د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د رسنیو د فوتسال د جام سیالۍ


ددې جام په پای لوبه کې د سیلانیانو ځانگړې لوبډلې وکولای شول چې پنځه د دریو پر وړاندې د خورشید لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ کپ خپل کړي.

د رسنیو، آزادو کلپونو او د افغانستان د امریکايي پوهنتون د لوبډلو ترمنځ د فوټسال دغه سیالۍ یوه میاشت مخکې پیل شوې وې چې هدف یې د غوره لوبغاړو ټاکل او د رسنیو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول وو.

دا دریم کال دی چې د افغانستان د بیلابیلو رسنیو د لوبډلو ترمنځ د فوتسال لوبې ترسره کیږي. چارواکي وايي چې دوی وکولای شول شپاړس غوره لوبغاړي د رسنیو د فوټسال ملي لوبډلې ته وټاکي.

لوبغاړي وايي دوی غواړي د ورزش په ترسره کولو سره ځوانان وهڅوي چې له نشه يي توکو څخه ځان وژغوري او ورزش ته مخه کړي.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال د فدراسیون او د افغانستان د امریکايي پوهنتون په همکارۍ ترسره شوې.

په کابل کې د رسنیو د فوتسال د جام سیالۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00
XS
SM
MD
LG