته د ولسوالۍ په مرکز د طالب وسله والو برید په شا تمبول شوی.
په کندهار کې چارواکي وایي د پاکستانیو کلدارو پر ځای د افغانیو د رایجیدو په کمپاین کي د افغانستان بانک ته هره مورځ نږدې یو ميلیون افغانۍ ګټه رسیږي .
په هلمند کې چارواکي وايي طالبانو د کندهار-لښکرګاه د لویې لارې په ځینو برخو کې ماینونه کرلي او لاره یې تړلې ده.
طالبانو د کندهار- لښکرګاه په لویه لاره موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې د پنچشنبې ترورځې دې په دغه لاره د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
چارواکي وایي، د هلمند په نادعلي کې یو ځل بیا د طالبانو او افغان ځواکونو ترمڼخ جګړو زور اخیستی، چې په ترڅ کې تیره شپه دیرش وسله وال مخالفان وژل شوي.
هلمندکې د افغان پوځ چارواکي وایي، د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو د ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې.
هلمند کې امنیتي چارواکو امریکا غږ ته د طالبانو له خوا د خانشین ولسوالۍ نیول تائید کړي، خو ویلي دي، چې افغان ځواکونو د دغې ولسوالۍ له مرکز تکتیکي شاتګ کړی.
چارواکي وایي،په سنګین کې د تیرې شپې څخه په پیل شوو جګړو کې نږدې ۴۰ وسله وال چې دغې ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوی ولسوال هم په کې شامل دی وژل شوي.
د هلمند امنیه قومندان وايي دغه هوايي بریدونه او عملیات په شاوخوا شپږو ولسوالیو کې شوي دي او نړیوالو ځواکونو هم مرسته کړې ده.
چارواکي وایي، تیره شپه د کندهار د میوند په ولسوالۍ کې په هوایي بریدونو کې د طالب وسله والو څلور لینډکروز په نښه شوي او دیرش وسله وال په کې وژل شوي.
دغه ځانمرګی برید نن ۱۰ بجې د جلال اباد جوی هفت سیمه کې په کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو پر وړاندې د څاڅون کونکو د مشر حیات خان موټر ته څېرمه شوی.
چارواکي وایي، وسله والو طالبانو ددغه ولایت د استیناف د محکمې قاضي لړمړی یرغمل کړی او بیا یې تیره شپه په دارځړولی دی.
هلمندچارواکي وایي، د طالبانو له خوا ۲۵ برمته شوي مسافر راخوشې شوي او د راخوشې کیدلو وروسته خپلو سیمو ته استول شوي دي.
چارواکي وایي، طالبانو د هرات- کندهار په لار د هلمند په ګرشک کې نن سهار په لسګونو مسافر له موټروکښته کړي او نامعلوم لوري ته یې له ځان سره وړي.
په کندهار کې پولیس وایي، طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د نویو ماینونو کارول پیل کړي چې د ځمکې رنګ ته ورته او پیژندل یې ګران دي.
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان د هلمند ولایت په امنیتي وضعیت د سیمه ایزو چارواکو سره خبرې کړي دي.
د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، دغه علمیات د دهراود او ترینکوټ ترمنځ د لويې لارې پر سر له پرون ورځې راهیسې پیل شوي.
د هلمند امنیه قومندان وايي په یو تازه اقدام کې ۲۸۰ پولیس له دندو شړلي او د زرګونو خیالي پولیسو په اړه یې هم تحقیقات پیل کړي.
نور پورته کول