افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د افغانستان په امنیتي سکتور کې د کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی او باید په کې اساسي اصلاحات راوستل شي.
د هند د فضايي څيړنو سازمان د 'جنوبي آسیا' په نوم یو سټلایټ چې په کې د افغانستان په ګډون اووه هیوادونه شریک دي فضا ته واستوله.
د افغانستان د شفافیت د څار اداره ادعا کوي، چې د افغان حکومت د کابینې یو شمیر وزیران او د پارلمان شاوخوا پنځوس غړي، په دغه هیواد کې د وسلهوالو مخالفینو او زورواکانو په مرسته په غیرقانوني توګه د کانونو استخراج ته زمینه برابروي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
افغان حکومتي چارواکو د سېشنبې په ورځ د خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې 'د خبریالانو د امنیت او مصونیت ملي کنفرانس' کې ټینګار وکړ، چې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه کې شوي پرمختګونه به هیڅکله په شا لاړ نه شي.
د افغانستان اجرائيه ریاست د وسلهوالو طالبانو له خوا د 'منصوري' په نوم د پسرلني عملیاتو اعلان ته په اشارې وايي، چې دغه ډله سولې ته هیڅ لیوالتیا نه لري.
افغان ولسمشر د ثور میاشتې د اتمې نیټې د لمانځلو په مناسبت په ارګ کې یوې لویې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، اوس هغه وخت تیر شوی، چې څوک د زور له لارې واک ترلاسه کړي.
یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۱۵ ملکي افغانان په افغانستان کې وژل شوي او ۱۴۶۶ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې په پرتله څلور فیصده کموالی ښيي.
ارګ وايي، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د دغه هیواد د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي او د وسلهوال پوځ لوی درستیز جنرال قدمشاه شهیم استعفاوې منلې دي.
د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی وايي نور نو طالبانو ته وروڼه نه وايي.
د افغانستان حکومت په بلخ ولایت کې د شاهین پر ۲۰۹ قول اردو باندې د وسلهوالو طالبانو له خونړي برید ورسته نن د یکشنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.
ارګ وايي، په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندې د وسلهوالو طالبانو له خونړي برید وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هغه ولایت ته تللی دی.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغان ولسمشر ګوښه شوی استازی احمد ضیا مسعود وايي، چې ولسمشر غني د هغه د ګوښه کولو حق نه لري او باید خپله پریکړه بیرته واخلي.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او اجرائيه رئیس، په اچین کې د داعش ډلې پر مرکز باندې د امریکا د ستر غیر اتومي بم له کارولو څخه هرکلی کړی او دغه برید یې یو مناسب اقدام بللی دی.
د امریکا د ملي امنیت د شورا مشر په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې امریکا په ننګرهار کې د 'اتم په څیر' بم په استعمالولو سره د دغه هیواد ملي حاکمیت نقض کړی او د افغانانو عزت ته یې سپکاوی کړی دی.
د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د داعش ډلې عمومي قاضي، د دغې ډلې د روزنې دوه مسولین، د حافظ سعید ورور او لسګونه نور داعش جنګیالي وژل شوي دي.
د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوي د لومړي ځل لپاره د دغې جرګې د څلورو وکیلانو دندې د پرله پسې شلو ورځو د غیر حاضرۍ له امله وځنډولې.
د افغانستان امنیتي ادارې وايي، چې تیره ورځ د ننګرهار ولایت په اچین لسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۴۹ داعش وسلهوال وژل شوي او دغه راز، پولیسو د دغه ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې د هیروئیونو څلور لویې فابریکې له منځه وړې دي.
نور پورته کول