د ملي امنیت شورا د افغان حکومت سره د سولې لپاره د اسلامي حزب د مشر له خوا د نویو شرطونو ایښودلو په باب رپوټونه ناسم ګڼي.
چارواکي اسلام اباد ته ورغلي پلاوي پاکستان ته د تورخم او یو شمېر نورو سیمو کې د پاکستان له لوري د تاسیسات پر جوړولو اعتراض کړی.
چارواکي وایي په کابل او بدخشان کې په دوه جلا پیښو کې د ۱۴ نیپالیانو په ګډون ۲۴ تنه وژل شوي او دپنځه نیپالیانو په ګډون ۳۹ نور ټپیان شوي دي.
ټاکل شوې چې دا پروژه تر یو نیم کلونو پورې بشپړه شي چې له مخې به یې د بامیان ولایت ۲۰زره کورنیو ته برېښنا ورسیږي.
افغان حکومت له پاکستان سره په تورخم کې د سرحدي شخړو دوام د دواړو هیوادونو په زیان ګڼي او وايي دا شخړې د تروریستي ډلو په ګټه دي.
د وکیلانو ترمنځ د اختلاف له امله د ټاکنیزو اصلاحاتو په باب د ولسمشر غني په فرمان پیل شوی بحث بې پایلې ختم شو.
د کابل پرس کلب تازه سروې ښيي، چې اکثره والیان او ویاندویان یې یا له رسنیو سره هیڅ همکاري نه لري او یا یې همکاري کمه ده.
طالبانو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملا منصور وژل تائید کړی او مولوي هبت الله اخندزاده یې د هغه د ځای ناستي په توګه اعلان کړی.
یو ځانمرګي بریدګر نن په کابل کې د میدان وردک ولایت د استیناف محکمې د کارکوونکو په موتر په برید کې ۱۱ تنه وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.
ولسمشر اشرف غني امر کړی چې د افغانستان ته د ازبکستان د برېښنا پروژې ځنډول شوي کارونه بیا پيل شي.
د چابهار درې اړخیزه تجارتي موافقه د افغانستان، ایران او هند د مشرانو په حضور کې ددې هیوادونو استازو لاس لیک کړه.
افغان حکومت د ملا منصور د وژنې رپوټونه تائید کړي او ویلي دي چې هغه په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي ولسمشر غني به د قطر له مشرانو سره پر یو لړ مسایلو خبرې هم وکړي.
چارواکي وايي، د هلمند په شمال کې د ناټو یوې اکمالاتي الوتکې سقوط کړی، چې له امله یې ٧ تنه وژل شوي شوي دي.
د افغانستان، پاکستان، متحدو ایالتونو او چین ډیپلوماتان د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې غونډه کوي.
د بامیان په لاره د ټوټاپ پروژې د تطبیق د زرګونو ملاتړو، لاریون پای ته ورسید، خو دوی وایي که غوښتنې یې ونه منل شي بیا به لاریون وکړي.
په پکتیا، خوست او غزني کې زرګونو کسانو د سالنګ او بامیان له لارې د برېښنا د مزو د غزولو او نه غزولو لپاره مظاهرې وکړې.
د افغانستان بانک مسئولین وايي، چې د دغه هیواد اقتصادي وده به په روان میلادي کال کې دوه فیصده لوړه شي.
د افغانستان له لارې پاکستان ته د منځنۍ اسیا د بریښنا د رسولو کاسا ١٠٠٠ پروژه نن په دوشنبه کې د غړو هیوادونو چارواکو پرانیستله.
ارګ او امریکايي ځواکونه وايي د پاکستان د پخواني لومړي وزیر زوی یې په پکتیکا کې ژغورلی او د پاکستان سفارت ته یې سپارلی دی.
نور پورته کول