په کندهار کې د تاریاکو یو شمیر پخواني کروندګر چې اوس یې د کوکنارو په ځای نور کښتونه کرلي دي وايي، سږ کال د کوکنارو په نسبت له نورو کښتونو هیڅ ګټه نده اخیستې او د طالبانو حکومت هم ورسره د بدیل معیشت په برخه کې مرسته نده کړې.
په ننګرهار کې یو شمیر باغداران د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د بزګرانو د ملاتړ لپاره باید دوی ته داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې په اساس یې د کوکنارو بدیل کښتونو ته وده ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره هم مخ نشي.
د کندز د معتادینو د درملنې په اتیا بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې یو معتاد وايي چې په نانوايي کې د ډېر کار کولو په وخت ددې لپاره چې ویده نه شي په نشه یي توکو روږدی شوی دی او اوس یې تکل کړی دی چې درملنه یې وشي.
په کندهار کې د معتادینو د درملنې په روغتون کې بستر په نشه يي موادو روږدی محمد انور وايي، چې د تره د زامنو په واسطه په ایران کې په نشه يي موادو اخته شوی دی او د اوږدې مودې اعتیاد را وروسته اوس یې پرېکړه کړې ده چې درملنه یې وشي.
په کندز کې یو شمیر کروندګر وايي چې شنې خونې د کوکنارو یو ښه بدیل دی او د شنو خونو له لارې هغومره ګټه ترلاسه کوي چې د کوکنارو نه یې نه ترلاسه کوله.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي په افغانستان کې هغه بزګران چې کوکنار کري تر هغو چې په نړیواله سطحه ورته د بدیل معیشت غم یې نه وي خوړل شوی دوی د کوکنارو د کر مخه نه نیسي.
۲۵ کلن شیرزمان چې په اصل کې د کونړ ولایت دی، د جلال اباد ښار د چپرهار هډې ته څېرمه په نشو بوخت وي او ان د ژمي یخې شپې هم دلته د سړک پر سر سبا کوي. شیرزمان وايي، غواړي چې جوړ شي خو لوری ترې ورک دی او نه پوهېږي له مخدره موادو څنګه ځان خلاص کړي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی صدیق چې پخوا یې هیروین او شیشه به یې کاروله، اوس یې له نشه يي توکو لاس اخیستی دی او د ننګرهار د معتادینو په روغتون کې د نورو معتادینو په خدمت کې بوخت دی.
د هلمند د معتادینو د سل بستریز روغتون چارواکي وايي چې د پخوا په پرتله اوس د معتادینو درملنې لپاره یې امکانات خورا کم شوي خو بیا هم په تیرو پنځو میاشتو کې په نشه يي موادو د ۴۶۰ د روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د فضل الرحمن په نوم د نشه يي توکو یو معتاد وايي، چې له ۳۵ کلونو نشه يي توکو کارولو وروسته یې اوس مخدرات پریښي او ژر به عادي ژوند ته ستون شي. فضل الرحمن زیاتوي چې دوه کاله له کور او بچیانو لرې وو خو تر درملنې وروسته به خپل کور ته ستون شي.
د هلمند د ناوې ولسوالۍ بزګران وايي چې پدغه ولسوالۍ کې سږ کال د نورو سیمو په پرتله د کوکنارو کر یو څه کم دی او یو شمیر بزګرانو د غنمو کرلو ته مخه کړې ده. بزګران زیاتوي چې د دغې کرکیلې برسیره په ټوله کې د غنمو کر د هلمند په کچه لا هم کم دی او حکومت باید بزګرو سره مرسته وکړي.
په کندز کې د معتادینو د اتیا بستریز روغتون مسؤلین وايي، که څه هم په تیرو شپږو میاشتو کې د نړیوالو روغتیايي مؤسسو ماليي ملاتړ کم شوی خو بیا یې هم د معتادینو درملنې ته دوام ورکړی او دا مهال په دغه روغتون کې په نشه يي موادو د سلو روږدو درملنه روانه ده.
نور پورته کول