په افغانستان کې د چرسو د کرکیلې او تولید په اړه لومړۍ سروې ښيي، که څه هم په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د چرسو په کښت کې کموالی راغلی، خو د چرسو تولید اته فیصده لوړ شوی دی.
په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په لس زره هکټاره ځمکه کې د چرسو بوټي کرل شوي وو او دا شمېره د وړم کال په پرتله ١٧په سلو کې را ټيټه شوې ده.
په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په ١٢ زره هکټاره ځمکه کې چې اکثرا د ارزګان په ولایت کې وو، د چرسو بوټي کرل شوې وو. خو د چرسو تولید په ۲۰۱۲ کال څوارلس سوه مټرک ټنو ته رسېدلی چې دا شمېر په ۲۰۱۱ کال کې دیارلس سوه مټرک ټنه و.
د چرسو دا لومړۍ سروې چې په شپاړسو ولایتونو کې ترسره شوې ښيي چې د چرسو د کرکېلې په راټیټولو کې یو لوی لامل د ارزګان په ولایت کې د ولایتي چارواکو د کمپاین مؤثریت دی.
په دغه ولایت کې چې په ۲۰۱۱ کې زر هکټاره ځمکه چرس کرل شوي وو په ۲۰۱۲ کې دا کچه سل هکټاره ځمکې ته را ښکته شوې ده.
د سه شنبې په ورځ په کابل کې د چرسو ددې سروې د اعلانولو په مهال له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت مرستیال محمد ابراهیم ازهر وویل، افغان حکومت د قانون د پلي کوونکو ادارو په مټ وکولای شول چې د چرسو په کرکیلې کې کموالی راولي خو د چرسو د تولید د زیاتوالي لامل بیا د هوا حالات دي.
«د چرسو د کښت پروسه، هوا او اقلیم ته په کتو د افغانستان په ولایتونو کې مختلفه ده، معمولا له حمل، ثور او جوزا دا کښت پیل کیږي، د چرسو د تولید زیاتوالی اقلیم دی، پرته له دې د چرسو نوي تخم د زاړه تخم ځای نه دی نیولی.»
نوې میټوډالوژي
چارواکي وايي له څلورو کالو راهېسې یې داسې هڅې کولې چې په افغانستان کې د چرسو د کرکېلې دقیقه شمېره پيدا کړي، خو د معیاري او پرمختللو وسایلو د نه شتون له امله د چرسو په تړاو وړاندوېنې ناسمې وختې.
اټکلي وړاندوینو څرګندوله چې په افغانستان کې هر کال شپېته زره هکټاره ځمکه باندې چرس کرل کیږي، خو په ۲۰۱۱ میلادي کال د لومړي ځل لپاره د سټلایټ وسایلو ته په لاس رسي د چرسو د کرکیلې اندازه دوولس زره هکټاره ځمکه وښودل شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشر جان لوک لمهایو په کابل کې وویل، پخواني اټکلونه ټول هغه وخت ناسم وختل چې دوی معیاري سروې وکړه:
« دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د چرسو په برخه کې سروې خپروو، له هغه وخته چې مونږ به په اټکلي توگه له معیاري سروې پرته دا ښوده چې په افغانستان کې شپېته زره هکټاره ځمکه د چرسو بوټي کرل کیږي، یوازې تېر کال مونږ میټوډالوژي پیدا کړه."
ښاغلی جان لوک وايي، له دې وروسته به د معیاري میټوډالوژۍ په عملي کېدو هر کال د چرسو دقیقه او کره شمېره څرگندیږي.
د چرسو کاراوبار
د سروې په اساس د ترلاسه شویو چرسو قیمت په کال کې پنځه شپېته ملیونه امریکايي ډالر دی. ددغه قیمت ډېره برخه د افغان چارواکو په وينا قاچاقبرو ته په لاس ورځي چې په ناقانونه توګه د چرسو کرکېله تشویقوي.
دوی وايي په هغو سیمو کې د چرسو ډېر کاراوبار کیږي چې حکومتي قوانین پکې نه وي نافذ شوي.
د افغانستان چرس ګاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران او تاجکستان ته قاچاق کیږي. له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت د مرستیال محمد ابراهیم ازهر په خبره که د چرسو د لېږد په مهال بد بوی نه وای نو په افغانستان کې به له حده ډېر چرس کرل کېدل.
« که زمونږ د چرسو بد بوی نه وای، نو مونږ به بهرنۍ تقاضا دې حد ته رسولی وای، چې د افغانستان په بامونو به هم چرس کرل شوي وای.»
د چرسو استعمال
د چرسو استعمال له ډېرې پخوا زمانې راهیسې په افغانستان کې رواج دی خو لا هم کره داسې شمېره نشته چې وښيي څومره خلک پدغه هیواد کې چرس کاروي.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وايي له شل کلنو نېولې تر اویا کلنو پورې داسې کسان شته چې چرسو نه ګټه اخلي.
چرس ځانګړي او څو ډوله بوټي لري او په نړۍ کې تر ملیونونو پورې وګړي د چرسو په استعمال روږدي دي.