اجرائیه رئیس عبدالله وایي، د ملي یووالي حکومت د اداري فساد پر وړاندې صادقانه مبارزې ته ژمن دی، خو له دې مبارزې څخه باید سیاسي ګټه پورته نشي.
د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ غونډه چې په کې د بروکسل راتلونکې غونډې لپاره د افغانستان لومړیتوبونه وڅیړل شول.
ډبلیو ایف پي په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د نړیوالې تولنې د مرستو پر کموالي اندېښنه ښودلې.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د شهرآراء په غونډۍ باندې به هیچا ته د مړو د ښخولو اجازه ورنکړي.
د ارګ او اجرائیه ریاست ترمنځ له اخلافاتو وروسته، دا ځل د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په حکومت کې دننه د بې عدالتیو پر سر نیوکې کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې د کابل ښار په اتمې ناحیې او د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې دوه ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي دي.
د افغانستان ولسمشر د ښاروالانو په دویم ملي کنفرانس کې وویل، ناکامه ښاري سیستم افغانان کړوي او ښاروالان باید دې برخې ته جدي پام وکړي.
افغان حکومت د پاکستان د پوځ مشر د څرګندونو په غبرګون وايي، اسناد ښيي، چې پر امریکايي پوهنتون باندې برید د پاکستان په خاوره کې جوړ شوی وو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ ناوخته د دویم ځل لپاره په ارګ کې سره مخامخ خبرې وکړې.
د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو ځواکونو د یو ټولي قوماندان محمد اکبر اندرابي، تیره شپه په کابل کې د امریکايي پوهنتون د محصلینو او استادانو د ژغورنې په عملیاتو کې وژل شوی.
د افغان حکومت له خوا د ټاکنو د قانون د نوې طرحې له تائید دوه ورځې وروسته، د ولسمشر دویم مرستیال په دغې طرحې کې د حقوقي ستونزو په باب اندیښنه ښودلې.
اجرائیه ریاست وايي، چې ولسمشرغني او اجرائیه رئیس عبدالله به د سیاسي موافقې د عملي کولو پر سر د پنجشنبې په ورځ دویمه غونډه وکړي.
اجرائیه رئیس په یو شمیر ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو روان عملیات د افغانستان د دښمنانو د پراخو بریدونو څپه نومولې او ویلي دي چې ژر به یې مخه ونیول شي.
د بغلان والي عبدالستار بارز وايي، تیره شپه د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ۳۹ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۷مې کلیزې په مراسمو کې وویل، د خپلواکۍ له ګټولو ۹۷ کاله وروسته بیاهم افغانان خپلې ازادۍ څخه د دفاع لپاره ژمنې ته اړتیا لري.
ارگ وایي په راتلونکې غونډه کې به جمهور رئیس د ښاغلي عبدالله خبرې او وړاندې کړي مسایل، بررسي کړي او ورباندې به بحث وکړي.
پر ولسمشر غني د اجرائیه رئیس عبدالله له نیوکو وروسته ټاکل شوې چې نن دواړه مشران په ارګ کې یو په یو وویني او د اختلافاتو د لرې کولو پر سر خبرې وکړي.
عبدالله وايي، چې د ولسمشر غني په اړه یې د احساساتو له مخې څرګندونې نه دي کړي او دا څرګندونې د نظام د ګواښلو او له منځه وړلو په معنی هم نه دي.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار له ولسمشر غني غوښتي، چې له خپل اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره دې خپل اختلاف ژر پای ته ورسوي.
نور پورته کول