د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغاسنتان کې د طالبانو حکومت تروریستي ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړی او ویلي دي چې په دغه هیواد کې پرمختللو وسلو ته د تروریستي ډلو د لاسرسي مسله یې د واشنګټن سره هم شریکه کړې ده.
ددغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۱ (قوس اول) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د امریکايي چارواکو سره یې په سیمه کې د تروریستي ډلو د فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي او په دې برخه د پاکستان د امریکا ترمنځ تماسونه شته دی.
میرمن بلوڅ وویل: "مونږ د تروریستي ډلو د ګواښونو په اړه چې پاکستان له افغاسنتان څخه ورسره مخ دی او دغو تروریستي ډلو پرمختللي پوځي تجهیزات ترلاسه کړي او لا هم د پاکستانیانو وژلو ته دوام ورکوي د هغوی [ امریکايي مقاماتو] سره شریک کړي دي".
دغې پاکستانۍ چارواکې وویل چې اسلام اباد او واشنګټن هڅه کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې طالبانو د تروریزم سره په مبارزه کې پرخپلو ژمنو باندې عمل وکړي او دغه هیواد کې تروریستي ډلو ته د پناه د ورکولو څخه لاس واخلي.
میرمن بلوچ وویل: "مونږ باور لرو چې تروریزم نه یوازې افغانستان ته، بلکې د پاکستان په ګډون ددغه هیواد ګاونډیانو او ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی. دا مهمه ده چې د افغانستان چارواکي [طالبان] ددغه هیواد په دننه کې د تروریستي ډلو پناه ځایونو پر وړاندې اقدام وکړي".
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپل دغه خبري کنفرانس کې د هیڅ کومې تروریستي ډلې نوم وانخیست،خو زیاته یې کړه چې په دې وروستیو ورځو کې ددغه وزارت چارواکو په اسلام اباد کې افغاسنتان لپاره د روسیې او چین د ځانګړو استازو سره لیده کاته کړي او هغوی سره یې هم په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.
تیره اونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین ځانګړي استازي یو شاویونګ د پاکستاني چارواکو سره اسلام اباد ته د افغانستان په تړاو د خبرو لپاره تللي وو.
یو شاویونګ اسلام اباد ته د سفر سره هممهاله د بیجینګ د خبرو اترو د مرکز سره په مرکې کې په افغانستان کې د "۲۰ تروریستي ډلو د فعالیت په اړه اندېښنه" ښودلې وه او له دې پلوه یې چین او د سیمې نورو هېوادونو ته د ور پېښ ګواښ په اړه یې خبرداری ورکړی وو.
هغه ویلي وو: "د متحدو ایالاتو له حضور مخکې په افغانستان کې یوه یا دوه تروریستې ډلې وې، خو اوس څه باندې ۲۰ تروریستي ډلې په دغه هېواد کې فعالیت لري."
د چین دغه ځانګړي استازي د کومې ځانګړې ډلې نوم وانخیست، خو چین په افغانستان کې د "شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ" د فعالیت په اړه اندېښنه لري.
تېرکال د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین ویلي وو: "طالبان په لیکلې بڼه ژمنه کوي چې د شرقي ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي اعمالو او فعالیتونو ته به اجازه نه ورکوي."
د طالبانو حکومت د اسلام اباد دغو تازه ادعاو ته لا غبرګون نه دی ښودلې. خو دمخه د طالبانو د حکومت ادعا کړې وه چې پاکستان د طالبانو سره د چین د اړیکو د خرابولو په هڅو بوخت دی.
دا لومړی ځل نه دی چې اسلام اباد په افغانستان کې د تروریستي ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" د وسله والې ډلې د شتون او له دغه هیواد څخه دننه په پاکستان کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدو لپاره د کار اخیستلو ادعاوې کړي دي، چې د طالبانو د حکومت چارواکو دغسې ادعاوې ردې کړي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چې افغانستان نور د هیڅ کوم هیواد لپاره ګواښ نه دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د نومبر۱۱( لړم ۲۱) په یوه لنډه ویډیوي وینا کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون له خوا خپره شوې ویلي: " افغانستان نور د هیچا پر وړاندې تهدید نه دی، پاکستان دې خپل مشکلات زمونږ پر غاړه نه را اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي."
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو په بریدونو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د اکثرو دغو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" او د بلوچستان په ایالت کې د بلوچستان د ازادۍ اردو په غاړه اخیستي دي.
فورم \ دبحث خونه