وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د افغانستان ولسي جرګې نن دوشنبه د رائیو په اکثریت معلوماتو ته د لاس رسي قانون په شپږ فصلونو او دوه دیرش مادو کې تصویب کړ.
د پکتیکا والي د عبدالله عبدالله د ټیم له خوا ده ته منسوب ټلیفوني غږونه چې د شنبې په ورځ دغه ټیم خپاره کړل جعلي بللي.
عبدالله وایي، د ټاکنو کمیسیون ته يې وړاندیزونه سپارلي،که چیرې یې غوښتنو ته پاملرنه ونشي،د عواقبو مسولیت به دده په غاړه نه اوسي.
د امریکا سفارت نن د هغه هیواد د آزادې ۲۳۸ کلیزه په یوه غونډه کې ولمانځله چې ګڼ شمیر افغان سیاستوالو او چارواکو پکې هم گډون کړی و.
د افغانستان مشرانو جرګې هم د پیسو د مینځلو او جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي قانون نن د رائیو په اکثریت تصویب کړ.
د عبدالله عبدالله ټاکنیز کمپاین خبریالانو ته نن یو داسې غږ اورولی چې د هغوی په وینا پکې امرخیل د یو کاندید په ګټه ټاکنیز کمپاین کوي.
د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس محمد معصوم ستانکزی د شنبې په سهار شاو خوا اوه بجې په کابل کې له یو ځانمړکي برید روغ رمټ ووت.
د غړو د ښکلا په ملي سیالیو کې شکر الله هلمندي وکولای شول په نوي کیلو ګرامه وزن کې د لومړي مقام ترڅنګ د کال غوره لوبغاړی شي.
عبدالله عبدالله وایي، نور ورته د انتخاباتو د کمیسیونونو اجراأت د منلو وړ نه دي، او دی او پلویان یې ددې کمیسیونونو کړنې قانوني نه گڼي.
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د لسو شبکو پلانونه یې شنډ کړي چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو ټاکنو د ګډوډولو نیت یې درلود.
د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وايي چې د رایې اچونې د ۵۶۰۴ مرکزونو حفاظتي کڅوړې چې د ټولو مرکزونو ۸۸.۵ ٪ کیږي، ولایتي دفترونو ته رسیدلي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د خوست ولایت ته د ډیورنډ د کرښې د هغې غاړي نه د ورکډه شوو کډوالو د هویت پلټنه کوي.
فیفا د دواړو نوماندانو د پلویانو غواري چې په دویم پړاو کې د انتخاباتو له بهیر څخه په سمه توګه څارونه وکړي او د ممکنه درغلیو مخه ونیسي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو رسنیو غوښتي چې د ټاکنیزو مبارزو د سکوت په موده کې چې نن شپه ۱۲ بجې پیل کیږي، مقررات مراعت کړي.
د نجونو د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې په کابل کې د اتو غوره کلپونو ترمنځ پیل شوې وې، د شنبې په ورځ پای ته ورسیدې.
د افغانستان د سولې عالي شورا د یو امریکایی بریدمن د خوشی کیدلو په بدل کې د طالبانو د پنځه پخوانیو چارواکو د خوشې کیدلو هرکلې کړی دی.
سفما د افغان ښځینه ژورنالیستانو په وضعیت او په تیرو کلنو کې د مسلکي فعالیتونو په ترڅ کې د ښځینه ژورنالیستانو په وژنه اندیښنه ښودلې.
د ټاکنو د څار موسسې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو په دویم پړاو کې دې په محلونو کې د رایو پاڼو شمیر زیات کړي.
په کونړ کې ولایتي چارواکي وايي، ددغه ولایت په سرحدي ولسوالیو د تیرې شپې راهیسې اته ویشت توغندي لګیدلي دي.
د شفافیت د څار په نوم یوه غیر حکومتي اداره د یوې سروی له مخې وایي چې افغانانو په تیرکال کې تر دوه میلیارده ډالرو پورې رشوت ورکړی دی.
نور پورته کول