وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د کابل ښار د قلعه زمانخان په سیمه کې د دوشنبې په ورځ د ملي اردو د منسوبینو په موټر په ځانمرګي برید کې دوه تنه وژل شوي او ٩ ټپیان دي.
د دفاع وزارت وايي، د افغانستان، پاکستان او د ناټو د ځواکونو د پوځي چارواکو ترمنځ په درې اړخیزه عونډه کې په امنیتي مسلو خبرې شوي دي.
د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وايي چې دښمن د جمهوري ریاست د دویم ځلي انتخاباتو د ګډوډولو نیت لري.
افغان ښځینه بایسکل ځغلونکې په کابل کې په خورا سختو شرایطو کې تمرینونه کوي چې د آسیايي سیالیو لپاره ځانونه چمتو کړي.
په کابل کې د ملي اردو د څه باندې ۳۰۰۰ لوبغاړو ترمنځ پسرلنۍ ورزشي سیالۍ د افغان پوځ په تعلیمي مرکز کې پیل شوې چې ۴۰ ورځې دوام کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په مالیزیا کې د آسیايي شورا د کرکټ سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته د ثور په اتلسمه هیواد ته ستنه شوه.
په بدخشان کې د مرستې رسولو ادارې وایي، اوس د دوی پاملرنه له هغو کورنیو سره مرستو ته اوښتې چې د غره ښویېدلو د پیښې نه بچ شوي دي.
چارواکي وايي په بدخشان کې د ځمکې ښویدنې په پیښه کې ۳۰۰ کسان وژل شوي، دمخه په دې پیښه کې د۲۵۰۰ کسانو له منځه تللو خبرونه ورکړل شوي وو.
د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې د ارګوی ولسوالی په آب باریک کلي کې د سیمې د اوسیدونکو لخوا د پیښې د قربانیانو د ژغورنې چارې ډیرې ورو روانې دي.
د جمهور ریس لومړی مرستیال د ټاکنو کمیسیونونو ته خبرداری ورکړ تر څو د خلکو در رایو پروړاندې د له هر راز دسیسو او غیر قانوني کړنو څخه ځان وساتي.
د جمهوري ریاست یو کاندید اشرف غني احمدزي د قسمي رائیو د دویم پړاو له اعلان څخه یوه ورځ وروسته د قسمي رائیو د اعلان د بندیدلو غوښتنه وکړه.
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې میرمن مریم کوفي تیره شپه لس بجې په کابل کې خپل کور ته نږدې د پولیسو په ډزو کې پټي شوې ده.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د څه دپاسه ٣٠٠٠ انتخابتي شکایتونو پلټنه چې په ټاکل شوې موده کې دوی ته رسیدلي، د سه شنبې په ورځ پیل کړه.
افغان حکومت په خپلو سرحدي پوستو باندې د وسله والو د بریدونو د زیاتیدو له امله په کابل کې د پاکستان سفارت ته یو اعتراض لیک سپارلی دی.
افغان خبریال سردار او د هغه د کورنۍ درې غړي چې د سرینا په هوټل کې دري ورځې وړاندې وژل شوي وو، نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.
جمهور ریس کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د نوي تعلیمي کال د پیلیدو په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې طالبانو ورسره تماسونه نیولي دي.
د وژل شوي خبریال سردار کورنۍ وایي کله چې سردار د خپلې کورنۍ سره سرینا هوټل ته د ډوډۍ خوړولو لپاره تله هلته یې د وژل کیدلو هیله نه لرله.
د افغانستان د پوهنتونو د استادانو ټولنه واييچې سږکال د افغانستان په نږدې ۱۲ ولایتونو کې د کانکور د آزموینو د اخیستلو په وخت درغلي شوې.
فیفا وايي چې امنیتي ستونزې ددې سبب شوي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ سیالۍ یوازې څو لویو ښارونو پورې محدودې پاتې شي.
افغان امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د سویډن هیواد یو اوسیدونکی د کابل په لسمه حوزه کې د نامعلومه وسله والو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو.
نور پورته کول