TV Schedule
بو علی سینا
د بوعلي سينا د دې اوونۍ په خپرونه کې د نشه يي توکیو د زيانونو په اړه د خبرونو او روغتيايي راپورونو تر څنګ، د معتادانو پر بولي تناسلي سيستم د نشه يي توکیو د اغېزو په اړه، د خولې د بد بوي د کمولو او له منځه وړلو ساده لارې چارې او د پولیو ویروس په وړاندې د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د معافیت د لوړولو لپاره د واکسین اغیزې شامل دي. په دې خپرونه کې په سوریه کې د وروستۍ زلزلې په روغتیايي ستونزو او د ماشومانو پر ذهنونو د جګړې په اغیزو هم خبرې کیږي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د شنبې په ورځ په افغانستان کې تعلیمي کال پیل شو، خو نجونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته ولاړې شي. د بشري حقونو څار سازمان دا د نجونو او نړۍ لپاره یوه غمجنه ورځ بللې. د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله، کاملا هریس، افریقا ته سفر کوي. د میرمن هریس دفتر وايي چې د سفر موخه د ملګرتیاوو پیاوړتیا، امنیتي او اقتصادي همکارۍ ده. او افغانستان په لومړي ځل د کرکټ په یوې نړیوالې سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه. افغان لوبغاړي وایي د دې پړاو دوه نورې لوبې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې کیږي.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.