د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو تازه تحقیقي رپوټ ښيي، چې په ګوانتانامو کې د اتو تنو افغان بندیانو دوسیې پراخې حقوقي او قانوني نیمګړتیاوې لري.
افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ټولنیزو حساسیتونو او د هغوی حقوقي وضعیت ته په کتو د نافذه قوانینو بیا څیړلو او عامه پوهاوي ته جدي اړتیا ده.
سیګار راپور ورکړی چې د تیر کال په پرتله د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې شمیره ډیره لوړه شوې ده.
افغان حکومت وايي، په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې د وسلهوالو طالبانو د بریدونو په نتیجه کې دولت او عامو خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د غور ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، د ۲۴ ملکيانو جنازې چې اوړمه ورځ په دغه ولایت کې وسلهوالو په ډله ییزه توګه وژلي وو، د پنجشنبې په سهار خاورو ته وسپارل شوې.
که څه هم لا تراوسه امنیتي ارګانونو په غور کې د داعش موجودیت تائید کړی نه دی، خو د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، چې دغې ډلې هلته لږ تر لږه ۲۶ ملکیان په ډزو وژلي دي.
د افغانستان حکومت د مهاجرت فرصتونو او ننګونو تر نامه لاندې په یو علمي کنفرانس کې د افغان مهاجرینو او په کور دننه د بېځایه شوو کډوالو د کړکیچ د له منځه وړلو لارې چارې لټوي.
افغان حکومت وايي، د امریکا نوې مرسته د بروکسل کنفرانس د ژمنو له مخې دغه حکومت سره شوې ده، چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په افغانستان کې په مصرف ورسیږي.
اجرائیه رئیس وایي، په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو پر تماسونو خبر نه دی، خو سعودي عربستان له خوا د سولې هڅو ته هیله مند دی.
یوه ګډه سروې، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو د تولید او کرکیلې په اړه ترسره شوې ښيي، چې سږکال په دغه هیواد کې د کوکنارو کر۱۰٪ او د اپینو تولید ۴۳٪ زیات شوی.
د لګیدلو بندیزونو لرې کول او له تورو لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې مهمې غوښتنې دي.
په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما تازه رپوټ، چې نن خپور شوی ښيي چې د ۲۰۱۶ کال په په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان ولسمشر وايي، سره له دې چې د کرنې وزارت په یو شمیر برخو کې ښې لاس ته راوړنې لري، خو لا هم د اوبو د مدیریت او لګولو په برخه کې بریالی شوی نه دی.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د راتلونکې دوشنبې په ورځ عربستان ته او په نومبر میاشت کې پاکستان ته دوه رسمي سفرونه کوي.
د ښار جوړونې چارو وزارت له دوو خصوصي شرکتونو سره د حکیم سنايي او بنايي په نوم د کور جوړولو د دوو لویو پروژو تړون نن په ارګ کې د ولسمشر غني په حضور کې لاسلیک کړ.
د اسلامي حزب مرکچي پلاوی وايي، چې د دغه حزب یو پلاوی به په نږدې راتلونکې کې د متحده ایالاتو په رسمي بلنه امریکې ته سفر وکړي.
دفاع وزات وايي، چې نند بغلان ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د هیلکوپټر راپریوتو په پېښه کې د هلیکوپټر د څلورو عملې په ګډون اوه تنه وژل شوي دي.
نن کابل کې په دوو غونډو کې د یوې غونډې برخه والو د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې موافقې مخالفت وکړ، خو بلې غونډې برخه والو بیا ددغې موافقې څخه ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان ولسمشر د بروکسل په غونډه کې د نړیوالې ټولنې د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو مرستو د ژمنې له ترلاسه کولو وروسته، نن سهار کابل ته راستون شو.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د سپکاوي په وړاندې کلک غبرګون ښودلی او دا عمل یې د پردیو اجورتي مزدورانو کار بللی دی.
نور پورته کول