د اروزګان ولایت حکومتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ افغان ځواکونو د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په شمال ختیځ او شمالي سیمو کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په موخه ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د پیښې له ځای څخه ۲۲ مړي او شاوخوا ۴۱ ټپيان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوالې ادارې (Save the Children) په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګژوبلې د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې او هغه یې بوږنونکې بللې ده.
د ملکي افغانانو د مرګژوبلې په اړه د یوناما تازه رپوټ ښيي، چې په ۲۰۱۶ کال کې د داعش ډلې د بریدونو او د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي بمباریو له امله د ملکيانو افغانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګژوبلې کچه لوړه شوې ده.
پیښو ته د رسیدو په برخه کې د دولت وزارت وايي، چې په تیرو دریو ورځو کې په افغانستان کې د سختې واورې وریدو له امله ۵۴ کسه وژل شوي.
د سیګار وروستی رپوټ ښيي، چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري میاشتې له پیل څخه د نومبر میاشتې تر نیمايي پورې په دغه هیواد کې ۶۷۸۵ افغان سرتیري وژل شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت دا شمیرې ناسمې ګڼي.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د ولسمشر محمداشرف غني او د بلخ د سرپرست عطامحمد نور ترمنځ خبرې دوام لري، خو لا تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.
نن په ارګ کې د افغانستان د بریښنا شرکت د جګوار او انجلیک په نوم له دوو هندي کمپینو سره لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو ته د بریښنا رسونې دوه تړونونه لاسلیک کړل.
د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو لرې کولو لپاره، د راروانې فبروري میاشتې په ۱۵مه نیټه د افغانستان، ملګرو ملتونو او پاکستان په ګډون په اسلامآباد کې درېاړخیزه غونډه جوړیږي.
یوه نظر پوښتنه چې د افغانستان په یولسو ولایتونو کې ترسره شوې، په کې شاوخوا ۶۰ فیصده ګډونوالو طالبان یوه تروریستي او مزدوره ډله بللې.
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د سیداحمد ګیلاني د جنازې په مراسمو کې وویل، د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د ښاغلي ګیلاني په وخت کې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه د افغان دولت لویه لاسته راوړنه ده.
ټاکل شوې چې سبا د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شي او له هغې وروسته د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې په خپلې پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.
وروسته له هغې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د سپینې ماڼۍ د څوکۍ سمبالولو لپاره د لوړې مراسم پر ځای کړل، نن ورته د افغانستان اجرائیه رئیس د هغه د کار د پیل مبارکي ورکړه.
افغان حکومت وايي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له راستنیدونکو کډوالو، کورني بې ځایه شویو او د طبیعي پیښو قُربانیانو سره د بیړنیو بشري مرستو لپاره ۵۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په ۲۰۱۶ کال کې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالي په اړه په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، تیر کال په دغه هیواد کې ۱۳ خبریالان وژل شوي دي.
د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر وايي، په ۲۰۱۶ کال کې د کډوالو د راستنیدو له امله څه باندې اوه میلیارد ډالر د افغانستان په اقتصاد کې داخل شوي دي.
د کندهار د والي پر میلمستون باندې د حملې د پیښې د څېړنې لپاره د افغان دولت او متحده عرب اماراتو تر اوسه ۳ پلاوي کندهار ته تللي دي.
د افغانستان ولسي جرګې په داسې حال کې د ۱۳۹۶ مالي کال بودیجه نن په غوڅ اکثریت تصویب کړه، چې ټاکل شوې د دغې جرګې وکیلان د راروانې چهارشنبې په ورځ خپلې ژمنۍ رخصتي پیل کړي.
د افغانستان اجرائيه ریاست وايي، چې د حکومت د مشرانو د پریکړې پر بنسټ، د سولې عالي شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد له دندې ګوښه شوی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د پاکستان حکومت د هغو څرګندونو په غبرګون، چې د هندوستان د استخباراتي ادارې او د افغانستان د ملي امنیت ترمنځ اړیکې یې د اندیښنې بللې دي وايي، افغان دولت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو په خلاف وکارول شي.
نور پورته کول