وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن اعلان وکړ چې تر راتلونکو دوو اونیو به په کابل کې د هیواد د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو دریم پړاو پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو لوبډلو ګډون کړی چې تر یوې اونۍ پورې به یو بل سره سیالۍ ترسره کړي.
پولیس وايي د بهرنیو ځواکونو په کاروان باندې نن په کابل کې د ځانمرګي برید په پایله کې څلور تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
افغان سیاسي کارپوهان او عام افغانان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د لاسلیک شوې اعلامیې په باب یوه خوله نه دي.
اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ټاکنو وروسته د ملي وحدت حکومت جوړولو لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زیمباوې هیواد سره د څو سیالیو ترسره کولو وروسته د اتلولۍ له کپ سره نن هیواد ته ستنه شوه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوري ریاست دواړو نوماندانو او د هغوی څارونکو ته خبرداری ورکړی چې د هر راز شخړو چې د رایو د پلټنې د بهیر د درول کیدو لامل کیږي ډډه کړي.
د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم د خپل سیال ټاکنیز ټیم لخوا کریم خلیلي ته د منسوب شوي آواز خپرول په کلکه غندلي دي.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم ادعا کوي چې د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د دویم پړاو په ټاکنو کې بې طرفه نه دی پاتې شوی.
په هرات کې نن غرمه د مرستې رسونې د یوې نړیوالې موسسې دوه ښځینه کار کوونکې د نا معلومو وسله والو په ډزو کې وژل شوي.
په کابل کې په سلګونو کسانو د یو لاریون په ترڅ کې چې زیات شمیر ښځو هم په کې گډون درلود، پر غزه د اسرائیل بریدونه په کلکه وغندل.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې تراوسه له ولایتونو څخه پنځوس فیصده صندوقونه د تفتیش لپاره مرکز ته لیږدول شوي دي.
عبدالله عبدالله وايي که څه هم چې د ټاکنو د رائیو تفتش پیل شو ، خو لا اوس هم د پلټنې د لایحې د پلي کولو په هکله جدي پوښتنې شته.
د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو نن په لومړي ځل د رایو د بیا شمیرولو د بهیر په کړنلاره خبرې کړي او په دې هکله یوې موافقې ته رسیدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن شنبه د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، افغان امنیتي ځواکونو د هلمند په جګړه کې په تیرو ۱۴ ورځو کې ۳۸۰ مخالف وسله وال وژلې دي.
امرخیل د ټاکنیز شکایتونو کمیسیون نه د هغو تورونو د سپیناوي غوښتنه کړې چې د عبدالله عبدالله ټیم پرې د درغلیو په تړاو لګولي دي.
پولیس وايي چې تیره شپه د کابل ښار په لویدیځ کې د تیلو د ټانکرو په یو تم ځای کې د اور د لګیدو له امله تر ۴۰۰ پورې ټانکرونه سوځیدلي دي.
د عبدالله عبدالله د ټیم د کمپاین مشر وايي، ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو تخنیکي ټیمونه سره وګوري.
ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري تیر ماښام د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو په بهیر ټلیفوني خبرې کړې دي.
نور پورته کول