وحیدالله فیضي له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا د امریکا غږ اشنا سره کار کوي.
د مارشال فهیم د تدفین د مراسمو کمیسیون وایي چې ټاکل شوې چې مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم به سبا سې شنبه ترسره شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې د لوګر په ولایت کې نن سهار د ناټو په هوايي برید کې د دوی ۵ سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
رپوټونه وايي چې د جمهوري ریاست څوکۍ ته کاندید قیوم کرزي له بل کاندید زلمي رسول سره انتخاباتي اتحاد وکړ.
جمهور رئيس حامد کرزی د سریلانکا د جمهور رئیس په بلنه نن د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هغه هېواد پلازمينې کولمبو ته ولاړ.
یوه ځانمرګي برید کوونکي د شنبې په ماځیګر په ۳:۲۰ دقیقو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون دروازې ته څیرمه د لویې جرګې خیمې سره نږدې خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر وچاوه.
د رایې ورکوونکو نوم لیکنه سبا په رسمي توګه پای ته رسیږي خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چیرته چې دا بهیر په ځنډ پیل شوی هلته به دوام وکړي.
د افغانستان د آشی هارا کاراتې ملي لوبډله په رومانیا کې د کاراتې دریم پړاو نړیوالو سیالیو لپاره تمرینونه پیل کړي او دې لوبې ته چمتوالی نیسي.
د نوم لیکنې په وروستۍ ورځ د نورو ورځو په پرتله زیات شمیر کسان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د کاندیدو په هدف د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون ته ورغلي دي.
د سمنګان په ولایت کې سیمه اییز چارواکي وايي د آب خورک دډبرو سکرو په کان کې د ۲۷ تنو کان کیندونکو مړي را ایستلي شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټیننټل جام د سیالیو په لړ کې د نامیبیا هیواد ته تللې ده.
چارواکي وايي چې ددغه پروګرام یو مهم هدف دا دی چې نجونې په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او ځان مسول احساس کړي.