د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ امنیتي چارواکي وایي چې وسله والو مخالفینو ۱۱ افغان امنیتي کارکوونکي په دې ولسوالۍ کې وژلي دي.
هلمند کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو وروسته ولسمشر غني نن د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره هلمند ته تللی.
وسله والو طالبانو تیره ورځ د زابل شاه جوې په ولسوالۍ کي يوه ښځه او دووه نارينه په عام محضر کي په دورو وهلي او يو تن يې قصاص کړی دی.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، مل پاسوال جیلاني خروټی نن شاوخوا لس بجې د لښکرګاه – مارجې ترمنځ د لارې د خلاصون د عملیاتو پر وخت ټپي شوی.
د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د استیناف پر محکمې برید د څلوروځانمرګو برید کونکو په وژلو پای ته رسیدلی دی.
د هلمند والي حیات الله حیات وایي چې دی داسې جدي خطر نه ويني چې هغه دې د ددغه ولایت د مرکز لښکرګاه د ښار د سقوط سبب شي.
د هلمند په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې جګړې زور اخیستی او جګړه د لښکرګاه ښار څنډو ته رسیدلې ده.
چارواکي وایي، طالبانو د تیرې شپې راهیسې د هلمند د نهرسراج، نادعلي او ګرشک په ولسوالیوکې د پولیسو په پوستو بریدونه پیل کړي چې جګړه لاهم روانه ده.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسن وايي چې د وسله والو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د سولي د هڅو په وړاندي خنډ و.
افغان ځواکونو تیره شپه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو له یو بل زندان څخه ۲۳ بندیان راخوشې کړي دي.
د اتل قول اردو د لومړۍ لیوا قوماندان جنرال عبدالبصیر شهروند د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
چارواکي وايي، د هلمند په شمال کې د ناټو یوې اکمالاتي الوتکې سقوط کړی، چې له امله یې ٧ تنه وژل شوي شوي دي.
د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي، تیرماښام ددغه ولایت د خوشامند د ولسوالۍ امنیه قوماندان او پنځه ساتونکي د طالبانو په یو برید کې وژل شوي.
د هلمند د نادعلي او مارجې ولسوالیو تر منځ د سیمه ییزو پولیسو پر روزنیز مرکز په موټر بم برید درې تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي.
د غزني سیمه ییز چارواکي وایي د کابل – کندهار پر لویه لار په مقر کې په یوه ترافیکي پیښه کې شاو خوا ۷۳ نور ژوبل شوي هم دي.
چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو نن سهار د هلمند په نوزاد کې د وسله والو طالبانو یو بل زندان مات کړ او ۶۲ تنه يې د هغوی له بنده ازاد کړل.
د کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولایتونو د ولایتي شورا ګانو ګډې غونډې پر حکومت نیوکه وکړه چې پر خپلو ژمنو يې عمل ندی کړی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په ځانګړو عملیاتو کې يې په کندهار کې لسګونه طالبان وژلي، خو طالبان دا خبره نه مني.
د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د ښوراوک او ریګستان په ولسوالیو کې به شپږ کلنیکونه جوړ شي. دغه ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.
په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي، سمونمل حاجي لالا تیر مازیګر د کندهار – ارزګان د لارې د خلاصون د عملیاتو پر وخت ټپي شوی دی.
نور پورته کول