افغانه بایسکل ځغلوونکې معصومه عليزاده وايي ویاړي چې د پاریس د المپیک په لوبو کې د ټولو هغو کسانو استازیتوب کوي چې "له خپل هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي."
مقدسه احمدزۍ په جرمني او کاسوو کې د کډوالو په موقتي کمپونو کې د څو میاشتو سختو شپو ورځو له تیرلو وروسته اوس امریکا ته رسېدلې او د ویرجینیا ایالت په ریچمانډ ښار کې میشته شوې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل درې کاله وروسته د اوکرایني کډوالو شمیر شاوخوا ٦.٥ میلیونه دی چې ځینې یې بیرته ستانه شوي او ډیری نور یې په داسې حال کې د ستنېدو په تمه دي چې په دغه هېواد کې جګړه لا پای ته نده رسېدلې.
د ژغورنې نړیوالې کمیټې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بايډن له ادارې څخه غوښتي چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو او بشردوستانه ویزو د غوښتونکو د دوسیو د ارزولو په برخه کې شفافیت رامنځته کړي او په دغه پروګرام کې اصلاحات زیات کړي.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره دوه میلیونه نور افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، چې دا مهال له نامعلومه برخلیک سره مخ دي. د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت شاهین افریدي د افغان تکواندوکارانو په اړه راپور جوړ کړی چې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په ياده لوبه کې له ستونزو سره مخ دي.
د جون د میاشتې شلمه د کډوالو نړیوالې ورځې سره همممهاله د افغانستان دپلوماتیکو او قنسولي استازولیوپه یوه ګډه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو او پناه غوښتوونکو وضعیت ته دي پاملرنه وکړي.
د جون د میاشتې شلمه په نړۍ کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کيږي. سږکال ملګري ملتونه دا ورځ د کډوالو سره د پیوستون او کډوالو ته د ښه راغلاست ترنامه لاندې نمانځي.
د کډوالو د ژغورنې یوې ادارې او د ایټالیا د ساحل ساتنې ځواکونو د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) وویل د دغه هېواد په ساحل کې د دوو کښتیو د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي او په لسګونو نور ورک شوي چې افغانان هم پکې شامل دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د وضعیت په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ څخه د اپریل تر میاشتې له ایران او پاکستان څخه نږدې ۴۴۰ زره افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوي.
ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۴) وویل، په مجموعي ډول د نړۍ ۱۲۰ میلیون وګړي د جګړې، تاوتریخوالي او ځورونې له ویرې په جبري توګه له خپلو کورونو بې ځایه شوي او د کډوالو د مخ په زیاتیدونکی شمېر لامل یې د "نړۍ خراب وضعیت" وباله.
د پاکستان د بشري حقونو کمیسون له دغه هېواده د افغان کډوالو په زوره ایستل د بشري حقونو د نړیوال قانون سرغړونه بللې ده. کمیسون ویلي پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته دې مناسب وخت ورکړل شي چې هغوی خپل کاروبارونه راغونډ کړي او دا رنګ په افغانستان کې ورته د روزګار او نجونو ته د تعلیم زمینه برابر شي.
نور پورته کول