اشلي ډنکن وايی زه مې له ماشوم سره مینه لرم خو کاش چې ځینې پریکړې مې په ژوند کې بل ډول کړې وې.
کتلین برنز تقریبآ ۱۴ کلنه وه چې له ۳۰ کلن "بین برنز" سره یې واده وکړ.
ماهي لا تنکۍ ځوانه وه چې د سینما په ستوري بدلیدل یې هیله وه، خو په ۱۱ کلنۍ کې یې داسې کس سره واده وکړ چې هیڅکله یې لیدل نه وو.
سلطان تیموردم شپیته کلنۍ ته نژدې شوې او د ترکیې په دیاربکر ښار کې اوسیږي. میرمن سلطان وایي د اوسني ژوند راضي ده خو د تعلیم او تحصیل نه محرومه شوه.
صفیه په دیارلس کلنۍ کې په هغه ورځ چې غوښتل شوې د کور په کالیو کې واده کړای شوې ده.
دیارلس کلنه سمیه په زوره واده شوې او له زده کړو محرومه شوې ده.
ببوگۍ د فقر او غربت له وجې په خورا کم عمر واده شوې وه. هغه وایي اصلا د واده په مفهوم نه پوهیدله چې ناوی شوه.
په ۱۳ کلنۍ کې واده شوې نجلۍ د خپلې لور لپاره بل ډول ژوند غواړي.