د افغانستان د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، چین په کابل کې د دوه میلیارد چینايي ینو په ارزښت لس زره کورونه جوړوي.
د کابل پولیس وايي په دې برید کې د دوو پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ۴ ماشومانو او ۷ ښځو په ګډون ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
بارک اوباما، افغانستان د هغو هیوادونو په سر کې یاد کړی چې په وینا یې د نشه یی توکو پراخ تولید او ترانزیت په کې روان دی.
اجرائیه رئیس وايي، اوسنی حکومت، چې د خلکو د رایو پر بنسټ جوړ شوی خپلو چارو ته دوام ورکوي او د لنډمهالي حکومت د جوړولو پلان نه لري.
د کابل په شاه شهید کې د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو د غړو لاریون په تاوتریخوالي بدل شوی، په ترڅ کې یې۳ لاریونکوونکي په ډزو ټپيان شوي.
افغان حکومت وايي،۱۹ ټپیان له درملنې وروسته رخصت شوي او ۱۰نور لا هم تر درملنې لاندې دي، خو د ۲ ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمیسیون ولسمشر غني ته ١١ اصلاحي وړاندیزونه کړي چې یو یې د ټاکنیزو کمیسیونونو د اوسنیو کمیشنرانو بدلول دي.
اجرائیه رئیس عبدالله د منصور دادالله څرګندونو ته عکس العمل ښودلی او ویلي دي چې یو هیواد د افغان حکومت د نسکورولو په هڅو بوخت دی.
افغان حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونه تائید کړي، خو د ټاکنو د څار ځینې ادارې ددغو وړاندیزونو یو شمیر یې عملي نه ګڼي.
د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو د تیرې شپې د غونډې په دوام نن هم هغوی په ټوکیو او لندن کې یو بل سره په کړو ژمنو خبرې وکړې.
اجرائیه رئیس عبدالله وایي ډاډه دی چې ریکا یو نوي پړاو ته داخله شوې او دا په لرلید کې په رښتیا د سیمه ییز اقتصادي پیوستون عملي زمینه ده.
ولسمشر غني د ریکا۶مې غونډې ته وویل افغانستان نه غواړي په انزواکې و اوسي او حکومت یې دخپل هیواد د پرمختګ لپاره سیاسي اراده لري.
د افغانستان لپاره د سیمه ييزو اقتصادي همکاریو دوه ورځنی کنفرانس ریکا شپږم ، د پنجشنبې ورځې په سهار په کابل کې پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له دولت څخه غوښتي چې ټاکنې له سیاسي لوبو څخه لرې وساتي او د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.
د افغانستان د کرنې وزارت وايي سږکال کرنیز حاصلات شاوخوا نهه فیصده زیات شوي. په همدې حال کې چین افغانستان ته یو لړ کرنیز وسایل ورکړل.
په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلورلو او استعمال تر ټولو لوی مرکز پُل سوخته د نشهيانو پر مخ وتړل شو.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، په کابل کې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د هوا د ککړتیا کچه په بې سارې توګه راټیټه شوې ده.
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۶ مه کلیزه په کابل او ولایتونو کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
امنیتي چارواکي وایي ناپیژانده وسلهوالو نن د ښار له لسمې حوزې د مرستې رسونې یوې موسسې جرمنۍ کارکوونکې تښتولې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي اسلام اباد ته په یو ورځني سفر کې د تللي پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني کوي.
نور پورته کول