په اعدام شویو کسانو کې د سولې د عالي شورا پر پخواني مشر، برهاند الدین رباني، د ځانمرګي برید پلانونکی هم و.
حامد کرزی وايي، د ملي یووالي د حکومت د کار د دوام په اړه د جان کېري وروستۍ څرګندونې، د افغانستان په چارو کې د امریکا ښکاره لاسوهنه ده.
افغان حکومت د جګړې یو پنځه کلن امنیتي پلان تصویب کړی، چې په کې ټولې هغه ډلې چې د هیواد له نظام او خلکو سره جنګېږي، 'دښمن' گڼل شوي.
افغان حکومت د "عمري عملیاتو" په نوم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل یواځې پروپاګنده بولي.
ولسمشر غني نن په ارگ کې د سیمې د پوهانو سره په گډه د ازبکي ژبې د شاعر، ادیب او سیاستوال علي شیر نوایي ٥٧٥ تلین ولمانځه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په ننګرهار کې په دوه جلا عملیاتو کې د نشهيي توکو دوه لوی قاچاقبران چې یو یې د حاجي لعل جان زوی دی نیولي دي.
افغان حکومت وايي، نړېواله ټولنه دې د سیمې پر هیوادونو فشار راوړي تر څو طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کینوي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړو نن په لوی اکثریت سره د کورنیو چارو او لویې څارنوالۍ لپاره د جمهوررئیس غني نوماندانو ته د باور رایه ورکړه.
ټاکل شوې، افغان پوځ د شنبې په ورځ د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه په افغانستان کې په خپلو عملیاتو کې د بې پیلوټه الوتکو کارول پیل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د هغو هیوادونو امنیتي ساتوونکو ته چې افغان پناه غوښتونکي په زور له خپل هیواده باسي ویزه نه ورکول کیږي.
په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جان نیکولسن همداشان وویل چې په ٢٠١٥ کې څه دپاسه ١۴ زره افغان سرتیري ټپیان شوي.
ولسمشر غني، د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ګډې همغږۍ او څارنې د بورډ غونډه کې وویل، افغانستان د سیمې او نړۍ تروریستي ډلو په هدف بدل شوی.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د ۱۳۹۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. د جذب کچه د تیرکال په پرتله ۴۴فیصده لوړه ده.
کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر، یوناما، په افغانستان کې د بهرنیو جګړه مارانو په فعالیت او موجودیت اندېښنه وښوده.
چارواکي وايي په اروپايي هیوادونو کې د پناهغوښتنې د قوانینو د سختېدو له امله هره اونۍ شاوخوا ۲۰ افغان کډوال افغانستان ستنېږي.
د افغانستان په لویدیځ ولایات هرات کې د هیلوټرسټ په نوم د یوې موسسې ۱۵ کارکوونکي د ناپیژندو وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي.
افغان او پاکستاني چارواکو، نن په کابل کې د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت یوې غونډه کې د تروریزم په وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له اسلامي حزب سره د خبرو په دویم پړاو کې، پر اویا فیصده مسایلو هوکړې ته رسېدلي دي.
د کابل د یولسمې امنیتي حوزې د آمر دنده وروسته له هغې وځنډول شوه، چې د خیرخانې په سیمه کې یوې چاودنې ۲ کسه ووژل او ۷ نور یې ټپیان کړل.
د ملي امنیت سرپرست، نن د ولسي جرګې یوې غونډې ته وویل، د پاکستان استخباراتي اداره وسلهوال طالبان په افغانستان کې جګړې ته هڅوي.
نور پورته کول