ټاکل شوې وه چې نه اجرايي رئیس عبدالله عبدالله له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ کې وګوري، خو غونډه ونشوه
اجرائیه رئيس عبدلله وايي، په سیمه کې هغه مهال تروریستي فعالیتونه بندیدلی شي، چې له تروریزم څخه د ګاونډیو د کمزوري کولو لپاره کار اخیستل بند شي.
افغان چارواکي وايي،پولیسو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د هغو دوو بهرنیو استادانو لټون پیل کړی چې تیره شپه د ښار په لویدیځ کې ناپيژندو وسلهوالو تښتولي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د اسلامي حزب مرکچي پلاوی نن کابل ته رسېدلی او ژر به له دغه پلاوي سره د سولې د خبرو لړۍ بیا پیل شي.
ولسمشر غني وايي چې د ده په واکمنۍ کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په اړه هر ډول حساب او کتاب ته چمتو یو.
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې د برېښنايي تذکرو د ویش لپاره یې یوه نوې طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړې ده.
یوه تازه سروې چې په افغانستان کې له ۹۱۰۰ کسانو سره د مرکو پر اساس شوې ۹۱ په سلو کې خلک پدې باور دي چې په ښاروالیو کې اداري فساد ډیر دی.
فاریاب کې چارواکي وايي، د ګلجان په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه، چې له یو هلک سره د ټلیفوني اړیکو په لرلو تورنه وه د پښتونکوټ ولسوالۍ کې، په ډزو وژل شوې ده.
یوناما وايي، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۰۱ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۶۵ نور ټپیان شوي، چې دا شمیره په تیرو شاوخوا اتو کلونو کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ښيي.
ولسمشرغني د کابل د شنبې د ورځې د خونړۍ پیښې قُربانیانو ته د درناوي لپاره ، د دهمزنګ څلورلارې د 'شهیدانو چوک' په نوم ونوموه.
د کابل پر ننني لاریون چاودنې کې شاوخوا ۲۳۱تنه ټپيان شويدي، داعش د دغه برید مسولیت اخیستی دی.
چارواکي وايی، نن سهار طالبانو د سالنګ د غرونو له لوړو څوکو څخه پر لویې لارې ډزې کړي، چې له امله یې دا لاره لنډې مودې لپاره ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.
د افغانستان لویې څارنوالۍ د کابل ښاروالۍ ۱۱۰ تنه کارکوونکي د هیواد نه بهر ته له وتللو منع کړي او ورڅخه یې پلټنې پیل کړي دي.
د بیل په نامه د بیل گیټس او میلانډا ګیټس، بنیاد په کابل کې د پولیو یا گوزڼ د بېړنیو عملیاتو مرکز جوړوي.
چارواکي وایي،په نړیوال مارکیټ کې نشهيي توکو ته تقاضا په افغانستان کې د جګړې د دوام او په دغه هیواد کې د نشهيي توکو د تولید زیاتېدو سره مرسته کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون وايي په ۱۳۹۴ کال کې ۳۱۲۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۳۰۲ تنه ټپیان شوي دي.
ولسمشر غني بیا پر پاکستان غږ کړی دی چې د افغانستان د جگړې په ختمولو کې دې جدي مرسته وکړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي په درېو میاشتو کې د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پر ضد ۵۸۸ عملیات کړي دي.
طالبانو مشر له امریکاغوښتي،جګړې پرځای د افغان کشالې حل لپاره دې یوه پالیسي وړاندې کړي خو هغه افغان حکومت سره د سولې خبرو په هکله څه نه دي ویلي.
عمرداودزی وایي، پاکستان په افغانستان کې د سولې ټینګیدل،د ډیورنډ کرښې پیژندلواوهند سره د افغانانو په اړیکو کې دغه هیواد ته غوږ ایښودلو پورې تړلي دي.
نور پورته کول