د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني بلجیم ته له روانیدو مخکې نن په ارګ کې د بیات له بنسټ سره د برېښنا د تولید تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې ګډون وکړ.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، د کجکي د بند د دویم فاز په جوړولو سره به د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاواټه برېښنا ته ورسیږي.
افغان ولسمشر د حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه نن په ارګ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لاسلیک کړه.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، هغوی چې د طالبانو له خوا د سیمو نیول د طالب وسله والو حق ګڼي باید ځواب ویلو ته چمتو اوسي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د ملا رسول په مشرۍ د وسلهوالو طالبانو بیلې شوې ډلې له دریځ څخه، چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ یې د روغې جوړې ملاتړ کړی، هرکلی کړی دی.
د کابل ګارنیزیون د روشنايي غورځنګ له مشرانو څخه غوښتي، چې د امنیتي ستونزو له امله د هر ډول غونډې او لاریونونو له ترسره کولو ډډه وکړي.
اجرائیه رئیس عبدالله د ملي یووالي د حکومت د مشروعیت په باب د خلکو پوښتنې او اندیښنې بې ځایه بللي او ویلي دي، دا حکومت به هرومروخپله پنځه کلنه دوره پوره کوي.
د بغلان ولایت سیمه ایز چارواکي وايي، نن سهار وسلهوالو طالبانو په شمالي سالنګ کې د څرخي پله زندان د مرستیال پر کاروان راکټي برید وکړ، چې په کې درې تنه ووژل شول.
د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې سند نن په کابل کې د افغانستان د سولې د عالي شورا، د افغان حکومت او د اسلامي حزب د استازو له خوا لاسلیک شو.
د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وايي، که کومه جدي پېښه رامنځ ته نشي، له اسلامي حزب سره به د سولې موافقه سبا لاسلیک شي.
د جوزجان امنیتي چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تر ماښام په دغه ولایت کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال د موټرو په کاروان چې هغه په کې نه وو برید کړی دی.
اجرائیه رئیس وایي دې د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې له موافقې سره مخالف نه دی، خو دا ګڼي چې یوازې د حکمتیار په راتګ د افغانستان ستونزه نه حل کیږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي حزب اسلامي سره به د سولې موافقه ډېر ژر لاسلیک شي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استاري د افغان حکومت په مشرانو غږ کړی چې ژر خپلمنځي اختلافات حل کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشر یوځل بیا په افغانستان کې د خپلې ډلې روانه مبارزه مشروع ګڼلې، خو ولسمشر غني وايي، چې تروریستي ډلې د اسلام له دین سره پردۍ دي.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د 'شهید اونۍ' په لمانځغونډه کې وویل، چې د افغانستان 'دښمنانو' د افغانانو تر منځ د نفاق خپرولو لویه دسیسه پیل کړې ده.
په داسې حال کې چې طالبانو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار ته د ننوتلو ادعا کړې، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر دغه ښار باندې یې د وسلهوالو طالبانو بریدونه په شا تمبولي.
د نړۍ د روغتیا سازمان او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د لوی اختر پر مهال د کانګو په نوم د وژونکې ناروغۍ پر زیاتېدو اندیښنه ښودلې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د پاملرنې په نوم د مرستې رسونې یوې امریکایي موسسې باندې برید پای ته رسیدلی دی.
د افغانستان د دفاع وزارت وايي په وژل شویو کسانو کې یو جنرال او څلور افسران شامل دي.
نور پورته کول