افغان چارواکي وايي، د تورخم او سپینبولدک – چمن دروازې له نن سهار راهیسې د افغان او پاکستانیو مسافرینو پر مخ پرانیستل شوې دي.
افغان ولسمشر وايي، اوبه د افغانستان لویه شتمني ده او د یو مهم فکټور په توګه په سیمه ایزو همکاریو کې مهم رول لوبولی شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د وضعیت د ښه کیدو او په ښه توګه د خدمتونو وړاندې کولو لپاره، د پنځو ولایتونو د امنیې قوماندانان بدل شوي دي.
د افغانستان د نفوسو د احول د ثبتولو په قانون کې د تعدیلاتو پر بنسټ د افغان کلیمې سربیره د وګړو قومیت او نور مشخصات هم په بریښنايي تذکرو کې لیکل کیږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسلهوالو طالبانو نن د کابل ښار په لویدیځ او ختیځ کې پر دوو امنیتي بنسټونو هممهاله ځانمرګي او وسلهوال بریدونه کړي دي.
افغان حکومت وايي، چې د پاکستان په کوربتوب د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په غونډه کې به په اسلامآباد کې د افغانستان سفیر ګډون وکړي.
د افغانستان د بریښنا شرکت د یکشنبې په ورځ د ولسمشر په حضور کې د (KEC) په نوم له یوې هندي کمپنۍ سره کندهار او غزني ولایتونو ته د ۲۲۰ کیلوولټ بریښنا د مزو غځولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي، هیچا ته به د کمیسیون په چارو کې د مداخلې اجازه ورنکړي او ټینګار کوي، چې د رایې ورکونکو د لست له ترتیبولو پرته به راتلونکې ټاکنې له بحران سره مخ شي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د شپږو قوماندانانو په ګډون نږدې پنځوس داعش جنګیالي وژل شوي دي.
په کابل کې د اروپایي اتحادیې دوه کسیزه پارلماني پلاوی وايي، اکثرو افغانو د اقتصادي ستونزو له امله اروپايي هیوادونو ته مهاجرت کړی او ټینګار کوي، چې د دا ډول مهاجرتونو د مخنیوي لپاره باید نوې لارې چارې ولټول شي.
د کابل د ګارنیزیون قومندانۍ وايي، د دغه ښار په شیرپور سیمه کې د ګواښونو له امله نیول شوي کلک امنیتي تدابیر پای ته رسیدلي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د کابل په شیرپور سیمه کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم کور له تیرې شپې راهیسې محاصره کړی دی.
په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې پروژې د عملي کولو په موخه نن د دغې پروژې د ډیزاین تړون د ولسمشر غني په حضور کې د افغان ګاز د تصدۍ او د (ILF) نړیوال انجینیري شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په داوړو غاړو کې د داسې اقداماتو له ترسره کولو ډډه وکړي، چې د تاوتریخوالي د راپورته کیدو لامل کیږي.
له تیرو دریو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان د ختیځو ولایتونو په سرحدي ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۰۰ راکټي بریدونو وروسته نن د افغان حکومت یو لوړپوړی امنیتي پلاوی د دغې موضوع د څیړلو لپاره ننګرهار ولایت ته تللی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي په یو کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د داعش د جګړه مارې ډلې ۱۹۵۵ کسان وژلي دي.
د افغانستان د ثبات او حراست شورا رئيس او پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو غیرسیاسي کیدل باید د مجاهدینو د څنډې ته کولو لامل نه شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه کړې، چې د ځانمرګو بریدونو او له موټرو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره، وسایط ثبت او مالکان یې بایومتریک کړي.
ولسمشر محمداشرف غني، له افغانستان نه د سرو لښکرو د وتلو د ۲۸ تلین په مناسبت غونډې ته په وینا کې د دولت پر هغو وسلهوالو مخالفینو، چې "خپلواک او په اسلامي او افغاني روحیې سمبال دي" د سولې غږ وکړ.
د افغانستان حکومت وايي، چې راتلونکې چهارشنبې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د اوسیدو د نیټې غځولو او په هغه هیواد کې د میشتو غیرقانوني افغانانو د ثبت او راجسټر پر سر له پاکستاني لوري سره خبرې کوي.
نور پورته کول