چین، ایران، سعودي عربستان او پاکستان د لست په سرکې دي چې د ٢٠١٦ کال په سلو کې ٩٠ اعدامونه په دې هیوادونو کې شوي دي.
په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ځواکونو ماموریت وايي، چې یو امریکايي سرتیری د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش ضد عملیاتو پر مهال له ټپي کیدو وروسته مړ شوی دی.
افغان حکومت وايي د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست د سولې عالي شورا د بودیجې د کموالي په اړه د خپرو شویو رپوټونو په ردولو سره وايي، چې د دغې شورا په دارالانشاء کې اساسي بدلون راوستل شوی او ورته بودیجه ځانګړې شوې ده.
د افغانستان د ملي کنګرې ګوند رئيس عبدالطیف پدرام وايي، د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او ملګري ملتونه باید د دغې کرښې پر سر د دواړو هیوادونو لانجه هواره کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د مسکو په غونډې کې یې د ګډون یا نه ګډون پریکړه تر دې دمه نده کړې خو کارپوهان وایي دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په ۱۳۹۵ کال کې د دغه وزارت ۴۱۴۷ منسوبین د اداري فساد او نورو جرمونو په تور محاکمه شوې دي.
د امریکا دفاع وزارت وايي، د قاري یاسین په نوم د القاعدې شبکې یو مهم غړی د مارچ په نولسمه نیټه د افغانستان په پکتیکا ولایت کې، د ډرون برید په نتیجه کې وژل شوی دی.
په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د سنګین د ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ځواکونو یو دیره کنډک د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره شاته د امان الله غونډۍ ته لیږدول شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ملي اردو ځواکونو د خوړو په مینو کې به د بهرنیو په ځانګړې توګه د پاکستاني محصولاتو پر ځای له وطني میوو او وریجو څخه استفاده وکړي.
د بلخ والي عطا محمد نور، نن په مزارشریف ښار کې د نوي کال د لمانځلو او د سخي د جنډې پورته کولو په مراسمو کې وویل چې ژر به د خپلې دندې د پرېښودو په اړه پرېکړه وکړي.
افغان چارواکي وايي د هېواد په ډېرو برخو کې د نا امنیو له کبله دکوکنار ډېر فصلونه نه دي اړول شوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د لندن په درې اړخیزه غونډې کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د موجود سیاسي وضعیت د ښه کیدو لپاره ګټور بحثونه او پرمختګونه شوي دي.
په کابل ښار کې د ۱۴۰۰ آپارتمانونو د جوړولو لپاره افغان او چینایي چارواکو د پنجشنبې په روځ د شاخوا اتیا میلیونو امریکايي ډالرو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، په جبري توګه د مهاجرینو راستنول ښې پایلې نه لري او ټینګار کوي، چې افغان مهاجرین باید په داوطلبانه توګه افغانستان ته راستانه شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه چاودنه نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سیمه کې شوې ده.
له ښځو سره د تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ مسولین وايي، چې یواځې په ۲۳ ولایتونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي قضیې د ښځینه څارنوالانو له خوا څیړل کیږي.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سردارمحمد داؤد خان پر پوځي روغتون باندې د پروني برید د څرنګوالي او د دغه برید د عاملینو د موندلو لپاره یو باصلاحیته کمیسیون ته د څیړنو دنده سپارل شوې ده.
د افغانستان ولسمشر د مارچ اتمې نیټې د ښځو د نړیوالې ورځې په مراسمو کې وویل، له ښځو سره د بېعدالتیو پر وړاندې مبارزه به هغه مهال بریا ته ورسیږي، چې د ښځو ستونزو ته د هغوی په سترګه وکتل شی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په سردارمحمد داؤد خان څلور سوه بستریز روغتون کې نښته پای ته رسیدلې.
نور پورته کول