د هلمند ولایتي چارواکي وایي، تیره شپه ددغه ولایت د نادعلي ولسوال انورخان او د هغه یو ساتونکی د مخالفو وسلوالو په برید کې وژل شوي دي.
د هلمند امنیتي چارواکي وایي، نن په لښکرګاه کې د پوليسو د یو منصبدار د کور مخ ته ځان وژونکې شپږ تنه وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د کندهار چارواکي وایي، د ارغستان ولسوالۍ امنیه قوماندان تیره شپه په یو ځانمرګي برید کې له خپلو دوو ساتونکو سره ووژل شو.
د غزني ولایتي چارواکي وایي نن په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې ۱۳ بریدکوونکي او ۵ ساتونکي وژل شوي او ۷۰ تنه ټپیان شوي دي.
په هلمند کې میشت هندوان او سیکان وایي چې که ستونزې یې حل نه شي نو له دغه ولایت څخه به د هیواد نورو سیمو ته ګډه وکړي.
د زابل ولایتي چارواکي وايي نن د ولایت په مرکزي زندان دریو ځانمرګو برید کوونکو برید کړی و چې په نتیجه کې ټول برید کوونکي ووژل شول.
د زابل امنیتي مقامات وايي، د اړتیا له مخې يې د نوبهار ولسوالۍ مرکز بلې سیمې ته انتقال کړی، خو طالبان وايي دا ولسوالي یې نیولې ده.
وسله والو طالبانو په هلمند کې خپل پنځه ملګري له دولت سره د همکارۍ او د یوه طالب قوماندان د وژنې د دسیسې جوړولو په تور وژلي دي.
د کندهار امنیتي چارواکې وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ امنیه قوماندان تیره شپه ددغې ولسوالۍ د یو پولیس له خوا وژل شوی دی.
د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په ترینکوټ کې یو افغان پولیس خپل اوه ملګري په ډزو وژلي دي او یو یې سخت ټپي کړی دی.
د ولسمشرۍ دواړه نوماندان اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله د حشمت خلیل کرزي د فاتحې په مراسمو کې د ګډون لپاره کندهار ته تللی.
د جمهور رئیس حامد کرزي د کاکا زوی حشمت خلیل کرزی نن سه شنبې په خپل میلمستون کې په یو ځان وژونکې برید کې ووژل شو .
د کندهار په سپین بولدک کې ددغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق په کور ډله ییز برید د بریدکوونکو په وژنه پای ته رسېدلی دی.
د هلمند ولایتي چارواکي وایي، په لشکرګاه کې یو ځانمرګي بریدګر دوه تنه وژلي او ۱۵ تنه نور چې لس یې پولیس دي ټپیان کړي دي.
په زابل کې امنیتي چارواکي وایي چې تیره شپه دوو پوليسو پر خپلو نورو ملګرو پولیسو حمله کړې او څلور تنه يې وژلي دي.
امنیتي چارواکي وایي چې د کندهار په نننیو ډله اییزو بریدونو کې۲۲ تنه ځانمرګي برید کونکي، ۵ پوليس او د یوې ښځې په ګډون ۴ تنه عام وګړي وژل شوي دي.
د کندهار د ولایتي شورا په لومړنیو پایلو کې یو بریالی کاندید، خان محمد افغان تیره شپه په کندهار ښار کې د پولیسو په ډزو ووژل شو.
امنیتي چارواکي وایي، د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې پر نړیوالو ځواکونو ځانمرگی برید شوی چې یوازې ځانمرګی په کې وژل شوی دی.
افغان ځانګړو ځواکونو وایي د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې یې۱۶ وسله وال مخالفین وژلي خو دوی ته پکې کوم زیان ندی رسېدلی.
د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د نیش ولسوالۍ ولسوال د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
نور پورته کول