د کابل په نهمې حوزې کې د بهرنیو ځواکونو د موټر مخې ته ځانمرګی برید شوی او په زابل کې هم د امنیه قوماندانۍ مخکې ته چاودنه شوې ده.
په هلمند کې د سنګین د خونړۍ پېښي د قربانیانو د کورنیو او مدني فعالانو احتجاج لا هم روان دی،په دغې پېښې ۳۵ تنه ووژل شول.
چارواکي وایي، د ملي اردو هغه عسکر نیول شوي چې پرې د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په کور د هاوان د مرمۍ د ویشتلو تور لګول شوی.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، د سنګین په ولسوالۍ کې تیره شپه د واده پر مراسمو د یو توغندي د لګیدلوله امله ٣٥ تنه وژل شوي دي.
د ارزګان امنیتي چارواکي وایي، تیره شپه د دهراود په ولسوالۍ کې یو پولیس خپل پنځه ملګري وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
په هلمند کې چارواکي وايي د زرمېنې په نامه یو ې ۱۳ کلنې نجلۍ چې ځانمرګي برید ته روزل شوې وه، پولیسو ته ځان سپارلی دی.
مخالفو وسله والو د ترینکوت، ګیزاب او دایکندي لویه لاره تړلې ده، خو د ارزګان چارواکي وایي د پرانستلو لپاره به یې پوځي عملیات پیل کړي.
په کندهار کې امنیتي چارواکو خبر داری ور کړ که اړتیا پېدا شوه، وسله وال طالبان به د ډیورنډ د کرښې بلې غاړې ته هم په نښه کوي.
ولایتي چارواکي وایي چې له دریو ساعتونو جګړې وروسته په لښکرګاه کې د کابل بانک په څانګې نښته پای ته ورسیده.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې نن غرمه په دغه ولایت کې وسلوالو چې په موټرسائیکل سپاره وو، د يوې ماین پاکۍ د موسسې دولس ماین پاکان وژلي دي.
پنځو ځانمرګو برید ګرو د کندهار د میوند ولسوالۍ پر ودانۍ بریدونه وکړل چې د چارواکو په خبره دوه پولیس او څلور عام وګړي یې ووژل .
په هلمند کې ولایت کې د طالبانو د وروستیو بریدونو او نورو نا امنیو له کبله د ۲۰۵ میوند قول اردو قومندان استعفی کړې ده .
په هلمند کې چارواکي وايي د ښوراب په پوځي اډې د طالبانو برید څلورمې شپې ته وغزېد.
د ښوراب پر پوځي آډې تر برید وروسته نن سهار مخالفو وسلوالو د سنګین په ولسوالۍ کې هم د ملي اردو په یو مرکز ډله ایز برید کړی دی.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي چې د ښوراب په پوځي اډې د مخالفو وسلوالو ډله ییز برید چې تیره شپه پیل شوی لا هم دوام لري.
په کندهار کې د میرویس روغتون د مشرتابه او ځينو ډاکترانو تر منځ د حقوقو او د روغتون د نظم پر سر اعتراضونه را پورته شوي.
د کندهار هرات په لویه لاره د فراه ولایت په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو له موټرو ١٣ سپرلۍ ښکته کړي او له هغې ډلې یې څلور تنه وژلي.
په کندهار کې د ګوزڼ د ناروغۍ درې نوې پيښې لیدل شوي. د کندهار په ولایت کې سږکال د ګوزڼ اوه پیښې ثبت شویدي.
په کندهار پوهنتون کې د دغه ولایت د مرستیال له وژل کېدو وروسته په تعلیمي مرکزونو کې د افراطي فعالیتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي.
بریتانوي ځواکونو د افغانستان په جنوب کې نن د خپل محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو اعلان وکړ او له هلمند ولایت څخه په بشپړه توګه ووتل.
نور پورته کول